سلمان خان د کپيل شرما او سونيل ګروور ترمنځ سوله وکړه.

یو ماشوم د لرګي تخته په لاس کې نیولی، په خوشحالۍ سره مسک دی

ليکنه: مدثر دعوت
د سلمان خان د ورور سهيل خان کليزه کي د باليووډ سينما ځينيو ستورو هم ګډون کړی وو.
سهيل خان چي د سلمان خان کشری ورور دی په خپلي کليزي کي يې د خپلوانو تر څنګ د خپل مسلک ملګري هم راغوښتي وه.
Salman Khan with Brother Sohail And His Wife And Sons سلمان خان د کپيل شرما او سونيل ګروور ترمنځ سوله وکړه.
نيها ډوپيا، انجد بړي،جنليا،ريتيش ديشموک،هميش ريشميا، کپيل شرما او سونيل ګروور ترڅنګ نورو مشهور باليووډي اکټران او سندرغاړو هم کليزي کي ګډون کړی وو.
سونيل ګروور او کپيل شرما يوه مشهوره خپرونه چي د کپيل شرما شوو په نوم ده په سوني چينل کي په ګډه پرمخ بيوله،چي د سونيل برخه د هرچا لپاره په زړه پوري وه.
images 81 سلمان خان د کپيل شرما او سونيل ګروور ترمنځ سوله وکړه.
خو په ۲۰۱۷ز کال کي کله چي ددې خپروني ډله د يو کارې سفر په موخه اسټراليا ته په لاره وه د کپيل او سونيل ترمنځ شخړه رامنځته سوې وه،چي سونيل پر نيمی لار د ټیم څخه بيل سوی وو او تر هغه وروسته يې د کپيل شرما د شوو څخه هم خدای په امانی وکړ.
د خپروني تر پريښودلو وروسته يې په بيا بيا غوښتنه وسوه چي باید شوو ته راسي خو د سونيل ګروور زړه مات سوی وو.
480673 sunil srk سلمان خان د کپيل شرما او سونيل ګروور ترمنځ سوله وکړه.
سونيل ګروور په ياده خپرونه کي د نږور،ميرمني ،رينکو ورينداري او مشور ګلاټي په نومونو ښکاره کيدی او رول يې کوی.
سلمان خان ددوی دواړو ترمنځ خوابدتيا ته د پای ټکی کښيښودی، د خپل ورور کليزي تې راوبلل او سره خوشهاله يې کړه،خو دا نده مالومه چي سونيل ګروور به بيا د کپيل سره په شوو کي يوځای سي کنه؟
20191223 190339 1 سلمان خان د کپيل شرما او سونيل ګروور ترمنځ سوله وکړه.
کپيل شرما پرخپل انسټګرام د سلمان خان او سونيل ګروور سره د عکس په خپرولو سره سهيل خان ته د کليزي مبارکي ويلې.
د کپيل شرما د خپروني د روان پړاو ۱۰۰ برخي جوړي سوي چي ورسره کيکو شردا،کروشنا ابيشيک،بهارتي سينګ او چاندن پرباکار هم په بيلابيلو برخو کي ورسره کار کوي.
images 80 سلمان خان د کپيل شرما او سونيل ګروور ترمنځ سوله وکړه.
دا خپرونه اوس هم د هندوستان په سوني چينل کي خپريږي چي تربل هرچا ډير د باليووډ سينما مشهوري څيرې پکښې ميلمانه وي.