لېکوال: منیش سووال اینویل
ژباړه: غازي عابد
د خوشحاله او خوندور ژوند لپاره ستاسې د پنځو ګوتو په شمیر رازونه شته.
په ژوند کې داسې وختونه هم وي چې غوسې، زړه ماتۍ او خفګان خپله لمن راغوړولې وي، اکثره وخت یې لامل حالات، چاپيریال او د خلکو نارامي وي.
ددې لپاره باید حل لارې ولټوو، څو له ژونده خوند او مزې واخلو.
نو راځئ که غواړئ چې خوښۍ ومومۍ او له ژونده خوند واخلئ، نو د پنځو ګوتو په شمیر پنځه لارې چارې در په ګوته کوو.
ستاسې په لاس پنځه ګوتې عبارت دي له: غټې ګوته، شهادت ګوته، منځنۍ ګوته، د ګوتمۍ ګوته او کوچنۍ یا کچۍ (ښچۍ) ګوته.
۱- د خوښۍ او خفګان دواړه حالته د دروناوي وړ دي
هر شی دوه مخه یا دوه خواوې لري، ځکه سکه یا پیسه هیڅکله یو مخ نه شي لرلی.
که چیرته تریخ ونه څکۍ یا یې ونه خورۍ، نو خوږ به څنګه معلوم کړئ.
که اول د مینې او خوښۍ احساس وکړئ، وروسته بیا پوهیږۍ چې بې مینتوب څه شی دی.
دا چې ته اوس وايي، ورځ شته، ځکه یې وایې چې شپه درباندې تیره شوې.
نو کله چې په ژوند کې له ستونزو سره مخ شوې، داسې فکر وکړه چې ستونزې او خوښۍ دواړه سره تړلي دي او همداسې به وي. ځکه که چیرته په ژوند کې هیڅ د بدو مزه ونه وینې، نو څنګه به پوه شې چې د ژوند ښه جوهر څه شی دی.
که په ژوند کې د نورو په نسبت تل خوښي ولرې، نو که سبا دا خوښي نه وي، څه ډول به یې او څنګه احساس به کوې.
ځکه نو باید په یاد ولرو چې ستونزې او مشکلات تل یو د بل خور او ورور دي، باید دواړو ته غاړه خلاصه او ورسره مناسبه مقابله وکړو.
۲- خلک او حالت چې څرنګه دي، په هماغه ډول سره یې قبول کړئ او په مقابل کې یې عقلي غبرګون وښيئ
ډیر کله تاسې له یو داسې کس یا خلکو سره ګرځیږئ، چې نه مو خوښيږي، هغه کس یا خلک کیدای شي له تاسې سره ارام و خوښ وي، خو تاسې ورسره نارامه یاست، ممکن تاسې خپله حوصله له لاسه ورکړئ او یو بد چلند ورسره وکړئ، دا ډول بد اخلاق کول هیڅ ګټه او فایده به ونه لري. ځکه نو په داسې وخت کې باید تاسې دا حالت او خلک قبول کړئ په مقابل کې یې مناسب او غوره غبرګون وښيئ.
کله که له داسې ستونزو سره مخ کیدای غوره به دا وي چې ګوشکي یا غوږي مو په غوږونو کې کیږدئ او یو څه میوزیک واورئ، خپل شا او خوا ته وګرځئ را وګرځئ، له نورو خلکو سره کیښنئ پاڅئ او له چاپيریال نه خوند واخلئ، مقصد چې په هر قیمت وي فقط خپل ذهن ته خوښي ورکړئ او خوشحاله یې وساتئ، هیچا او هیڅ ډول شرایطو ته اجازه مه ورکوئ چې له تاسې خوښي او خوشحالي واخلي.
۳- د نورو لپاره د فوټبال توپ مه جوړیږه
که کله مو جامې، موبایل ټیلیفون یا هر شی واخیست او نور خلک درته وايي چې دا دې قیمت اخیستی، ښه دي نه دی اخیستی، خراب دی، دا او هغه… فکر پرې مه خرابوه، غم یې مه کوه، ځکه تا چې څه شی اخیستی د بل چا لپاره دې نه دی اخیستی څو هغوی په کې خبرې وکړي، بلکې ځان لپاره دې اخیستی.
