سایبري امنیت؛ کوم هیوادونه په سایبري بریدونو کې تر ټولو مخکښ دي؟

آبي رنګه تجريدي ډیزاین

لیکوال: عبید ناصري
سایبري امنیت د خوندیتوب هغه لارې چارې دي چې، شبکې، پروګرامونه او ډېټا (معلومات) له بریدونو، وېجاړېدو او دې ساتي چې هر څوک لاسرسی ورته ولري.
د سایبري امنیت اصلي موخه له سایبري ګواښونو لکه: سایبري ترهګرۍ، سایبري جګړې او سایبري جاسوسۍ څخه د معلوماتو او سیسټمونو خوندي کول دي. د سایبري ګواښونو تر ټولو ویجاړوونکې بڼه دا ده چې ډېری وخت پکې د یوه ملت پټه سیاسي، پوځي، زيربنایي شتمني او یا هم خلک په نښه کېږي. سایبري امنیت اوسمهال د ټولو دولتونو د امنیتي ستراتېژيو یوه مهمه برخه ده. د امريکا د متحدو ایالتونو فدرالي حکومت له ۲۰۱۰ زېږدیز کال راهیسې د سایبري امنیت لپاره هر کال تر ۱۳ میلیاردو ډالرو ډېره بودجه ځانګړې کوي.
سایبري ترهګري
سایبري ترهګري د ترهګرو ډلو له خوا له معلوماتو ویجاړوونکې ګټه اخیستنه ده څو د هغوی سیاسي او ايډیولوژیکې موخې تر لاسه شي. ترهګرې ډلې په شبکو، کمپیوټري سیسټمونو او مخابراتي زيربناوو بريدونه کوي او معلومات غلا کوي. د بېلګې په توګه: د روسيې اړوند د دويمې نړیوالې جګړې د یوه یادښت د له منځه وړلو لپاره پر استونیا لوی بريدونه وشول، ګڼ زيانونه ور واړول شول او د نږدې ټولو وزارتونو او دوو لویو بانکونو شبکې يې شنډې او له فعاليته وغورځول شوې.
دغسې بريدونو او سایبري ترهګرۍ د نړۍ د ټولو هېوادونو سختې اندېښنې راپارولې دي. دا داسې بريدونه دي چې د نړۍ هېڅ هېواد ترې خوندي نه شي پاتې کېدای. د امريکا په متحدو ايالتونو کې د سايبري پوځ قوماندان کېټ بي. الکساندر وايي، پر هېواد يې د سايبري بريدونو کچه د ۲۰۰۹ زېږديز کال په پرتله ۱۷ ځلې زياته شوې ده.
سایبري جګړه
ځينې هېوادونه معلوماتي ټکنالوژي د نورو هېوادونو شبکو ته د لاسرسي، ننوتلو او وېجاړولو لپاره کاروي. د امريکا په متحدو ایالتونو او ځینو نورو هېوادونو کې سایبري جګړه د جګړې د پنځم قلمرو په توګه (هغه که د ځمکې پر مخ، په بحرونو، هوا او يا سپوږمکۍ کې وي) منل شوې ده.
سایبري جګړې په لومړيو کې د هکرانو (هغه کسان چې له کمپیوټري شبکو څخه د معلوماتو په استخراج پوره برلاسي او ماهر دي) په وسیله ترسره کېږي او دولت د دې هکرانو پوره ملاتړ کوي. هکران د په نښه شوې شبکې د تړلو لپاره بېله شبکه را منځته کوي، د هکرانو له خوا رامنځته شوې شبکه له په نښه شوې شبکې سره انطباق مومي، له همدې امله کېدای شي چې په اسانۍ سره ترې د پام وړ ډېټا يا معلومات استخراج شي، له شبکې څخه نيول کېدونکې او له شبکې سره نيول کېدونکې اړيکې بندېدای شي او دغه راز کېدای شي چې ټولې زيربناوې لکه روغتيايي سکټور، ټرانسپورټي او سوداګريز خدمتونه فلج شي. د بېلګې په توګه: په ۲۰۰۸ زېږدیز کال کې د سوېل اوسیتیا جګړه «د جورجیا پر خاوره د روسیې لومړني بریدونه د سایبر په واسطه تر سره شوي وو چې د جورجیا د حکومت وېبپاڼې یې شنډې کړې.»
