غواړې ډیپلوماټ شئ؟ د ښه ډیپلوماټ ۶ ځانګړنې

عصري، سپینه او فیشني داخلي ډیزاین دیاران له لوګو سره

لیکنه: ډاویډ الوچ
ژباړه: غازي عابد
د ډیپلوماټانو لپاره دا ځینې ځانګړنې خورا مهمې دي، هر ډیپلوماټ باید په دې برخه کې خورا دقیق اوسي او که څوک غواړي ډیپلوماټ شي، هم باید دې نقطو ته یې پام وي:
۱- له سیمه ییزو خلکو سره اړیکه.
ددې لپاره چې ښه ډیپلوماټان اوسئ، نه یوازې د هیوادونو له مشرانو او رهبرانو سره، بلکې له سیمه ییزو خلکو سره هم باید ښې اړیکې وساتئ. ښه ډیپلوماټ باید چې په سیمه ییزه کچه له خلکو سره په کوڅو او لارو کې د ښه خبرو کولو مهارتونه او راکړه ورکړه ولري.
یوازې دا بس نه ده چې ډیپلوماټ دې د یوه هیواد له مشرانو سره اړیکې ولري، بلکې دا هم د یوه ډیپلوماټ مهمه دنده ده چې په سمه توګه له حکومت سره اړیکې د اړیکو او نظریاتو رابطه او تبادله ولري، خو تر څنګ یې دا هم ضرور ده چې له خلکو سره هم ښه نیکه اړیکه ولرئ.
ځکه که غواړې ډیپلوماټ شې یا په نړیوالو اړیکو کې کار وکړې، باید د نړۍ په اړه ډیره مطالعه ولرې، که داسې نه کوئ نو بیا به غوره وي چې بل مسلک انتخاب کړئ.
۲- ښه او چټک لیکل کول.
په لیکنیزه وړتیا مو ډیر کار وکړئ، څو مو د لیکلو وړتیا چټکه او پياوړې شي. په دې برخه کې د سترو لیکوالانو په اړه مطالعه وکړئ او ترې زده یې کړئ.
۳- جزیاتو ته په پام لرلو کې تر ډیره حده احتیاط کول.
کله چې ستاسې کار یا راپور ولسمشر یا لومړي وزیر او یا هم کوم بل لوړپوړي چارواکي او ښاغلي ته وړاندې کوئ، باید ډیر دقیق او بې عیبه یې ور وسپارئ. هیڅ ډول تیروتنې ته اجازه نشته. تل باید اضطراري حالت کې یې، یعنې باید دقیق اوسې. امریکايي بیلونر جیف بیزوس وايي، که چیرته د خپل کار په جزیاتو پوه نه شې، نو له ناکامۍ سره به مخ شې.
۴- باید یو کلک او اغیزمن مذاکرکوونکی اوسې.
یوازې د هو ترلاسه کول د یوه ډیپلوماټ هدف نه دی. بلکې دا چې ستاسې د هیواد ملي ګټو لپاره څه مهم دي او بیا د مذاکراتو په پای کې د هغوی غوښتنو تر ممکنه حده ترلاسه کول، دا مهم دي.
باید تاسې خپلې سرې کرښې هم وپيژنئ او هیڅکله له هغو کرښو پښه وانه ړوئ. هیڅکله نورو ډیپلوماټانو ته هم اجازه ورنه کړئ چې پر تاسې خپله اجنډا ومني. یعنې باید د بحث ماسټر او دقیق اوسې.
۵- خطرناک ماموریتونه قبلول.
ډیپلوماټان شاید ځینې له ویرې او خطره ډکو سیمو ته هم ولیږل شي، ممکن په دې خدمت کې مړ هم شي. مثلاً له لیبیا، تر عراق، سوریه… نورو هیوادونو چې شرایط یې ډیر خطرناک دي. ځکه نو باید لومړی دغه مسلک ته له داخلیدو وړاندې په خپل همت او وړتیا باید پوه شئ او دا قبوله کړئ چې هر ډول خطرات باید ومنو.
۶- تاریخ ولولئ.
له تاریخ خبریدل نه یوازې دا چې په اوسنیو شرایطو کې د پالیسۍ په ښه تطبیق کې درسره مرسته کوي، بلکې د پالیسۍ په جوړونه او عملي کوونه کې هم درته مهم انتخابونه او پوښتنې په ګوته کوي.