د هندوستان د سینما ستورې چې څه موده وړاندې یې له دې نړۍ سترګې پټې کړې، ورته د ښې اداکارۍ له مله هندي ملي مډال ورکړل شو.
سرې دیوي د هندي فلمونو پخوانۍ اداکاره ده چې څه موده وړاندې په متحده عربي اماراتو د مرګ خبرونه خپاره شول.
خو له مرګ وروسته اوس ورته په یوه فلم(موم) کې د مور د رول د ښې اداینې له امله جائزه ورکړل شوه.
هندوستان په نوي ډیلي کې د ۶۵ کلیزې د ملي جوائزو په پروګرام کې له دنیا تللې اداکارې سرې دېوې ته هم د ښې اداکارې ملې مډال ځانګړی شوی و چې د هغې د خاوند او پروډیوسر بونی کپور او د هغې دوو لورګانو ته وسپارل شو.
دغه پروګرام کې د سري دیوې لورګانو هم ګډون کړی و، خوشي او جهانوي کپور د دغې وفات شوې اداکارې هغه دوه لورګانې دي چې یې د خپلې مور لپاره ځانګړې شوې جایزه واخېسته.
په دغو مراسمو کې د دېوې مشرې لور جهانوي کپور چې د خپلې مور د خوښې ساړې جامې یې هم اغوستې وه له ټولو ګډونولو مننه او مسؤلینو مننه وکړه.
سرې دېوي ته دغه مډال په (موم) فلم کې د ښې کارکردګۍ له امله ځانګړې شوې وه په دغه فلم کې دېوي داسي رول لوبوي چې سره د ډېرو مشکلاتو او سختیو چې پرې تېریږي بیا هم یوه ښه مور وي او د هدف لپاره هڅه کوي.
جهانوي کپور د دې له ټولو ګدونوالو او مسؤلینو او هند حکومت څخه مننه وکړه چې د ښې اداکارې مډال یې پس له مرګه هم د دې مور ته ځانګړی کړی و، دې زیاته کړې چې د دې جایزې اخېستل یې د کورنۍ لپاره مهمه خبره ده او دا به ورته نه هېريدونکې شېبې وي.
د یادولو ده چې د هندې سینما مشهوره اداکاره سرې ديوې دوه میاشتې مخکې په متحده عربي اماراتو کې تشناب کې په مړ حالت وموندل شوه، چې پر مرګ یې نه یوازې هندوستان بلکي نورو هېوادونو وګړو هم پراخه خواشیني وښوده.
په دغه پروګرام کې یوازې سرې دیوې نه وه چې وروسته له مرګه ورته جایزه ورکړل شوه، د بالیوډ بو بل ستوري ونود کهنا ته هم په هندي سینما کې د ښې کارکردګۍ او ښه خدمت په خاطر یو مډال ځانګړی شوی و.
ونود کهنا تېر کال د ګردو د سرطان له امله له دې دنیا د تل لپاره رخصت واخیسته او د ده لپاره ځانګړې شوې جایزې یې مشرې لور او اداکارې اکشي کهنا او مېرمنې کویتا تر لاسه کړه .