سایبري جاسوسي
سایبري جاسوسي له معلوماتي ټکنالوژۍ څخه د ګټې اخیستنې داسې تمرین دی چې د خلکو محرم معلومات پرته د څښتن له اجازې اخلي. سایبري جاسوسي ډېری وخت د سټراټېژیکو، سوداګریزو، سیاسي او یا هم پوځي ګټو لپاره کارول کېږي او د کرک کولو د تخنیکونو په وسيله ترسره کېږي. په متحدو ایالتونو کې د ملي انسجام اجرایوي دفتر په ۲۰۱۱ زېږدیز کال کې يو راپور خپور کړ چې د سایبر جاسوسۍ له لارې پکې د متحدو ایالتونو د اقتصادي ګټو د زيانمنېدو خبرداری ورکړل شوی و.
د سایبري ګواښونو په اړه لنډمهالې بې پروايي هم حکومتونو او شخصي شرکتونو ته لوی زيان اړولی شي.
د سایبري بریدونو مخکښ هېوادونه کوم دي؟
ډېری سایبري بریدونه ناپېژانده هکران په ډله ییزه او یا هم په یوازې ځان ترسره کوي. خو يوه برخه سايبري بريدونه بيا داسې دي چې تر شا یې لاندې هېوادونه ولاړ دي.
چین
د یوې څېړنې پر اساس ۲۷.۲۴ سلنه سایبري بریدونه د چین له خوا طرحه کېږي. چين د نړۍ په کچه ماهر او چالاکه هکران لري، هغوی چې په هکري عملياتو کې تر ټولو غښتلي او پياوړي دي، په چين کې يې د ټکنالوژۍ زده کړې کړې دي. له همدې امله لویه برخه هکري بريدونه له چين څخه سرچينه اخلي.
متحد ایالتونه
د متحدو ایالتونو پخواني ولسمشر بارک اوباما په چين کې د جي – ۲۰ ډلې سر مشريزې ته د وينا پر مهال پر دې اعتراف وکړ، چې هېواد يې تر ټولو پياوړی او ماهر سايبري ځواک لري. ده ويلي وو «هغه هېواد چې زه يې مشري کوم، په نړۍ کې تر ټولو مهم او پياوړی سايبري ځواک لري.
په سايبري بريدونو کې د امريکا د متحدو ايالتونو ونډه ۱۷،۱۲ سلنه ده. دغه هېواد د ځيرکو هکرانو کور بلل کېږي.
ترکیه
ترکيه په نړیوالو سایبري بریدونو کې ۴.۷ سلنه ونډه لري او اټکلونو ته په کتو داسې ښکاري چې د نړۍ لويه برخه سايبري بريدونه د دغه هېواد له لوري طرحه کېږي. ترکیې په وروستیو کې د خپلو سایبري بريدونو کچه لوړه کړې ده.
برازیل
وړم کال په ریو کې د المپیک پر سياليو د بریدونو هڅو برازیلي هکران هم نړۍ ته ور وپېژندل. برازیل نه یوازې په سوېلي امریکا بلکې په ټوله سوېلي نړۍ کې ماهر هکران لري. په سايبري بريدونو کې د دغه هېواد ونډه ۸،۶ سلنه ده. په دغه هېواد کې د سايبري بريدونو د لوړې کچې لامل دا دی چې هلته خلک له اقتصادي پلوه کمزوري دي.
روسیه
د ټول سایبري ټرافیک تقریباً ۴،۳ سلنه له روسیې څخه سرچینه اخلي. روسیه په نړۍ کې ډېر نامتو هکران لري، او ډېری د پیاوړي امنیت درلودونکې شبکې د روسي هکرانو له خوا ماتې شوې دي.
دا لیکنه لومړۍ مسیر ورځپاڼې خپره کړې او موږ یې د هغوی په اجازه بیا خپروو..