
د اسپانیا هیواد لالیګا لیګ د ۲۷مي اونۍ لوبو څخه تېره شپه بارسلونا فوټبال لوبډله د ریال سوسیداد فوټبال لوبډلي سره ولوبېده، چي بارسلونا یادي لوبډلي ته ۱ ګول پر ۰ ماته ورکړه.
په یاده لوبه کي د بارسلونا دا یوازینۍ ګولوهنه لیونل میسي د لوبي په ۸۱یمه دقیقه کي د پینالټۍ په واسطه ترسره کړه.
دا لوبه چي د بارسلونا په کوربتوب نیوکمپ فوټبال لوبغالي کي ترسره سوه، لیدلو ته ئې په زرګونه مینوال راغلي وه.
په دې بریا سره بارسلونا د لالیګا لیګ د نمرو په جدول کي خپلي نمرې د ۵۵ څخه ۵۸ ته پورته کړې او د جدول لومړی ځای ئې ونیوی.
د دې لیګ په یوې بله مهمه لوبه کي بیا نن یکشنبه ریال ماډریډ د ریال بیټس فوټبال لوبډلي سره لوبیږي.
دا لوبه نن ماخستن ۱۲:۳۰ بجې د ریال بیټس په کوربتوب ترسره کیږي.
که چیري ننۍ لوبه ریال ماډریډ وګټله، نو خپلي نمرې د ۵۶ څخه ۵۹ ته پورته کوي او د جدول لومړی ځای بیرته د بارسلونا څخه نیسي او که ئې بیا مساوي او وبایلله، نو بارسلونا به د جدول په لومړي ځای کي پاته سي.