سمیع الله درانی
د پاکستانۍ لوبډلې پخواني لوبغاړي شاهد افریدي یو ځل بیا سیاست ته لاس اچولی او له هند څخه یې غوښتي، چې کشمیر کې وینه تویئدنه ودروي، هغه ویلي کومه دي د امریکا متحده ایالات او ملګري ملتونه، چې کشمیر کې د ظلم پوښتنه وکړي؟.
په ځواب کې یې هندي کرکټ لوبغاړي شېکر دوان ویلي، چې لومړی خپل هېواد جوړ کړئ، بیا د نورو هېوادونو خبره کوه افریدیه!
د کرېک ټرېکر وېب پاڼې هم ویلي چې شېکردوان، افریدي ته مناسب ځواب ورکړی.
د روان کال د اګسټ په پنځمه نېټه د هند حکومت په زرګونه هندي پوځيان کشمیر ته واستول، هغه حقوق چې مخکې د هند حکومت کشمیر ته ورکړي وو، هغه یې ترې واخېستل، هلته یې په مخابراتي خدماتو او نورو برخو کې محدودیتونه وضع کړل، اوس د پاکستان حکومت او کرکټ لوبغاړي وخت ناوخت د کشمیر په اړه خبرې کوي، له هندي حکومت او نړیوالو غواړي چې ستونزه د خبرو له لارې حل کړي او کشمیر کې کشمیریانو ته باید حقوق ورکړل شي.
کله چې برېتانیا په ۱۹۴۷ م کال کې د پاکستان په نوم هېواد رامنځته کړ؛ نو هغه وخت پرېکړه شوې وه، چې مسلمان وګړي به د پاکستان په خاوره کې راځي او هندوان دي به د هند په خاورې پورې تړل کېږي.
خو د کشمیر پر سر له همغه وخته د دواړو هېوادونو لانجه ده او دواړو هېوادونو تر دې دمه درې جګړې هم کړي دي.
دا لومړی ځل نه دی چې د دواړو هېوادونوکرکټ لوبغاړي د کشمیر په مسئله کې سره ښکېل کېږي، بلکې له دې وړاندې هم ګاتم ګمبیر او افریدي، شعیب اختر او نورو لوبغاړو په دې اړه په ټویټرکې ټویټونه کړي او غږونه یې پورته کړي، ځېنې وخت د دواړو هېوادونو کرکټ لوبغاړي سره لفظي او ټویټري شخړو ته رسېدلي دي.
شاهد افریدي اوس له نړیوال کرکټ څخه استعفا کړې او زړه یې کېږي، چې سیاسي ډګر ته هم راشي او ډېری وختونه د سیاست او حالاتو په اړه نظرونه ورکوي.
شېکر دوان بیا اوس هم د هندۍ لوبډلې اوپنر او برحاله لوبغاړی دی، هغه په ۲۰۱۹ م کال نړیوال جام کې له ټپي کېدو وروسته نه و لوبېدلی، خو د افریقا خلاف شل اوریزه لوبه کې ولوبېد او غواړي، چې دا چټک لوبغاړی د ۲۰۲۰ م کال شل اوریز نړیوال جام لپاره ځان چمتو کړي؛ د دې سربېره هغه د کشمیر مسلې ته ځیر دی او د افریدي خبرو ته یې په ټویټر کې ځواب ویلی دی.
د کشمیر مسئله هله زیاته جنجالي شوه، کله چې په کشمیر کې په هندي نیمه پوځي ځواک ځانمرګی برید وشو او ۴۴ هندي عسکر یې ووژل.
شېکردوان دا هم ویلي چې د پاکستاني لوبغاړو پر وړاندې د ده ټویټ کول یو نوی عادت او کړنه ده.
د شېکر دوان په خبره «یو څوک چې زمونږ هېواد پسې خبره کوي، مونږ یې باید پر وړاندې راپاڅېږو، مونږ بهرنیو ته اړتیا نه لرو، چې مونږ ته نصیحت وکړي، دوی دې لومړی خپل هېواد جوړکړي او بیا دې د نورو په اړه خبرې وکړي».
د دوان په وېنا هغه خلک چې د ښیښو کورونه لري، باید د نورو کورونو ته ډبرې یا کاڼي ور ونه غورځوي، د دوان مطلب له دې خبرې د پاکستان اوسنی حالت دی، چې فقر، غریبي او ستونزې پکې زیاتې دي.