فوټبال: بارسلونا خپل سیال ختافې ته ماته ورکړه!

په شپه کې غرونو ترمنځ یو روښانه سرک

د اسپانیا هیواد لالیګا لیګ د ۲۴مي اونۍ لوبو څخه تېره شپه بارسلونا د ختافې فوټبال لوبډلي په وړاندي ولوبېده، چي یادي لوبډلي ته ئې ۲ ګولونه پر ۱ ماته ورکړه.
86464979 3343367552376350 8564803256587386880 o فوټبال: بارسلونا خپل سیال ختافې ته ماته ورکړه!
په یاده لوبه کي د بارسلونا لپاره انتونیوګریزمن په ۳۳مه دقیقه کي او سرجیو روبیرتو بیا په ۳۹مه دقیقه کي ګولوهني وکړې.
86359452 3343363439043428 4563193149006020608 o فوټبال: بارسلونا خپل سیال ختافې ته ماته ورکړه!
خو د ختافې لپاره بیا یوازینی ګول انجیل رودریګویز د لوبي په ۶۶تمه دقیقه کي ترسره کړ.
دا لوبه د بارسلونا لوبډلي په کوربتوب په نیوکمپ فوټبال لوبغالي کي ترسره سوه، چي پر مهال ئې لوبغاړو د چین سره د کرونا ویرس په اړه د غم شریکۍ په موخه څو چینايي کوچنیان لوبغالي ته له ځان سره بوتلل.
86621774 1067038626976133 388037251377922048 n فوټبال: بارسلونا خپل سیال ختافې ته ماته ورکړه!
په پرونۍ بریا سره بارسلونا لوبډلي په لالیګا لیګ کي خپلي نمرې ۵۲ته پورته کړې.
ها خوا نن شپه بیا د نړۍ بل قوي د فوټبال کلب ریال ماډریډ هم لوبه لري.

2 real madrid live stream فوټبال: بارسلونا خپل سیال ختافې ته ماته ورکړه!
Vinicius Jr. of Real Madrid celebrates after the first goal during a match between Real Madrid vs Osasuna for La Liga at Santiago BernabÈu Stadium on September 19, 2019 in Madrid, Spain. (Photo by Patricio Realpe/ChakanaNews/NurPhoto)

ریال ماډریډ به نن شپه ۱۲:۳۰ بجې د سلتاویګو فوټبال لوبډلي سره ولوبیږي.
دا لوبه د ریال په کورني لوبغالي سانتیاګوبرنباوو کي ترسره کیږي.
ریال ماډریډ هم په یاد لیګ کي تر ننۍ لوبي مخکي ۵۲ نمرې لري او د جدول په لومړي ځای کي شتون لري.

About ياران ټیم 3421 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.