رامز راجا د نړيوال جام لپاره د افغان لوبډلي پر قوي او کمزورو اړخونو څرګندوني کړي.

سپینه تجريدي ډیزاین

ليکنه: مدثر دعوت
افغان کرکيټ ملي لوبډلي د راتلونکي نړيوال جام لپاره چي په انګلستان کي ترسره کيږي د ګلبدين نائب په مشرۍ ۱۵ کسيزه لوبډله د ۳ احتياطي لوبغاړو سره اعلان کړه.
FB IMG 1556189529994 رامز راجا د نړيوال جام لپاره د افغان لوبډلي پر قوي او کمزورو اړخونو څرګندوني کړي.
د ۲۰۱۹ز کال نړيوال جام کي چي د لسو هيوادونو په شتون کي د می په ديرشمه د انګلستان او سويلي افريقا په لوبه پيليږي،۴۳ لوبي پکښې ترسره کيږي او د جولای مياشتي په ۱۴مه نيټه پايته رسيږي.
افغانستان د جون مياشتي په څلورمه نيټه لومړنۍ لوبه د اسټراليا په وړاندي کوي.
20190428 122856 رامز راجا د نړيوال جام لپاره د افغان لوبډلي پر قوي او کمزورو اړخونو څرګندوني کړي.
پخوانی پاکستانی کرکيټر، د کرکيټ غوره مبصر او خوږ ژبي کمينټراټور رامز راجا د راتلونکي نړيوال جام لپاره د افغان لوبډلي پر قوي او کمزورو نقطو ږغيدلی.
رامز راجا وايي: افغانستان د کرکيټ قوي لوبډله لري،په اسيا کپ کي يې د پام وړ لوبي ترسره کړلې،سريلانکا او بنګلديش ته يې ماته ورکړه،د هندوستان سره يې لوبه مساوي کړه او د پاکستان سره يې هم لوبه تر وروستي اووره ورسوله.
20190428 123612 رامز راجا د نړيوال جام لپاره د افغان لوبډلي پر قوي او کمزورو اړخونو څرګندوني کړي.
نومړی وايي د افغان کرکيټ ترټولو قوي اړخ د سلو توپ اچووني برخه ده.
سپينران يې ډير شانداره دي،محمدنبي راشدخان او مجيب الرحمن يې بې مثاله توپ اچوونه کوي.
محمدنبي اومجيب الرحمن د پيل په اوورونو کي يرغليزه او نوې توپ اچوونه کوي.
20190428 123830 رامز راجا د نړيوال جام لپاره د افغان لوبډلي پر قوي او کمزورو اړخونو څرګندوني کړي.
همدارنګه راشدخان په منځنيو اوورونو کي توپ اچوونه کوي او وکيټي ترلاسه کوي،چي دا د هر توپوهونکي لپاره ننګونه وي.
راجا وايي د افغان کرکيټ لوبډلي يو بل قوي ټکی تيزه او قوي توپوهنه ده.
محمدشهزاد چي پر يوو يوو ټيسټ باندي ډير باور نلري او نه يې هم مراعتوي تل بريدګره توپوهنه کوي ،ښه لوبه کوي یو مثال يې په اسيا کپ کي د هندوستان په وړاندي تيزه سليزه ده.
20190428 123455 رامز راجا د نړيوال جام لپاره د افغان لوبډلي پر قوي او کمزورو اړخونو څرګندوني کړي.
همدارنګه حضرت الله ځاځی چي لږ وخت کيږي نړيوالي لوبي کوي که څه هم د ډير فيټنيس او تخنيک درلودونکی ندی خو بياهم یو غوره توپوهونکی دی او د هيڅ توپ اچوونکي پروا نلري،په نړيواله شل اووريزه لوبه کي د ايرلينډ په وړاندي ۱۶۲ منډي يې د توپوهني يو برخه ده.
20190428 123813 رامز راجا د نړيوال جام لپاره د افغان لوبډلي پر قوي او کمزورو اړخونو څرګندوني کړي.
رامز وايي په مجموع کي افغان لوبډله په توپوهنه کي ستونزي لري.
هرکله چي په يو ورځنيو لوبو کي د ۲۸۰ څخه تر ۳۰۰ منډو هدف ونه وټاکل سي د قوي سپينرانو لپاره يې هم دفاع سخته وي.
راجا وايي د افغان لوبډلي يوه بله مهمه ستونزه د تيزي توپ اچووني ده چي پدې برخه کي افغان لوبډله کمزورې ده.
لوبډلمشر ګلبدين نائب چي تيز توپ اچوونکی دی خو د بال تيز والی يې کم دی.
20190428 123721 رامز راجا د نړيوال جام لپاره د افغان لوبډلي پر قوي او کمزورو اړخونو څرګندوني کړي.
حميدحسن چي تر ۳ کلونو وروسته ملي لوبډلي ته راځي مخکي يې غوره توپ اچوونه کوله ،خو اوس يو قوي ملګري ته اړتيا لري ځکه د انګلينډ ويشتن ځايونو باندي ان سوينګ او اوټ سوينګ توپ ته اړتيا سته،توپ بايد په سيم ترسره سي، چي دا د افغانستان لپاره سخت دي.
20190428 123134 رامز راجا د نړيوال جام لپاره د افغان لوبډلي پر قوي او کمزورو اړخونو څرګندوني کړي.
خو د افغان لوبغاړو سره زغم سته،افغاني غرور سته او د پښتونولۍ جذبه ورسره ده،قوي لوبډلي به ماتوي او په نړيوال جام کي به د پام وړ لوبي کوي.
ماته خوند راکوي چي د افغانستان لوبي ګورم!