زیمبابوي لوبغاړو د خپل کرکټ بورډ خلاف بغاوت وکړ

سپینه تجريدي ډیزاین

د زیمبابوې د کرکټ ملي لوبډلې لوبغاړو د خپل کرکټ بورډ خلاف بغاوت وکړ او په راتلونکو سیالیو کې یې د نه لوبیدو خبرداری وکړ.

د کریک انفو ویب پاڼې د خبر له مخې، د زیمبابوې کرکټ ملي لوبډلې لوبغاړي خپل کرکټ بورډ سره د معاش د ځنډیدولو په سر وران شوي دي.

د معلوماتو له مخې، د دغه لوبډلې لوبغاړو د زیمبابوې کرکټ بورډ ته نهايي شرط ایښی، چې د جون میاشتې ۲۵ مې نیټې څخه باید ورته خپل ښه معاش او د لوبې ټاکلی فیس ورکړي، ګنې د اسټرالیا او پاکستان خلاف ۲۰ اوریزه سیالیو کې د لوبیدو څخه وړاندې به پریکون وکړي.

 د لوبغاړو لخوا یې کرکټ بورډ داسې مهال ننګول کیږي، چې په راتلونکې جولايي میاشت کې د اسټرالیا او پاکستان د کرکټ ملي لوبډلو کوربه توب لپاره د درې اړخیز سیریز ته تیاری نیول کیږي، خو د لوبغاړو په وینا که له هغې وړاندې یې تنخواګانې ورنکړل شي، نو دوي د دغه لوبډلې سره پریکون کوي.

 ویل کیږي، دغه لوبغاړو د تیرو ۳ میاشتو معاش هم نه دی ترلاسه کړی او هم یې د تیر کال د جولايي میاشتې د لوبو فیسونه نه دي ورکړل شوي.

بل خوا د زیمبابوې د کرکټ بورډ د رسنیو برخې مسول کریک انفو سره په خبرو کې ویلي، د لوبغاړو د پخلاینې لپاره یې هڅه روانه کړې ده او تمه کیږي، چې په روانه اونۍ کې یې د معاشونو د ورکړې لړۍ هم پیل شي.

د زیمبابوې کرکټ بورډ له ډیرې مودې راهیسې د بودیجې له کمښت سره مخ شوی، چې ورسره لوبغاړي هم په ستونزو کې ګیر شوي او هم یې کورنی کرکټ ورځ تر بلې د کمیدو په حال کې دی.

 د یادونې وړ ده، چې د درې واړو اسټرالیا، پاکستان او کوربه زیمبابوې لوبډلو ترمنځ د راتلونکې جولايي میاشتې د لمړۍ نیټې څخه د ۲۰ اوریزه سیالیو درې اړخیز سیریز پیلیږي، چې په لمړۍ لوبه کې به کوربه زیمبابوې لوبډله د جولایي میاشتې په لمړۍ نیټه د پاکستان خلاف په سیالۍ کې مخامخ شي او ورپسې به اسټرالوۍ لوبډله په دویمه لوبه کې د همدغه جولايي میاشتې په دویمه نیټه د پاکستان سره بخت وازمايي.

About ياران ټیم 3411 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.