د احمد جواد لیکنه
غزنی يو مهال د يوې داسې امپراتورۍ مرکز و چې لوېديځ کې د بغداد تر حدودو او په ختيځ کې د هند په نيمه وچه کې يې فرمان او راج چلېده او په بغداد کې د عباسي خلافت د اقتصادي ملاتړ يوه لويه سرچينه د دغه پياوړي ښار ماليات و.
له همدغه ښار څخه په ۱۱ زېږدي پېړۍ کې په غور کې د سوريانو د واکمنۍ برجونه ولړزېدل او په ختيځ کې يې د هند په نيمه وچه کې هغسې پرمختګونه وکړل چې تر دې وړاندې يې ساری نه ليدل کېده.
همدې لرغونتيا ته په کتلو سره په ۲۰۰۷ زېږديز کال کال د اسلامي هېوادونو د ښوونيز، علمي او کلتوري سازمان (آي سيسکو) له خوا غزني د ۲۰۱۳ کال لپاره د اسلامي نړۍ د کلتوري پلازمېنې په توګه نومول شوی و.
په همدې موخه په غزني ښار کې د بيارغونې ګڼ شمېر پروژې تطبيق شوې، د ښار د ښکلا بڼه بدله شوه، او ددې ښار يو شمېر تاريخي سيمې او آبدات له سره ورغول شول او د افغانستان دغه تاريخي سيمه يو ځل بيا د نړيوالو پاملرنه را جلب کړه.
خو د افغانستان ازلي دښمنان کله دغه پرمختګ زغملى شو، لکه څرنګه چې ددغو دښمنانو د دسيسو او توطئو له امله د باميان تاريخي بودا له منځه يوړل شول، همدغه ډول يو ځل بيا دغو دښمنانو پر غزني ښار يرغل وکړ او له تېرو څو ورځو جګړو کې يې نه يواځې لسګونو هېوادوالو ته مرګ ژوبله واړوله، بلکې دغه ښار يې هم په کنډوالو بدل کړل او ګڼ شمېر ملکي او دولتي ادارو ته يې واچول او له کله د تاړاکيانو په څېر راغلل، ښار يې ګډ وډ کړل ويې سوځول او له ښاره وتښتېدل.
طالبانو د غزني ښار سوځولو سره د غوريانو د يوه مشر سلطان علاوالدين غوري هغه ياد راتازه کړ، چې په ٥٤٥ هجري کال کې يې پر غزني ښار يرغل کړى و او دغه ښار يې سوځولى و.
د غزني ښار سوځولو سره طالبانو دا ثابته کړه، چې دوى د تمدن، پرمختګ او ښه ژوند کولو خلک نه دي، ددوى موخه يواځې او يواځې بربادي، تباهي او ورانۍ دي، لکه چې له څو کلونو راهيسې دوى دغه کار ثابته کړې هم ده، د ښوونځيو سوځول، د کلينکونو سوځول د قير سړک ويجاړولو پرته دوى بل کار نه لري.
په غزني ښار کې په دې وروستيو کې د بيارغونې ډېر کارونه شوي وو، ښکلي ودانۍ او مارکېټونه پکې جوړ شوي وو، خو د طالبانو وحشت سره دا هر څه له منځه يوړل شول، ددوى د دغه کار ډېرى متضررين عام ملکي خلک دي، ځکه چې مارکېټونه، دوکانونه او کورونه د ملکي وګړو دي، دغه راز خصوصي سکتور هم ډېر زيانمن شوى دى، خصوصي راډيويي، تلويزيوني شبکې، مخابراتي شبکې او انتنونه يې هم له منځه وړي دي
د ملګرو ملتونو د بشري مرستو ادارې اوچا هم ويلي دي، چې په غزني ښار کې بشري ناورين رامنځته شوى دى، د طالبانو د بريدونو له امله خلک له څو ورځو راهيسې پخپلو کورونو کې بند پاتې ول، اوبه او خواړه يې خلاص شوي ول او دورځنيو استعمال توکو بيې هم دومره لوړې شوې وې، چې چا یې د رانیولو وس نه درلود.
غزني ښار به يو ځل بيا ورغول شي، يو ځل بيا به پاک شي، يو ځل بيا به پکې د خلکو هوسا ژوند پيل شي، خو د طالبانو د وحشت نښې به د تل لپاره د خلکو په ياد پاتې شي.