راشدخان هندوستان ته اخطار ورکړ!

سپینه تجريدي ډیزاین

ليکنه: مدثر دعوت
د افغانستان کرکټ ملي لوبډله اماده ده ترڅو دخپل ټيسټ د سفر لومړۍ تاريخي لوبه له هندوستان څخه را پيل کړي.
که څه هم هندوستان د کرکټ دنړيوالي شورا د درجه بندۍ په لومړي مقام کې ځای لري، خو د روان کال دجون ۱۴ نېټې ته په بنګلور لوبغالي کي د افغانستان سره دټيسټ لوبي لپاره د قوي سکواډ تر اعلان وروسته لاهم وارخطا ښکاري.
تر دې تاريخي لوبي مخکي لا د افغانستان ليګ سپينر توپ اچوونکي راشدخان د هندوستان توپوهونکو ته اخطار ورکړ،او زياته يې کړل چې دی به په راتلونکي ټيسټ لوبه کي ۵ بيلابېل توپونه استعمال کړي.
راشدخان د پړسټ پاسټ سره په ځانګړي مرکه کي ويلي چې دی د تمرين پرمهال په خپله توپ اچوونه کي د ۵ نويو اندازونو تمرين هم کوي، چې په راتلونکې ټيسټ لوبه کي به يې د نورو توپونو سره يوځای وکاروي.
د ۲۰۱۷ز کال په جون مياشت کي افغانستان او ايرلينډ دواړو د ټيسټ لوبو حق ترلاسه کړ،ايرلينډ اونۍ مخکي خپله لومړنۍ ټيسټ لوبه دپاکستان په وړاندي ترسره کړل.

راشدخان وايي دا افغانستان لپاره د وياړ اوعزت خبره ده چې دوی خپله لومړنۍ تاريخي ټيسټ لوبه په ټيسټ کي د لومړني مقام لوبډلي په وړاندي کوي.
دی وايي موږ وياړو چې دټيسټ لوبډلي په نوم ياديږو په داسي حال کي چې زموږ دکرکټ د سفر يوازي د ۱۳ څخه تر ۱۴ کلونو پوري کېږي،او موږ په دې دوران کې دخپل هيواد لپاره ډېر زيات افتخارونه راوړي دي.
راشد وايي د افغانستان خلک دکرکټ سره ډېره مينه لري،او دوی هيله لري چې نړۍ هم د افغانانو په اړه يو مثبت فکر ولري،خو په تأسف سره چې اوس نړيوالو ته د افغانستان د نوم سره د بمونو او وژنو فکر په خيال کي راځي،که څه هم دغه ډول فکرونه موږ ډېر خواشيني کوي خو داهڅه کوو ترڅو د کرکټ له لاري د نړيوالو ذهنيت وربدل کړو،دا لوبه زموږ لپاره ډېره مهمه ده ځکه دايوازي سپورټ ندی!
راشد خان په نړيوال کرکټ او تجارتي لوبوکې ترټولو پياوړي توپ وهونکي په خپل ګوګلي توپ سره سوځولي دي،چې اې بي ډيويلرز،پينچ،ويرات کوهلي،برينډن مکولم،سميت، ډهوني،بټلر،راحول،ګاتم ګمبير او پولارد په ګډون نور لوبغاړي هم سته.
نوموړی وايي: زه د ګوګلي توپ په بېل ډول کاروم، او په دغو توپونو کي ترټولو تأثري هغه دی چې کله د مړوند پرځان ګوتي استعمال کړم،نو ددغه توپ په لوبولو هيڅکله توپوهونکي نه بريالي کيږي.
راشد خان وايي د افغانستان کرکټ ملي لوبډله به په راتلونکي کښې ډېر معياري او پياوړي توپ اچوونکي ولري.
دی وايي هره لوبډله يو قوي اړخ لري: هندوستان پياوړي توپوهونکي لري،انګليستان،اسټراليا اونيوزلينډ بيا غوره تېز توپ اچوونکي لري، او د افغانستان ځانګړتيا بيا ورو توپ اچوونکي دي،اکثريت وخت زموږ تېز توپ اچوونکو ته خوند ورکوي ترڅو ورو توپ اچونه ترسره کړي.
راشد وايي: د افغانستان د ۴۰ څخه تر ۵۰ لوبغاړي اوس مهال د هند په ګريټرنويدا لوبغالي کي د بنګلديش سره د شل اووريزو سيريز او هندوستان سره دټيسټ لوبي په خاطر په تمريناتو بوخت دې چې ددوی سره ډېر پياوړي ورو توپ اچوونکي هم سته.
دی وايي، د افغان کرکټ ځوانو لوبغاړو وړتیا به هغه وخت نړیوال وويني کله چې د روان کال په اکتوبر مياشت دوبی کي د افغانستان پريمر لېګ پيل سي.