سامسنګ روانه میاشت ګلیکسي نوټ ۹ موبایل بازار ته وړاندې کوي

عصري، سپینه او فیشني داخلي ډیزاین دیاران له لوګو سره

لیکنه: قسیم هلال
سامسنګ وايي ګلیکسی نوټ ۹ به له قوی بیټرۍ او بلوټوت لرونکی قلم سره بازار ته وړاندې کړي.
سامسنګ اعلان کړی چې د روانې اګست میاشتې په وروستیو کې به ګیلیکسي نوټ ۹ بازار ته وړاندې کړي چې له پخوانیو سامسنګ موبایلونو به ۲۰٪ د زیات چارج ساتلو وړتیا ولري تر څنګ به یې دغه نوی ماډل موبایل بلیوټوت لرونکی ایس قلم هم ولري.
دوی وایي چې په ګلیکسي نوټ ۹ کې ۴۰۰۰ ایم ای ایچ بیټري ده چې له پخوانیو ماډلونو ۲۰٪ زیاته استفاده ترې کیدای شي، دغه راز دا موبایلونه به له پخوانیو ماډلونو ځینې ځانګړنې ولري چې کمره به یې د ایس ۹ پلس موبایل دوه چنده اوسي، ۸ جي بي ریم به ولري، ۶،۴ انچه سکرین به ولري، له ۱۲۸ جي بي تر ۵۱۲ جي بي ډیټا ثبتولو ظرفیت به ولري.

په دغه نوو مبایلونو کې به سپر ای ایم او ایل اي ډی سکرین وي چې د شفافیت له مخې تر ټوله شفافه سکرینونه ګڼل کیږي.
ګلیکسی نوټ یوه خاص برخه ایس قلم دی چې دا ځل به یې له بلیوټوت ځانکړنو سره وړاندې شي، له موبایل به یواځې د ۴۰ ثانیو په موده کې چارجیږي او د بلیوټوت له لارې به بیا په نیم ساعت کې ځان چارجوي.

په دغه نوی سامسنګ نوټ ۹ موبایل کې د هغو مشتریانو غوښتنو ته هم مثبت ځواب ویل شوی کومو چې د کمرې په اضافي رڼاګانو نیوکې کړې وې او غوښتنه یې کړې وه چې د کمرې په اړه دې سامسنګ بیا کتنه وکړي.
ګلیکسي ایس قلم د ټچ او انتخاب تر څنګ اوس د ریموټ کنټرول اسانتیا هم وړاندې کوي، تر څنګ یې د اپلیکیشن خلاصولو د عکس اخیستلو او ځینو نورو کارونو لپاره هم کارول کیږي.
د ۱۲۸جي بي ګلیکسي نوټ ۹ قیمت به ۱۰۰۰ ډالر وي او د ۵۱۲ جي بي قیمت به ۱۲۵۰ ډالر وي.

About ياران ټیم 3411 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.