سلمان شل کاله مخکې کړي جرم سزا اوس پرې کوي

لاس کې ودانۍ د جوړولو تخته

د هند د راجستان یوې محکمې د یو ډول نایابه هوسیو د غیرې قانوني ښکار په تور بالاخره ددې هیواد نامتو فلمي ستوری سلمان خان مجر ګڼلی او په پنځه کاله بند محکوم کړی دی.
نوموړې ته د لس زره نغدې جرمانې د ورکولو سزا هم اورول شوې ده.
په دې قضیې کې څلور نور فلمي ستوري سیف علي خان، تبو، سونالي بیندري او نیلم هم تورن و خو هغوی ته برات ورکړل شوی دی.
سلمان خان به اوس د دوو نایابه هوسیو د ښکار په جرم د جوده پور مرکزي زندان ته استول کیږي.
په قضیه کې نوموړې ته شپږ کاله سزا ورکول کیدای شوه او حکومتي څارنوال هم د شپږ کاله سزا غوښتنه کړې وه. خو د سلمان خان وکیل بیا خپل موکل ته درې کاله سزا غوښتنه کوله چې په داسې حالت کې نوموړې له محکمې ضمانت تر لاسه کولی شو. خو د پنځه کلن بند د سزا په صورت کې به نوموړی اوس په هر حالت کې زندان ته استول کیږي.

خبریالان وايي، کله چې سلمان خان ته سزا اورول کیده نو په محکمه کې یې ورسره خویندې ولاړې وې.
د محکمې د ننۍ غونډې پر مهال د جوده پور ددې قضايي ادارې شا او خوا سخت امنیتي تدابیر نیول شوي. له محکمې بهر د خلکو د ګڼې او رسنیو په وړاندې موانع جوړې شوې وې.
ددې نایابه هوسیو د ښکار قضیه شل کاله مخکې په 1998 م کال کې پېښه شوې وه. هغه مهال سلمان خان، سیف علي خان، تبو، سونالي او نیلم د ” هم سات ، سات هین “ فلم د شوټینګ لپاره په جوده پور کې وو. پر سلمان خان تور دی چې په همدې موده کې یې دغلته یو کلي ته نژدې د دوو تورو او نایابه هوسیو ښکار کړی چې په ښکار یې پابندي لګیدلې وه.
دا قضیه د شلو کلونو راهېسې په محکمو ګرځیده خو تر دې مهال سلمان خان له زندان ځان ژغورلی و.
د همدې قضیې په تړاو د وسلو په اړه د هند د قانون د یوې جزايي مادې له مخې هم سلمان خان په پنځه کاله بند محکوم شوی و، او یوه اونۍ یې زندان کې هم تیره کړه، خو وروسته د هند سترې محکمې ددې سینمايي ستورې سزا وځنډوله.

About ياران ټیم 3411 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.