رومي بانجان پوستکی ښایسته کوي او د سر ویښتانو ته ګټه لري

سپینه تجريدي ډیزاین

ژباړه: مریم محمدي
ډیر خلک رومي بانجان د سبزیجاتو په له ډله کې شمیري، خو په حقیقت کې رومي بانجان یو ډول میوه ده چې په غذائی موادو کې زیات استعمالیږي.
رومي بانجان پخپله یو ډول انرژي لرونکي غذاء هم ده چې په روغتیائی ډګر کې زیاتې ګټې لري، ځکه چې دا د ویټامین A، C، C، B6، پوټاشیم، اوسپنې، مس، فاسفورس او نورو ګټور مواد لري، چې دا مواد د انسان بدن او روغتیا لپاره ګټورې دي. دا چې رومي یا سره بانجان انسان ته نورې څه ګټې لري دلته یې درته وايو:
۱- رومي بانجان د سترګو لید یا دید تقویه کوي، ویټامین اې چې د سترګو لپاره په حفاظت کې مهم رول لري، نو رومي بانجان هم په پراخه پیمانه ویټامین اې لرونکي دي.
۲- رومي بانجان د مخ پوستکی روښانه یا صفا کوي، هغه کسان چې رومي بانجان په خپلو غذائي موادو کې استعمالوي د بدن پوستکی به یی د ډیر وخت لپاره تازه وي او که هرڅومره ډیر عمر ولري، نو ځوان به معلومیږي.
۳- رومي بانجان د سرطان د ناروغۍ مخنیوی کوي. رومي بانجان یو شمیر د سرطان ناروغۍ ضد مواد لري چې له یادې ناروغۍ سره مبارزه کوي.
۴- د ښه خوب سبب کیږي.
۵- هډوکي قوي کوي.
۶- مکروب لرونکي دردونه ښه کوي.
۷- د سر ویښتانو ته ګټه لري.
۸- ستړیا له مینځه وړي.
۹- په مخ کې د ځوانو دانو نه مخنیوی کوي.
۱۰- په بدن کې د ګلوکوز مخه نیسي.
۱۱ – د وینې فشار کنټرولوي.

About ياران ټیم 3411 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.