رونالدو د فوټبال ترڅنګ پر ټولنيزو رسنيو هم باچاهي کوي!

د مني په موسم کې غرونه او ځنګلونه

ليکنه: مدثر دعوت
د نړۍ د مشهور پرتګالی فوټبالر کريسټيانو رونالدو مينوال په انسټاګرام کي تر ۲۰۰ ميليونه واوښتله.
نوموړی تر ډيرو مشهورو سندرغاړو او فلمي اداکارانو لکه اريانا ګرنډي،راک جانسن،سلينا ګومز او کیلي جينير هم مخته دی او د لومړني شخص په حيث يې فالورز يا تعقيب کوونکي په انسټاګرام کي تر ۲۰۰ ميليونه ډير دي.
په زړه پوري خو لا داده چي رونالدو تر خپل سيال لیونل ميسي هم ۵۹ ميليونه فالورزه مخته دی.
20200201 1106067271629554556916571 رونالدو د فوټبال ترڅنګ پر ټولنيزو رسنيو هم باچاهي کوي!
کريسټيانو رونالدو،ليونل ميسي او نيمار هغه فوټبالران دي چي تر خپلو نورو سيالانو ډير مينوال لري او د انسټاګرام د فالورزو په ۱۰ غورو کي راځي.
رونالدو په ټولنيزو رسنيو کي تر ۴۰۰ ډير تعقيب کوونکي لري چي تربل هرشخص مخکي دی.
نوموړي تير ۲۰۱۹ز کال کي يوازي د انسټاګرام څخه ۴۷ ميليونه يورو عايد ترلاسه کړه.
همدارنګه د انګلستان د فوټبال غوره ليګ د پوره ۲۰ کلبونو فالورز په انسټاګرام کي ۱۳۱ ميليونه دي،خو يوازي رونالدو ۲۰۰ ميليونه فالورز لري.
fb img 15805386031795714534721584135315 رونالدو د فوټبال ترڅنګ پر ټولنيزو رسنيو هم باچاهي کوي!
راځئ پدې هم پوه سو چي په انسټاګرام کي تر ټولو ډير فالورز يا څارونکي څوک لري موږ يې د ۱۰ غورو يادونه کوو.
۱_ کريسټيانو رونالډو : د نړۍ مشهور فوټبالر دی چي په انسټاګرام کي يې تعقيب کوونکي ۲۰۰ ميليونه دي.
۲_ اريانا ګرانډي : مشهوره فلمي اداکاره او سندرغاړې ده چي فالورز يې تر ۱۷۳ ميليونه اوړي.
۳_ ډواين ” راک جانسن: فلمي ستوری او ريسلر دی چي د انسټاګرام مينوال يې ۱۷۰ ميليونه دي.
۴_ سلينا ګومز: فلمي ستورې او سندرغاړې ده چي فالورز يې ۱۶۷ ميلونه دي.
۵_ کيلي جينر: تجاره او د تلويزيون ويانده ده چي په انسټاګرام کي يې څارونکي ۱۶۰ ميليونه دي.
۶_ کيم کارډشيان: تجاره او د تلويزيون ويانده ده ، د انسټاګرام فالورز يې ۱۵۸ ميليونه دي.
۷_ ليونل ميسي : د نړۍ مشهور فوټبالر دی چي ۱۴۲ ميليونه فالورز لري.
۸_ بيونس: سندرغاړی دی او په اسټاګرام کي يې تعقيب کوونکي تر ۱۳۹ ميليونه اوړي.
۹_ نيمار: مشهور فوټبالر دی چي مينوال يې ۱۳۲ ميليونه دي.
۱۰_ جسټين بيبر: سندرغاړی دی او په انسټاګرام کي يې مينوال ۱۲۶ ميليونو ته رسيږي.
کريسټيانو رونالدو په انسټاګرام کي له خپلو مينوالو څخه ځانګړې مننه کړې ده.
img 20200201 105518693796227211173204 رونالدو د فوټبال ترڅنګ پر ټولنيزو رسنيو هم باچاهي کوي!
نوموړی په فيسبوک کي ۱۲۲ ميليونه او همدارنګه په ټويټر کي ۸۲.۴ ميليونه فالورز لري چي په نړۍ کي تربل هرچا ډير په ټولنيزو رسنيو کي تعقيب کوونکي لري.