شاپور ځدران؛ هغه چي افغانستان ته یې په شل آوریزه لوبو کي لومړی آور ترسره کړ!

یو بیلبورډ چې پرې لیکل شوی اعلان نه لوستل کیږي. عکس له لاندې اخیستل شوی او شا او خوا یې وریځې او اسمان ښکاري

د افغانستان د کرکیټ ملي لوبډلي تېز توپ اچونکی شاپور ځدران هغه لوبغاړی دئ، چي د افغان کرکیټ ملي لوبډلي لپاره یې په لومړۍ نړیواله شل آوریزه لوبه کي لومړۍ ویکیټه اخیستې!
د افغانستان کرکیټ بورډ د کرنټین دې شپو او ورځو کي د افغان مینوالو د خوښ ساتلو لپاره پر خپلي رسمي فیسبوک پاڼه د لوبغاړو د ریکارډونو او تمرینونو یادونه کوي، چي دا ځلي یې د شاپور ځدران د ریکارډ ستاینه کړې.
بورډ د شاپور ځدران په اړه لیکلي:
«چټک توپ اچونکی شاپور ځدراڼ هغه افغان لوبغاړی‌ دی چې د ۲۰۱۰م کال په فبروري میاشت کې يې د ايرلنډ پر‌ وړاندې‌ لوبه کې د افغانستان په ګټه د شل اوريزو نړيوالو سياليو لومړنی توپ او اور ترسره کړي دي.»
افغان کرکیټ ملي لوبډلي خپله  لومړۍ نړیواله شل آوریزه لوبه په ۲۰۱۰م کال کي د ایرلینډ په وړاندي ترسره کړې وه.
د کرکیټ بورډ د معلوماتو له مخي په هغه لوبه کي د افغانستان لپاره د توپ اچوني په برخه کي لومړی شاپور ځدران وو، چي لومړی توپ او لومړی آور یې ترسره کړ.

هغه لوبه کي لومړی افغان کرکیټ ملي لوبډلي توپوهنه وکړه، چي په ۲۰ آورونو کي یې د ۹ لوبغاړو په سوځېدو سره ایرلینډ ته د ۱۲۲ منډو هدف ټاکلی وو.
وروسته ایرلینډیانو یاد هدف د ۵ لوبغاړو په سوځېدو سره پوره کړ او افغانستان ته یې د ۵ ویکیټو په توپیر ماته ورکړه.
افغانستان له هغه راوروسته تر دې دمه ۸۱ نړیوالي شل آوریزه لوبي ترسره کړي، چي له ډلي یې ۵۵ ګټلي، خو ۲۵ یې بیا بایللي دي.
افغان کرکیټ ملي لوبډله د شل آوریزه سیالیو په نړیواله درجه بندي کي پخوا په اووم مقام کي وه، خو تېره اونۍ د لوبو نه درلودلو او نه کولو له امله لسم مقام ته کښته شوه.

About ياران ټیم 3411 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.