۳ کاله مخکې په همدې ورځ؛ راشدخان د ویسټ انډیز ۷ لوبغاړي سوځلي وه!

یو ماشوم د لرګي تخته په لاس کې نیولی، په خوشحالۍ سره مسک دی

د افغانستان د کرکیټ ملي لوبډلي تکړه سلو توپ اچونکي راشدخان ارمان درې کال مخکي په همدې ورځ په یوې لوبه کې د ویسټ انډیز کرکیټ ملي لوبډلي ۷ لوبغاړي وسوځول.
د یاد ریکارډ ستاینه د کرکیټ نړیوال شورا پر خپلي رسمي فیسبوک پاڼه کړې.

د ۲۰۱۷م د جون میاشتي په نهمه نېټه افغان کرکیټ ملي لوبډلي د ویسټ انډیز کرکیټ ملي لوبډلي په وړاندي د درو یو ورځنیو لوبو د لړۍ څخه یې لومړۍ لوبه ترسره کړه، چي په هغه لوبه کې افغان کرکیټ ملي لوبډلي ویسټ انډیز ته په ۶۳ منډو ماته ورکړه.
په یاده لوبه کې لومړی افغانستان لوبه پيل کړې وه او په ټاکلو پنځوسو آورونو کې یې د شپږو لوبغاړو په سوځېدو سره ویسټ انډيز ټیم ته د ۲۱۳ منډو هدف ټاکلی وو.
د افغان توپوهونکو له لورې په دې سیالۍ کې تر ټولو زياتې منډې، جاويد احمدي ۸۱، ګلبدين نايب۴۱، محمد نبي عيسی خيل ۲۷ او سميع الله شينواري ۲۲ منډې جوړې کړې.
خو ویسټ انډیز لوبډله د ۴۴،۴ اورونو کې د ټولو لوبغالو په سوځېدو سره یوازې ۱۴۹ منډې ترسره کړې او د افغانستان پر وړاندې یې ماته وخوړله.
په دې لوبه کې راشد خان ارمان ۷، ګلبدین نائب ۱ او دولت ځدراڼ د ویسټ انډیز دوه لوبغاړي سوځلي وه.
د لوبې غوره لوبغاړي جایزه هم ګوګلي ماسټر راشدخان ارمان ته ورکړل شوې وه، نوموړي په ۸.۴  اورونو کې یواځې د ۱۸ منډو په ورکولو سره ۷ ویکټې ترلاسه کړي وې.
ددې لوبې په بریا سره افغان ګوګلي ماسټر راشیدخان ته د نوي ریکارډ غېږ پرانېستل شوه.
هغه تر یادي کارنامې وروسته د کرکیټ په نړۍ کې څلورم لوبغاړی شو چې په یوه لوبه کې یې اووه لوبغاړي وسوځول.
هغه وخت کي د راشدخان د بهترینه کارکردګۍ له امله په ګڼ شمېر مشهوره ورځپاڼو او ویب سایټونو کې د نوموړي د ښې توپ اچونې په هکله بېلابېل سرلیکونه څرخېدل او هغه یې یو ملي اتل بللی وو.
سندي مارنینګ ویب سایټ لیکلي وه: راشد خان د ریکاردونو په کتاب کې ثبت شو او ویست اندیز یې خراب او تراب کړ.
هندوستان ټایمز ورځپاڼه لیکلي وه: فوق العاده راشد خان هماغسې څپاند دی او اول ځل یې یوې لوبې کې اووه کسان وسوځول.
اس پي ان ورځپاڼه لیکلي وه: راشد څلورم لوبغاړی شو چې یوې لوبې کې اووه کسان سوځوي.
سپورټينګ نیوز ورځپاڼي لیکلي وه: د راشد خان اوو ویکټو له ویست اندیز لار ورکه کړه.
کرکبیز ورځپاڼه لیکلي وه: د راشد خان اوو ویکټو افغانستان په روان سیریز کې پر ویست اندیز برلاسی کړ.
هېره دې نه وي چې ددې لوبې په بریا سره  د ټولنیزو شبکو، ملي او نړیوالو رسنېو په ګډون د اجرایه ریاست څخه هم د افغانستان ددې بریا ستاینه شوې وه. همدا راز د هندوستان د غوره لیګ (ای پي ایل) د راشد خان د لوبډلې (سنرایزرس حیدراباد) لوبډلې هم په خپله ټویټر پاڼه کې د راشدخان ستاینه کړې وه، چې د ویسټ انډيز اوه لوبغاړي یې سوځولي ول.
 

About ياران ټیم 3411 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.