د هندوستان د سینما ستوري امیرخان په اړه په وروستیو کې ویل کیږي چې د فلمي نړۍ څخه د سیاست په لور د تلو نیت لري او غواړي په راتلوونکي کې د دې تر څنګ چې يو ښه فلمي ستوری دی غواړي ښه سیاسي څېره هم اوسي.
په تېر کې مو لیدلي چې ځيني سپورټي لوبغاړي او یا فلمي ستوري د خپل شهرت څخه په استفادي یې سیاست ته هم مخه کړې چې وروستۍ بیلګه یې د پاکستان اوسنی بریالی شوی لومړی وزیر عمران خان یادولی شو چې په لومړیو کې د پاکستان د کرکټ د ملي لوبډلې تکړه لوبغاړی و.
خو تازه تازه د عامر خان په تړاوو ویل کیږی چې نیت لري سیاست ته مخه کړي.
عامر خان د بالیوډ سینما له سترو څېرو څخه دی او له هغه اداکارانو څخه دی چې زیاتره فلمونه یې د سینما په پرده کامیاب شوي او ډېره ګټه وټه لري.
عامر خان نه یوازې هندوستان بلکې د نړۍ په ګوټ کوټ کې مینوال لري، خو سیاست ته د نوموړي د راتګ خبره لا تازه ده.
خپله عامر خان ویلی چې نه غواړي سیاسي ډګر کې کار وکړي او غواړي په هماغه میدان کې ژوند تېر کړي چې دی یې لپاره پیدا شوی.
نوموړي د خلکو هغه اوازې رد کړي چې یې ویلی ول نوموړی غواړي په سیاست کې کار وکړي.
عامر خان وایي، څومره کار چې دی یې کوي، اړتیا نه ویني چې دې سیاست ته هم زړه ښه کړي.
د هندوستان په پوني ښار کې یوې غونډې ته په وینا کې عامرخان ویلي چې نوموړی په هغه میدان کې کار کوي چې ورته پيدا شوی او په سیاسي میدان کې هغه خلک کار کوي کوم چې د قوم جوړونې او ټولني یو موټې کولو مسؤلیت لري.
وتلی فلمی ستوری عامر خان د سیاست په تړاوو له ده څخه یوې پوښتنې په ځواب کې ویلي:
څومره کار چې دی یې اوس کوي اړتیا نه ویني چې دې سیاسي نړۍ ته مخه کړي.