سټوډنټ اف دی ائیر۲ فلم لپاره فلمي ستوري انتخاب شول!

رنګین تجريدي ډیزاین

د (سټوډینټ اف دی ایئر) فلم په را روان برخه کې پخواني لوبغاړي پر نورو لوبغاړو ته موقع ورکړل شي.
د دغه فلم ډاریکټر وایې چې دا ځل به هغه لوبغاړي په دې فلم کې ونه لوبیږي چې د دې فلم په لومړۍ برخه کې کار کړی و.
داسې هم نه ده چې د دغه فلم ډائریکټر له غوسې دا خبرې کړي او یا یې لومړی فلم ناکام شوی بلکي غواړي فلم لا په زړه پورې کړي او د پخوانیو اداکارانو پر ځای نورو ستورو ته موقع ورکړي.
سټوډینټ اف دی ایئر فلم په کال ۲۰۱۲ کې بازار ته راغی چې پکې ورون دهون، سدهارت ملهوترا او عالیه بټ مرکزي رولونه لوبوي وه.
د درې واړو دغه لومړني فلم خپل بازار ښه ګرم وساتلو او ډېرو خلکو دغه نوي جوړه ورون دهون او عالیه بټ هم زیاته خوښه کړه.
هماغه وه چې د فلم لارښود د دغه فلم د بلې برخې د جوړولو خبر ورکړ چې په خبره یې د مرکزي رول لوبولو لپاره به یې قرعه کشي وکړي.
اوس ویل کې چې د دغه فلم لپاره ټایګر شرف انتخاب شو او ښایي چې په (سټوډنټ اف دی ایئر۲) فلم کې دا ځوان اداکار مرکزي رول ولوبوي.
د دې تر څنګ د فلم لارښود کرن جوهر د دغه فلم د نندارې نېټه هم اعلان کړې.
هندۍ رسنۍ وایي چې دغه فلم کې به د ټایګرشرف سره د چنکی پانډی لور انانیا پانډی او تارا ستاریا مرکزي رول ولوبوي.
په تېر (سټونټ اف دی ائیر) فلم په لومړي برخه کې یو نجلۍ او دوه هلکانو اصلي رول لره خو د دویم لپاره یې یو هلک او دوه نجونې د مرکزي رول د پاره غوره شوي.
د فلم ډائریکټر وایي فلم به یې د سمدلاسه کله چې یې کارونه پای ته ورسیږي، د دغه کال د نومبر په ۲۳مه نندارې ته وړاندي شي.
سټوډنټ اف دی ائیر هغه فلم وه چې د اوس وخت مخکښ اداکاران عالیه بټ او ورون دهون دواړو ته یې فلمي نړۍ ته د راتګ ستر زیری ورکړ.
له دې فلم وروسته دواړو لوبغاړو په ډېرو فلمونو کې کار کړی چې یو شمېر یې د تجارت بازار ښه ګرم وساته.