لیکنه:بهار سمسور
هندی پخوانی جادویی لوبډلمشر ویکټ ساتونکی مهندر سېنګ دوني له نړیوال پنځوس اوریز جام لوبولو وروسته کور ته په راستنیدو له کریکټ لري پاتې شو،چې ورسره هم مهاله هغه پوښتنې، اندیښنې او بحثونه راوټوکیدل؛ ګني دوني ولې نړیوال جام پای ته رسیدو سره استعفآ اعلان نه کړه، دوني له کریکټ بورډ سره ستونزه لري، یا هم هغه استعفآ کول غواړي، خو بورډ یې نه پریږدي، هم دا چې بورډ غړي غواړي تر څو دوني استعفآ وکړي، خو دی په خپله نه غواړي چې میدان پرېدي.
دا پوښتنې اوس هم شته، خو هندي پخواني لوبغاړي سنیل ګواسکر ویلي؛ اېم اېس دوني د دې پوره وړتیا لرې چې خپل کریکټ ته دوام ورکړي، هغه به ډېر ژر بیا د هند ملي لباس واغوندي او میدان ته به ښکته شي.
ممبۍ میرر رسنۍ خبر ورکوي، چې دوني له کشمیر بېرته په راګرځیدو سره تمرین نه دی پیل کړی او بهر ته په سفر تللی، د خبر له مخې دوني به راتلونکي هزارز ټراپي کورنۍ لوبې او هم د بنګلادېش خلاف راتلونکي سیریز کې ونه لوبیږي،خو د ویسټینډیز خلاف به په کورنیو لوبو کې ممکن راښکاره شي.
اوس نو سنیل ګواسکر انډیا ټوډې ورځ پاڼې ته ویلي:
“هغه ـــ دوني په خپله په دې ښه پوهیږي چې د هند کریکټ لپاره څه کولی شي او څه وکړي، زما په اند دوني لا هم د هندوستان لپاره کریکټ کولی شي او باید د لوبډلې سره پاته شي.”
د هندۍ لوبډلې روزونکي شستري هم ویلي هغه به بېرته نړیوال کریکټ ته راستون شي، خو د دوني مینوال د څو خبرونو لپاره انتظار کاږي، یو دا چې دوني کله استعفآ کوي، بل دا چې دوني لوبډلې ته ولې نه انتخابیږي یا هم دا چې دوني ولې خاموشه دی.