زیمبابوې د درې اړخیزه سېالیو له پایلوبي څخه پاته سوه.

یو زوړ بیل بورډ چې په سمندر کې ډوب دی

لیکنه : عبدالله عادل
د افغانستان ، زیمبابوې او کوربه بنګلدېش لوبډلو تر منځ د شل اوریزو لوبو د درې اړخیزه لوبلړۍ د نن په لوبه کي بنګلدېش لوبډلي زیمبابوې ته د ۳۹ منډو په توپیر ماته ورکړه.
د نن لوبي ټاس زیمبابوې وګټی لومړی یې د توپ اچوني پرېکړه وکړه او کوربه لوبډله بنګلدېش يې توپ وهني ته دعوت کړه.
د بنګلدېش لوبډلي د محمدالله د ۶۲ چټکو منډو په مټ په ۲۰ اورونو کي د اوو لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۷۵ منډي جوړي کړې او زیمبابوې ته یې د ۱۷۶ منډو هدف وټاکه.
د زیمبابوې لوبډلي لپاره په توپ اچونه کي جرویس ښه ثابت سو چي خپلو څلورو اورونو کي یې ۳۲ منډي ورکړې او درې وکیټي یې ترلاسه کړې.
د زیمبابوې لوبډله له پيل څخه په ستونزو کي برېښېده مهم لوبغاړي یې په کمو منډو او ژر وسوځېده خو د افغانستان د لوبي په څېر یو ځل بيا د زیمبابوې لپاره وروستیو توپ وهونکو منډي جوړي کړې کومي منډي چي د بریا لپاره کافي نه وې په پای کي د زیمبابوې ټوله لوبډله په ۱۳۶ منډو کي وسوځېده او لوبه یې د ۳۹ منډو په توپیر سره بایلول.

د یمبابوې لپاره په توپ وهنه کي موټمبمي ۵۴ او جرویس ۲۷ منډي جوړي کړې او د مقابلي لوبډلي بنګلدېش لپاره په توپ اچونه کي شفیع الاسلام ۳ ، امین الاسلام او مصطفیض الرحمان ۲/۲ ، محمد سیف الدین او شکیب الحسن ۱/۱ ویکټ ترلاسه کړه.
د لوبي غوره لوبغاړی بنګلدېشی محمدالله ونومول سو چا چي د خپلي لوبډلي په ګټه په ۴۱ توپونو ۶۲ منډي جوړي کړي وې .
د درې اړخیزه سېالیو په لړ کي زیمبابوې خپله وروستۍ لوبه راتلونکې جمعې ورځ د افغانستان خلاف ترسره کوي . افغانستان په دوو بریاوو سره ددې سېالیو پایلوبي ته لار پیدا کړې خو زیمبابوې بیا په دریو ماتو سره لا له وړاندي د یادو سېالیو د پایلوبي څخه بهر سوې .
د درې اړخیزه سېالیو پایلوبه د راتلونکي سه شنبې په ورځ د سپټمبر میاشتي پر ۲۴مه د افغانستان او بنګلدېش تر منځ ترسره کیږي چي ګټونکې لوبډله به د درې اړخیزه سېالیو اتلولي خپله کړي.