راشدخان يوه بله کارنامه وکړه!

آبي رنګه تجريدي ډیزاین

ليکنه: مدثر دعوت
راشدخان هغه نوم دی چي د نړۍ کونج کونج کي به يې داسي انسان پيژني چي تر دې وړاندي يې د افغانستان نوم نه وي اوريدلی يا به يې هم د جګړې په نوم پيژندی.
images 12 راشدخان يوه بله کارنامه وکړه!
په ډیر لږ وخت کي يې په يو ورځنيو، شل اووريزو او ټيسټ لوبو کي ريکارډونه،په ليګونو او نړيوال کرکيټ کي هيټريکونه او نور ډير زيات وياړونه د افغانستان په برخه کړي.
راشدخان په ۲۰۱۷ز کال کي د سنرايزر حيدر اباد لوبډلي له لوري د محمدنبي په شمول واخستل سو.
RashidNabi راشدخان يوه بله کارنامه وکړه!
هلته د راشدخان د لوبو پيل له وکيټو اخيستلو څخه وسو، هماغه پړاو يې په بريا سره پايته ورسوی او په ۱۴ لوبو کي يې ۱۷ ويکټي واخيستې.
په ۲۰۱۸ز کال کي يې په ۱۷ لوبو کي ۲۱ ويکيټي ترلاسه کړې چي د هماغه کال د ډيرو وکيټو اخيستونکو توپ اچوونکو له جملې څخه وو.
راشد چي تر دې مهاله يې د روان IPL په ۱۲ لوبو کي ۱۴ ويکټي اخيستي يوه بله کارنامه هم وکړه.
IMG 20190430 093112 راشدخان يوه بله کارنامه وکړه!
نوموړي وکولای سوله چي د IPL په ۴۳ لوبو کي ۵۲ وکيټي ترلاسه کړي او په ټول شل اووريز کرکيټ کي خپلي ويکټي ۲۵۱ ته ورسوي.
راشدخان په ټولنيزو رسنيو کي د خپل دې وياړ ترلاسه کولو په خاطر ټول ولس ته مبارکي ويلې,وياړي ، او د دعاوو او ملاتړ غوښتنه يې کړې.
20190430 095927 راشدخان يوه بله کارنامه وکړه!
د ګوګلي ماسټر د IPL په ۳ کلن سفر کي تر دې مهاله په ۴۳ لوبو کي ۱۰۲۰ توپونه کړي ، ۱۱۱۳ منډي يې ورکړي او ۵۲ ويکټي يې اخيستي دي،همدارنګه يې په توپوهنه کي ۱۰۳ منډي کړيدي.
IMG 20190430 093142 راشدخان يوه بله کارنامه وکړه!
تر ټولو غوره توپ اچوونه يې په ۲۰۱۷ز کال کي د ۱۹ منډو په مقابل کي ۳ ويکټي، په ۲۰۱۸ز کال کي هم د ۱۹ منډو په مقابل کي ۳ ويکيټي او په ۲۰۱۹ز کال کي تر دې مهاله د ۲۱ منډو په مقابل کي ۳ ويکټي يې غوره توپ اچوونه ده.