هیڅکله ستا په اړه د نورو په منفي فکرونو او نظرونو باندې بې حده خفګان او حیرانتیا مه کوه. ځکه دا ستاسې ژوند دی، دا چې نور ستا په اړه قصداً منفي څه وايي، بابیزه یې وګڼه.
همدا راز هر انسان ځانګړی سټایل او لرلید لري، کیدای شي یو بل کس چې ستا لپاره بل انتخاب لري، هغه به ستا نه خوښيږي یا به ځان ورته مناسب نه وینې، دا د شخص تر شخص پورې توپیر لري، نو دلته مو (د خلکو لپاره فوټبال مه جوړیږه) نه هدف دا دی چې داسې مه کیږه لکه فوټبال، څوک چې دې په کوم لوري ووهي هماغسې منډې وهې، کله چې دې هغوی صفت وکړي، ته خوشحاله یې، او کله چې غیبت وکړي، نو خفه یې! داسې مه کوه، د نورو لپاره فوټبال کیږه مه، بس څرنګه چې مخته ځې مخته لاړ شه او خپلواکه شه! که څوک درپسې بد وايي، د کار کولو قوت له لاسه مه ورکوه.
۴- د نورو په تیروتنه کې خپلې موخې مه لټوه
هر انسان غلطیانې یا تیروتنې لري، یوازې زه او ته نه یوو چې غلطیږو، خو په حقیقت کې موږ او تاسې ټول له تیروتنو زده کړه کوو، ځکه نو هیڅ اړتیا به نه وي چې یو بل د تیروتنو له امله ملامت کړو.
مثلاً: ممکن یو کس هر وخت ګیلاس مات کړي، یا بله تیروتنه وکړي، خیر دی که یې ما ته کړ، خو له دې ځان او نورو ته د غم کنده مه جوړوئ.
نو بلاخره د نورو په تیروتنو کې د خپلو ګټو نه لټول یو بل مهم راز دی چې ژوند ته مو خوښي او مزې دربخښي.
۵- ژوند مو په روان وخت یا زمانه کې وکړئ
د (لاوزۍ) په نوم پوه وايي؛ که چیرته ژور خفه یې نو په تیر ژوند کې یې. که اندیښمن او مغشوش یې، نو په راتلونکې ژوند کې یې او که چیرته په سوله کې یې نو په اوسني یا روان ژوند او وخت کې قرار لرې.
که موږ یوازې په تیر او راتلونکې کې فکر و ژوند کوو، نو د تیر یادول به راته فشار، غوسه او پیښمانه راکړي، که د راتلونکې په اړه فکر کوو، موږ ته به یوازې ویره او ډار راکړي، چې له بدمرغه موږ ډیر کله په تیر او راتلونکې کې اوسو او خپل وخت مو په همدې تشویشونو تیر کړ.
که موږ ټوله ورځ خواشیني شو، هیڅ به ترلاسه نه کړو، یوازې به خپل ذهن و فکر له ویرې، غوسې، فشار، بې باورۍ او خواشینۍ سره ډک او بوخت وساتو.
نو حل لاره دا ده چې کله مو ذهن ته د تیر او راتلونکې په اړه تشویشونه او ویرې راغلې؛ خپلې سترګې پټې کړئ، ژوره ساه واخلئ او په خپله ساه مو تمرکز وکړئ، په دې ډول سره به مو فکر او ذهن حاضر حالت ته راوګرځي، یعنې ټول پام به مو په روانو چارو شي.
په پای کې؛ هر وخت په یاد لره چې که مو ټول فکر، ذهن په روان یا اوسني ژوند، کار، دندو او مسوولیتونو کې شي، ژوند به مو له ګڼو خوښيو او خوشحالیو په اتوماتیک ډول غني شي.