لیکنه: غازي عابد
د پوهنتون په ټولګي کې ناست وو، لومړی د سیاست پر تعریف، موخو او اهمیت استاد او محصلینو ګڼې خبرې او نظرونه ورکړل.
کله چې د سیاست پر اهمیت او موخو بحث وشو، وروسته دې عنوان ته ورسیدو چې؛ ولې خلک له سیاسته کرکه لري؟ سیاست ته بد وايي، په بدو نومونو یې یادوي او ترې نفرت لري؟
دا چې په ټوله نړۍ او په ځانګړي ډول افغانستان کې یو شمیر څه چې ډیر شمیر هغو څیرو چې په عملي سیاست کې فعاله ونډه لرلې، او په دې ډګر کې لوبیږي؛ د سیاست د سم نه درک له امله یې سیاست یوازې په خپلو شخصي موخو، ځان پالنې، بل وژنې او د نورو د استخباراتي ګټو حاصلولو لپاره مخ ته وړی، نو دلته اکثرو خلکو سره ددوی له امله، سیاست د همدغو جنایتونو او نورو بدبختیو زیږونکي د سرچینې په حیث پیژندل شوی، ځکه خو په اوس وخت کې هم خلک ورځنې همداسې اخذ کوي.
دلته په ټولګي کې هم د اکثرو محصلینو ځواب دا وو، چې له سیاسته خلک ځکه کرکه لري، چې سیاست بد دی، دا ځکه چې موږ خپل مشران ولیدل، هغوی سیاستوال ول، موږ یې له ګڼو ناخوالو سره مخ کړو، دا د همدوی د سیاست له امله داسې وشول، ان تر دې چې اوس یې هم ناخوالې زغموو.
خو دوی دا ونه ویل چې سیاست بد نه دی؛ بلکې دا افراد او اشخاص بد دي، چې سیاست نه داسې غلطه ګټه اخلي. ځکه خپله ذاتً سیاست د چارو ښه پرمخ وړل او هدف یې د ټولنې سوکالي او ارامي ده او اسلامي سیاست بیا ددې نړۍ او اخرت ښګیڼې دواړه په نظر کې نیسي.
که چیرته یو څوک د سیاست خلاف کړنه کوي او هغه تعریف چې موږ یې په اسلام کې سیاست ته کوو، د هغه سره په تضاد کې څه کیږي، نو معلومه خبره ده چې دا سیاست نه بلکې ظلم او د سیاست له نوم نه غلطه استفاده ده، چې دې کې بیا زموږ خطا هم شته، هغه دا ده چې ولې موږ یو چا ته له سیاسته د سو استفاده کولو فرصت ورکوو؟
خو په هر صورت زه دوه لاملونه وایم، کیدای شي نور ډیر لاملونه هم ولري، چې دلته خلک اوس له سیاست نه د کرکې کولو خبره کوي، مګرم زه یوازې همدا دوه وایم:
۱- لومړی لامل خو یې دا دی چې مخکې هم موږ وویل؛ له سیاست نه غلطه ګټه اخیستونکي اشخاص او افراد، د لوړ سیاست څوکیو ته رسیدل، لکه د هیواد واګي په لاس کې اخیستل او داسې نور…
ځکه دا خلک یا ناپوهه دي چې له سیاست نه غلطه استفاده کوي او یا په شعوري ډول سره د نورو د دستور او ځینو نورو غلبو له سببه سیاست د سیاست په شان نه کوي، بلکې یو شخصي او د نورو هیوادونو، ډلو او اشخاصو لپاره یې تجارت او اله ترې جوړه کړې.
دا چې دوی له سیاست نه دا ډول ګټه اخلي او یا یې د اخیستلو هڅه کوي، په پایله کې یې خلک قرباني کیږي، خلک خو دغه ضرر رسوونکي او مفسد شخص یا اشخاصو ته د سیاستوالو یا سیاست کوونکو په نظر ګوري، نو مستقماً ورسره دا انګیزه پیدا کیږي چې دا سیاست دی او بد شی دی، ځکه یې موږ قرباني شو او کیږو، خو حقیقت کې داسې نه دی، بلکې دا به ددغه فرد یا افرادو ستونزه وي.
۲- دویم دلیل دا کیدای شي چې خلک له سیاسته ځکه د کرکې خبره کوي، چې د زده کړو او سواد کموالی او په خاص ډول له سیاست سره د نه بلدتیا او د پوهې کموالی دی.
په نوره نړۍ کې به اوس کم وي، خو په افغانستان کې د سواد او زده کړو او د سیاست اړوندو مسایلو باندې پوهیدو د کموالي له امله، چې زیات خلک سیاست سم نه پیژني، د سیاست په اصلي مانا او مفهوم، اهمیت او موخو نه دي پوه، نو سیاست ورته داسې ښکاري لکه څرنګه چې دا خلک ظلمونه کوي، وعده خلافي کوي او نورې ناخوالې یې له امله رامنځته کیږي، دوی فکر کوي چې همدا دی، نو ځکه سیاست نه کرکه لري او وايي چې سیاست بد دی.
وروستیو کې زه دا هم وایم؛ که چېرته هغه ډول سره چې سیاست دی او سیاست یې وايي؛ مخته ولاړ شو. تر څنګ یې پر سیاست پوه شو او ویې پيژنو، هیڅکله به سیاست ته بد وانه وایو، بلکې هغو اشخاصو او افرادو ته به بد ووایو، کرکه به ترې وکړو او پر ضد به یې پاڅون وکړو، چې له سیاست نه ناوړه ګټه اخلي.
یادونه: پورته لیکنه دوه کاله وړاندې شوې، خو دا چې اوس هم هماغه ډول سره ذهنیت او کشاله موجوده ده، نو خپرول مو بې ګټې ونه بلل.
۱۳۹۴-۲-۱۴ عابد-دفتر