ژباړه : محمد صادق کریمزی
د امریکا د یوتا پوهنتون څیړونکو په خپلو نویو څیړنو کې موندلې چې زیات حمام کول د ويښتانو د کمزوري کولو او د بدن د مقاوت کمولو سبب ګرځي.
د(Helth daily new ) راپور له مخې، د جینیټیکي علومو دغه څیړنیز مرکز د څيړنو له مخي زیات لامبل د پوستکي د ځینو ګټورو باکتریاوو د له منځه وړو لامل کېږي.
یادو څيړونکو خپلې څیړنې پر دوو ډلو کسانو چې یوې یې په اونۍ کې درې ځله او بلې یې په اونۍ کې هره ورځ د خپل سر وېښتان مینځلي او په پایله کې یې موندلې هغه کسانو چې هره ورځ یې حمام کاوه، د هغو په نسبت چې په اونۍ کې دوه یا درې ځل حمام کاوه، وېښتان یې کمزوري او د ناروغیو پر وړاندې یې د بدن مقاومت هم کمزوری شوی وو.
ویښتان د انسان د ښایست او ښکلا یو سمبول ګڼل کيږي او زیات خلک د ښایسته ویښتانو د درلودلو لپاره زیاتې پيسې مصرفوي.
روغتیا پالان د ویښتانو د تویېدو اصلي لامل د مختلفو شامپوګانو استعمال یادوي چې یاده چاره د پوستکي ګټورې باکتریاوې له منځه وړي او د ویښتانو توییدو او کمزوري کیدو ته لاره هواروي.
ځیني خلک به مو لیدلي وي چې هره ورځ ویښتان مینځي، که ترې وپوښتې، نو ځواب به درکړي چې په دې سره مې ویښتان پاک وساتم. ددې پر ځای ښه به دا وي ویښتان مو له ګرد او غبار وساتئ او بې کیفیته تیل او شامپو ونه کاروئ.