سلمان خان کشمیر ته تللی، هلته د ريس۳ فلم د یوې سندرې لپاره ویډیو برابروي

د مني په موسم کې غرونه او ځنګلونه

د بالیوډ وتلی ستوری چې د فلم په نړۍ کې په خان، سلطان، او دبنګ خان مشهور دی او زیات مینوال یې ورته له میني سلو هم وایي، د نوې فلم ريس(RACE3) د شوټینګ لپاره کشمیر ته رسیدلی.
سلمان خان اوس وخت په اکشن او رومینټیک فلم ریس۳ (Race3) په جوړولو بوخت دی.
تر دې وړاندې د دغه فلم دوه برخې ریس (RACE) او ریس ټو(Race2) هم ننداره شوي او زیات مینوال یې لرل چې اوس یې خلک د دریمې برخې لپاره هم انتظار باسي.
ویل کیږي د دغه فلم وروستۍ مرحلې دي او نور یې د شوټینګ کارونه پای ته رسیدلي. خو دا چې طبیعي ښکلا یې د فلم لپاره لا ښه ګڼلې، نو یې وروستیو کې کشمیر ته د تګ زړه ښه کړ او هلته به هم د فلم څو صحني ډکې کړي.
داسي هم ویل کیږي چې کشمیر ته سلمان خان د یوې سندرې لپاره د صحنو د برابرولو په موخه تللی.
هندۍ رسنۍ وایي چې په لومړیو کې د رئس۳(race3) د فلم د دغه سندرې (الله دهائي) لپاره ابوظبۍ غوره شوې وه، خو اوس د ابوظبۍ پر ځای د همدغه سندرې د عکسونو د برابرولو لپاره بالیوډ ستوری سلمان خان، جیکولین فرنینډس او د فلم ټوله عمله کشمیر ته تللې ده.
په کشمیر کې د سلمان خان او جیکولین فرنینډس په خپاره شويو تصویرونو کې ښکاري چې فرنینډس موټر چلوي او تر څنګ يې ورسره د موټر په مخکې څوکۍ کې سلمان خان ناست دی.

هندۍ رسنۍ وایي چې سلمان خان به د کشمیر په لداخ، لیح او نورو سېمو کې شوټینګ وکړي.
رسنیو زیاته کړې چې سلمان خان د فلم د صحنو ډکولو تر څنګ د کشمیر له اعلی وزیرې محبوبه مفتي سره هم کتلي دي.

د کشمیر اعلی وزېره او سلمان خان

د یادولو ده چې د مشهوري پروډیوسر ریموډي سوزا په لارښونه جوړیدونکي ریس۳ (Race3) فلم کې د سلمان خان سره جیکولین فرنینډس مرکزي رول لري.
د دوی تر څنګ به انیل کپور او بوبي دیول هم په دغه فلم کې راښکاره شي.
اټکل داسې دی چې ریس۳ به د روان ۲۰۱۸مېلادي کال د جون په ۱۵ د سینما په پرده ننداره شي.