ریکارډ ؛ ویرات کوهلي د شل اوریزو لوبو مخکښ توپ وهونکی سو.

آبي رنګه تجريدي ډیزاین

لیکنه : عبدالله عادل
هند تېره شپه د دریو شل اوریزو لوبو په لړۍ کي جنوبي افریقا لوبډلي ته په اوو ویکټو ماته ورکړه په یاد لوبه کي جنوبي افریقا لوبډلي د ۱۵۰ منډو هدف ټاکلی وو کوم هدف چي د هند لوبډلي د خپل لوبډلمشر کوهلي د پنځوسیزي په مټ په ۱۹ اورونو کي پوره کړ.
په یاده لوبه کي ویرات کوهلي په ۵۲ توپونو ۷۲ چټکي او ناسوځېدلي منډي جوړي کړې او د یادو منډو جوړولو سره کوهلي په نړیوالو شل اوریزو لوبو کي د ډیرو منډو جوړونکو تر منځ لومړی لیکه خپله کړه.
india vs south africa 1200 1 768x427 1 ریکارډ ؛ ویرات کوهلي د شل اوریزو لوبو مخکښ توپ وهونکی سو.
د هند لوبډلي پیاوړي لوبغاړي کوهلي تر دا مهاله ۷۱ شل اوریزه نړیوالي لوبي ترسره کړي چي په یادو لوبو کي یې ۲۴۴۱ منډي جوړي کړې یوه لوبه کي یې زیاتي منډي ۹۰ دي ، ایورېج یې ۵۰ او سټرایک رېټ یې ۱۳۵ دی .
د ویرات په یادو منډو کي ۲۲ پنځوسیزي هم شاملي دي .
د شل اوریزو لوبو د ډیرو منډو جوړونکو په دغه لیست کي دوهم مقام هندی روهیت شرما له ځان سره لري چي په ۹۷ لوبو کي یې ۲۴۳۴ منډي جوړي کړي .
2019 06 05t093250z 1639580507 rc1e7b3fa4d0 rtrmadp 3 cricket worldcup zaf ind 1559824907775 1559824961501 jpg ریکارډ ؛ ویرات کوهلي د شل اوریزو لوبو مخکښ توپ وهونکی سو.
په دریم مقام کي نیوزلنډی مارټین ګپټیل دی چي په ۷۸ شل اوریزو لوبو کي یې ۲۲۳۴ منډي جوړي کړي.
ددغه لیست شپږم ځای له افغان توپ وهونکي محمدشهزاد سره دی هغه په ۶۵ شل اوریزو لوبو کي ۱۹۳۶ منډي جوړي کړي.
تېره شپه ویرات د ډیرو منډو جوړولو د ریکارډ تر څنګ په شل اوریزو لوبو کي د زیاتو پنځوسیزو ریکارډ هم جوړ کړ هغه اوس یواځنی لوبغاړی دی چي په شل اوریزو نړیوالو لوبو کي یې ۲۲ ځلي تر پنځوس ډیري منډي جوړي کړي او د ویرات ډیری پنځوسیزي هم د چېس یا هدف ترلاسه کولو پر مهال ترسره سوي دي.