د امریکا متحده ایالاتو یوه سناتور چین هیواد په دې تورن کړ، چي د کرونا ویروس لپاره د واکسین جوړولو پروسه سبوتاژ کوي.
د ریک اسکات په نوم یوه امریکايي سناتور په خپله تازه مرکه کي ویلي، چي موږ باید د کرونا ویروس واکسین کشف او جوړ کړو.
ریک اسکات زیاته کړه، چي کمونیست چین هڅه کوي، چي د کرونا واکسین په وړاندي خنډونه جوړ کړي او دا پروسه سبوتاژ کړي.
هغه وویل:
«له بده مرغه، دا موږ ته ثابته شوه، چي کمونیست چین زموږ د هڅو تخریب یا ورو کولو لپاره ګامونه اخیستي دي. چین نه غواړي چي موږ(متحده ایالات) دي لومړی واکسین جوړ کړو. چینایانو پرېکړه کړې، چي له متحده ایالاتو او په نړۍ کي د ډیموکراسۍ سره په ټوکه کي سیالي وکړي.»
ښاغلي اسکاټ د خپلو خبرو په دوام وویل:
«د کرونا واکسین جوړول د اقتصاد چلولو لپاره خورا مهم دی. زه باوري یم که چیري موږ او یا هم اروپا د کرونا واکسین جوړ کړي، نو ټولو ته به یې سره ووېشي، اما کمونیست چین به حاضر نشي، چي کرونا ویروس نورو هیوادونو ته وویشې.»
په دې تړاو د درلودلو شواهدو په اړه ریک اسکات هیڅ ندي ویلي، خو زیاته کړې یې ده، چي دا معلومات د متحده ایالاتو د استخباراتو له ټولني څخه ترلاسه شوي.
د جان هاپکنز پوهنتون د معلوماتو له مخي په ټوله نړۍ کي ۴۰۳ زره او ۳۴۵ کسان د کرونا ویروس له امله مړه شوي دي.
په دې ویروس بیا په ټوله نړۍ کي ۷ میلیونه ۳۷ زره او ۱۳۰ کسان اخته شوي.