د هندوستان د کرکټ ملې لوبډلې مرستیال لوبډلمشر او تکړه لوبغاړې روهیت شرما په خپلو تازه څرګندونو کې ویلې، چې د اسټرالوي سټوی سمیت او انګلستاني جېسن رای له توپوهنې خوند اخلي.
روهیت شرما په دې تړاو ویلي:
«زه د اسټرالیا د سټیو سمیت او د انګلینډ د جېسن رای د بیټینګ له لیدلو خوند اخلم.»
سټیو سمیت د اسټرالیا کرکټ ملې لوبډلې او جېسن رای بیا د انګلستان کرکټ ملې لوبډلې هغه دوه مخکښ توپوهونکې دي، چي د خپلې لوبډلې لپاره هر وخت ښه لوبیږي او په نړیواله کچه مینوال لري.
روهیت شرما د هند کرکټ ملې لوبډلې یو له مخکښو او تکړه لوبغاړو شمېرل کیږي.
هغه د هند لپاره ۳۲ ټیسټ، ۲۲۴ یو ورځنۍ او ۱۰۷ بیا شل اوریزه لوبې ترسره کړي.
شرما په ټیسټ لوبو کې ۲۱۴۱ منډې، په یو ورځنیو لوبو کې ۹۱۱۵ منډې او په شل اوریزه لوبو کې یې بیا ۲۷۱۳ منډې جوړې کړې.
د دې ترڅنګ روهیت شرما په ټیسټ لوبو کې ۶ سلیزي او ۱۰ بیا پنځوسیزي، په یو ورځنیو لوبو کې ۲۹ سلیزې او ۴۳ پنځویزې او همدارنګه توانېدلی، چي په شل اوریزه لوبو کې ۴ سلیزي او ۲۰ پنځوسیزي د هند کرکټ ملې لوبډلې لپاره جوړې کړې.
روهیت شرما اوس د هند کرکټ ملې لوبډله کې مرستیال لوبډلمشر دی.
هغه د هند ای پي اېل سیالیو کې له څو کلونو راهیسې د ممبيي انډینز لوبډلې کفتان دی.