روان کال رنویر سینګ او ډيپکا پاډوکون واده کوي؛ مینوال سخت په تمه دي

آبي رنګه تجريدي ډیزاین

لیکنه: اوبوکر علیزی
رپوټونه وایي چې د روان ۲۰۱۸ کال تر پایه به د هندي سینما(بالیوډ) د دوو مشهورو اداکارانو چې جوړه یې هم د ډېرو مینوالو په زړونو کې ځای لري د دواده مراسم تر سره شي.
دغه جوړه د رنویر سینګ او ډیپکا پاډوکون ده چې مینوال یې د واده د خبر اوریدو لپاره انتظار باسي.
اوس رپوټونه وایې ممکن د دواړو ستورو واده د روان کال تر پایه تر سره شي.
د هندوستانۍ ویب پاڼې ممبئی مرر د خبر له مخې، رنویر سګهـ او ډيپکا پاډوکون به د روان کال تر اخره د هندوستان د کلتور او رواج سره سم واده وکړي.
له دې وړاندې هم د دوی دواړو د واده خبرونه خپاره شوي وه، مخکې د دوی د واده نیټه د روان ۲۰۱۸ کال جون او یا جولائ ټاکل شوې وه خو اوس رپوټونه وایي چې ممکن د دغه میلادي کال تر اخره تر سره شي.
Ranveer And Deepika At Ambani Bash thumbnail روان کال رنویر سینګ او ډيپکا پاډوکون واده کوي؛ مینوال سخت په تمه دي
خبرونه وایي چې د دواړو فلمي ستورو کورنیو سره هم د دواده د نیټې د معلومولو لپاره سره تېره اوونۍ کتلي او په خپلو منځو کې يې د واده د ترسراوي په تړاوو سره خبرې اترې کړي دي.
ویل کیږی دواړو کورنیو د واده د تر سره کولو لپاره د سټمبر او ډسمبر تر منځ ټاکلې ده.
د رنویر سنګهـ او ډپيکا پاډوکون کورنیو د واده د کولو لپاره سر له اوسه په تیارۍ بوختي دي او په دې غور کوي چې دغه خوشحالي په هندوستان او که یې له هندوستانه بهر تر سره کړي.
د رنویر سنګهـ او ډیپکا پاډوکون د واده خبرو اترو لپاره د خپلوانو سربېره یوازې نژدې دوستان هم دعوت شوي چې هڅه کوي شوې خبرې اترې له رسنیو څخه پټې وساتل شي.
د دغه خبر په خپرولو سره د دغه فلمي جوړې مینوالو خوښۍ څرګندې کړي او ځینو یې ویلي وخت یې دی چې د دوی د واده نېټه اعلان شي.