عبدالله عبدالله: د راشدخان سره په دې درانه غم کې ځان شریک بولم

یو ماشوم د لرګي تخته په لاس کې نیولی، په خوشحالۍ سره مسک دی

د مصالحې عالې شورا رییس ډاکټر عبدالله عبدالله د افغان کرکټ ملې لوبډلې د لوبغاړي راشدخان د مور پر مړینې خواشینې ښودلې او د راشدخان سره یې دې غم کې ځان شریک ګڼلی.
ډاکټر عبدالله عبدالله پر خپلې رسمې فیسبوک پاڼې د راشدخان مور ته د مغفرت دعا کړې.
عبدالله عبدالله ویلې:

«په ډیري خواشینۍ سره خبر شوم، چې د افغانستان کرکټ ملې لوبډلې تکړه لوبغاړي راشدخان مور بي بي د ورپيښې ناروغۍ له امله د حق داعي ته لبیک ووایه. زه د ښاغلي راشدخان سره د ده د مور بي بي په درانه غم کې ځان شریک بولم، مرحومې ته د لوی خدای ج له دربار څخه د مغفرت، راشدخان، کورنۍ ، او دوستانو ته یې د جمیل صبر دعا کوم.»


د افغانستان د کرکټ ملې لوبډلې د تکړه لوبغاړي راشدخان مور نن پنجشنبه د ورپيښې ناروغۍ له امله وفات شوه.
راشدخان ارمان پر خپلي رسمي فیسبوک پاڼي لیکلي، چي مور مي د ژوند پور ادا کړ او د تل لپاره د دغه خوږ نعمت څخه محروم شوم.

هغه لیکلې«درنو هیوادوالو! زما مورجاني د ژوند پور ادا کړ او الله ج د تل لپاره له دغه خوږ نعمت څخه محروم کړم. الله ج دي ماته او زما کورنۍ ته د ژوند دا سختې ورځې او شپې اسانه کړي.»

هغه په وروستیو کې له ټولو غوښتې، چي مور ته یې دوعا وکړي.
معلومه نده، چي د راشدخان مور کومه ناروغي لرله، خو څو ورځې مخکې راشدخان پر خپل ټویټر ولیکل، چي د مور لپاره مې دعاوي وکړئ.
راشدخان په یاد ټویټ کې زیاته کړې وه:
«ګرانو هیوادوالو! مورجانه مي مریضه ده، مهرباني د صحت لپاره یې دعاوي وکړئ.»
پر ټولنیزو رسنیو ګڼو هیوادوالو پوسټونه کړي او د راشدخان ارمان مور ته یې د مغفرت دعا کړې.
د یادولو ده چې تېر کال د ملې لوبغاړي راشد خان پلار د ورپیښي ناروغۍ له امله وفات شوی و او سږ کال یې بیا مور بي بي هم وفات شوه.

About ياران ټیم 3411 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.