عبدالسمیع فیضي: په دې سختو حالاتو کي د هیوادوالو سره د وس مطابق مرستي کوم!

په شپه کې غرونو ترمنځ یو روښانه سرک

د آزادي مبارزې تکړه افغان لوبغاړي عبدالسمیع فیضي ویلي، چي په دې سختو حالاتو کي د خپل وس مطابق له خپلو خلګو سره مرستي کوم او دا زما ایماني او وجداني مسئولیت دئ.
عبدالسمعیع فیضي پر خپلي رسمي فیسبوک پاڼه لیکلي، هغه بې وزله خلګ، چي د کرونا ویروس له کبله په خپلو کورنو کي قرنطین دي او اقتصادي ستونزي ولري، دوی به ورته د اړتیا وړ مواد برابر کړي.
71149945 1343343399210205 2489463366607699968 o عبدالسمیع فیضي: په دې سختو حالاتو کي د هیوادوالو سره د وس مطابق مرستي کوم!

هغه ویلي(( په دی سختو ورځو کی له خپلو بی وځلو وطنوالو سره باید لاس په لاس ودریګو موږ له یو شمېر خپلو وطنوالو سره د مرستې توان لرو
#زه_عبدالسمیع_فیضی د آزادو لوبو اتل
به په دغو سختو حالاتو کې د خپل وس مطابق له خپولو خلکو سره مرستې کوم او دا زما ایمانی او وجدانی مسولیت دی
موږ به هغو خلکو او بې وزلو سره چې د کرونا ویروس له کبله اقتصادي زیانمن شوي، ‌د باندې نشي وتلی او په کورونو کې دننه دي،
د اړتیا وړ او ضروري توکو مرستې برابرو او رسوو انشاالله
قدرمنو دوستانو کولی شی کابل که د هغو بی وځلو فامیلونه چی اقتصادی ستونزی لری او د کور سرپرست نلری پته راسره شریکه کړۍ
د بل سره په مرستې سړی لا شتمن کیږي او زړه یې لا غني کیږي لوی الله ج هم خوشحالیږی .
واتسپ نمبر می
+93785888830

او خپلو شتمن MMA اتلانو بانی غګ کوم چی رازی موږ سره دغی میاشت کی خپل توان پوری مرسته وکړۍ !)).

82950209 1474314732779737 4638191786324393984 o عبدالسمیع فیضي: په دې سختو حالاتو کي د هیوادوالو سره د وس مطابق مرستي کوم!
عبدالسمیع فیضي وروسته له هغه دا ګام اخلي، چي پرون د کرکیټ ملي لوبډلي نوموتي لوبغاړي راشدخان هم د خپلو هیوادوالو سره د مرستي کولو خبر ورکړ.
هغه هم ویلي وه، چي په دې سختو حالاتو کي له خپلو هیوادوالو سره د اړتیا وړ موادو مرستي کوو.

About ياران ټیم 3421 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.