د هندي سینما نوموتې ستورې کنګنا راناوټ وايي، چې د هندوستان د لومړي وزیر نریندرا مودي کلکه مینواله ده او هغه ددې لپاره یو وړ ایډیال شخص دی.
اغلې کنګنا چې په اوړو هیڅ سپیرونی نه پریږدي او په هندي سینما کې په هیڅ یو کس بریک هم نه نیسي، په خپله وروستۍ مرکه کې يې د ښاغلي مودي ستاینه کړې ده.
د کنګنا په وینا، لومړی وزیر مودي یو وړ ایډیال شخص دی. د نوموړې په باور ښاغلي مودي وکړای شول چې له یو عادي چاي پلورنکي يې ځان د هیواد د لومړي وزیر تر څوکۍ ورساوه او په دې لاره کې سختې تنګې وګاللې.
کنګنا راناوټ وايي:
“زه د مودي د بریالیتوب د کیسې له امله د هغه کلکه مینواله یم. د یوې ځوانې میرمنې په توګه، زما باور دا دی، چې موږ واقعي ایډیال شخصیتونو ته اړتیا لرو.”
کنګنا وايي، دا چې عادي کسان او چای واله، له چای فروشۍ د صدارت تر څوکۍ رسیږي، دا په هیواد کې د ډیموکراسۍ برکت دی.
کنګنا راناوټ وايي، چې نوموړې یوه قوي ملت پاله ده او ویاړي چې هندۍ ده. هغې وړاندې وویل، چې د هندوستان پرمختګ ددې پرمختګ دی.
” که هندوستان پرمختګ وکړي، زه به پرمختګ وکړم. که هندوستان پرمختګ ونه کړي، زه يې هم نشم کولای. زه هندۍ یم او په هند کې زیږیدلې یم. زه کوم بل څوک نشم کیدلای.”
کنګنا راناټ به په نژدې راتلونکې کې د راني لکشميبي په رول کې د مني کرنیکا په نوم فلم کې راڅرکنده شي.
نوموړې د سیمرن په نوم فلم هم خپور کړی، چې د فلم د هیرو رول يې هم خپل ترسره کړه.
په هندي سینما کې د کنګنا راناوټ او هرتیک روشن دښمني اوس هم روانه ده او وخت ناوخت په یو بل په مستقیم او غیرې مستقیم ډول یو په بل توندې نیوکې کوي.