روسيه: په مسکو کې د امريکا د سفارت ۱۰ کار کوونکي وباسو

په ابي پرده ، دا یاران لوګو او یادښت

روسيې ویلي د امریکا د بندیزونو په ځواب کې به دوی هم د امريکا لس تنه د سفارت کار کوونکي وباسي او د امریکا پرضد به نور ګامونه هم پورته کړي.

د روسيې د بهرنيو چارو وزیر سرګي لاوروف د سربيا د بهرنيو چارو وزیر سره په ګډه خبري غونډه کې دغه اعلان کړی دی.

هغه ويلي د امریکا د سفارت لسو کار کوونکو ته ویل شوي چې له دغه هېواده ووځي.

سرګي لاوروف ویلي، په اته لوړ پوړو امريکايي چارواکو يې روس ته په سفر بندېز هم لګولی چې پکې څارنوال، د بايډن د کورنيو پاليسیو سلاکار هم شامل دی.

روسيې ویلي د امریکا سره به هغه تړون هم لغوه کړي چې له مخې يې د امریکا سفارت کار کوونکي په ازاده توګه په روسیه کې تګ راتګ وکړي.

روسيې دغه اقدام وروسته له دې وکړ چې تېره ورځ امریکايي چارواکو له دغه هېواد څخه د لسو روسي دیپلوماتانو د اخراجولو خبره کړې ده.

همدا راز ويل شوي چې پر يو شمېر روسي اتباعو هم بندیزونه لګول شوي دي.

دا بندیزونه د کريملن له خوا د تېر کال د هکري بريد د سرغړونو په ځواب کې وضع شوي دي.

د امريکا د ولسمشر جو بايډن ادارې تر دې مخکې خبرداری ورکړی وو چې د تېر کال په ولسمشریزو ټاکنو کې به د لاس وهنې او پر څو امريکايي ادارو د هکري بريدونو له کبله له کريملن څخه ځواب وغواړي او هغه بايد حساب ورکړي.

د امريکا په دې اقداماتو کې پر شپږو روسي شرکتونو چې د حکومت سره د سايبري فعاليتونو په برخه کې په همکارۍ تورن دي، بندیزونه شامل دي.

پر دې سربېره ۳۲ نور روسي اتباع او ادارې تورنې شوي چې د امريکا د تېر کال په ټاکنو کې يې مداخله کړې ده او پر نورو سربېره یې ناسم معلومات خپاره کړي دي.

About څانګه وزیري 1248 Articles
څانګه وزیري، لیکواله او ژورنالیسته ده چې د یاران لپاره په بیلابیلو برخو کې لیکنې چمتو کوي