د هندي سینما نامتو فلمي ستوري شاه رخ خان چې په کنګ خان هم مشهور دی د هالیوډ په فلمونو د کار نکولو ځیني لاملونه یې روښانه کړل.
وړاندې داسې راپورنه ورکول شوي ول چې شاه رخ خان د هالیوډ سینما هغه وړاندیز نه دی منلی چې ګنې دی دې ورسره په انګلیش فلمونو کې کار وکړي.
د بالیوډ یا هندۍ سینما یو زیات شمېر لوبغاړو د دې تر څنګ چې بالیوډ کې فلمونه جوړوي، ورسره همهاله د انګلیش فلمونو جوړولو په سینما کې هم کار کوي.
همدا راز د هالیوډ ځیني لوبغاړي هم هندي فلمونو کې د برخه اخیستني لپاره له بالیوډ سره یوځای کیږي، چې وروستۍ بېلګه یې د هالیوډ د مشهور اکشن او مزاحیه هېرو جیګي چن او د هندۍ سینما قدرمن لوبغاړي امیتابهـ بچن یوځای کار کول دي.
خو کینګ خان شاه رخ خان په هالیوډ فلمونو کې د کار کولو ځینې وړاندیزونه نه وه منلي چې اوس یې په یوه مرکه کې د نه منلو ځیني لاملونه روښانه کړي.
په دغه مرکه کې شاه رخ خان ویلي چې هالیوډ باید راسره وګوري، نه دا چې زه د هغوی طرف ته وګورم، ځکه زه هره ورځ سپوږمۍ ګورم، خو مګر زه هلته ورتللی نشم.
کینګ خان ویلي چې په هندۍ فلمي نړۍ پورې زیاتره تړلي فلمي ستورو اوم پوري، امیتابهـ بچن، عرفان خان او پریانکا چوپړا په شمول ځيني نورو د هالیوډ په فلمونو کې د کار کولو مزه څکولې، او وایي همدا اوس هم نوازالدین صدیقي همالته په انګلیش سینما کې په کار کولو مصروف دی.
دی وایي کله یې هم په هالیوډ سینما کې د قدم وهلو فکر نه دی کړی او ورته معلومه نه ده چې ښه کوي که بد، خو وایي زه په انګلیش خبرو کولو کې کمزوري لرم.
شاه رخ خان وایي په هاليوډ کې د کار نه کولو پرېکړه یې د چا د کامیابیو یا ناکامیو او یا د چا د لوی والي په خاطر نه ده کړې، بلکي د هندي فلمونو او بالیوډ کامیابي او په هندي فلمونو کې ورته کامیاب کار کول تر هرڅه مهم دي.
دی وایي غواړي چې د انګلیش سینما مشهور هیرو ټام کروز یوه ورځ په ویاړ ووایي چې ((ماته په هندۍ سینما کې د کار کولو چانس راغلی)) او یا د هالیوډ مشهور فلمي لارښود کرسټوفر نولن به یوه ورځ د هندۍ سینما د یوه فلم لارښود سره یو ځای فلم جوړول وغواړي.