راتلونکې لوبې: افغانستان د سریلنکا او بنګلدیش پر وړاندې

یو زوړ بیل بورډ چې په سمندر کې ډوب دی

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله ایرلینډ ته د سفر او دوه مسلسل سیریزونو کې د بریاوو خپلولو وروسته د کرکټ اسیا جام ۵۰ اوریزه سیالیو کې د ګډون په موخه متحده عربي اماراتو ته سفر کوي.

افغان کرکټ ملي لوبډلې څه موده وړاندې په ایرلینډ کې د درې ۲۰ اوریزه او درې ۵۰ اوریزه سیالیو د ترسره کیدو په موخه لمړی انګلستان ته د تمریناتو لپاره سفر وکړ، خو بیا ایرلینډ ته ولاړه. 

د درې ۲۰ اوریزه سیالیو په لړۍ کې افغان لوبډلې په لمړیو دوه هغو کې یې بریاوې خپلې کړې، خو دریمه د باران له کبله لغوه اعلان شوه او د درې ۵۰ اوریزه سیالیو کې یې ۲ د ۱ مقابل کې کوربه د ایرلینډ کرکټ ملي لوبډلې ته ماتې ورکړې او دغه لړۍ یې هم په خپلې ګټې سره پای ته ورسوله. 

د افغان کرکټ ملي لوبډلې راتلونکی سفر د متحده عربي اماراتو پر لور پیلیږي، چیرته چې د افغانستان، پاکستان، هندوستان، سرینکا، بنګله دیش او د غوراوي پړاو څخه د یوې بلې راتیریدونکې لوبډلې په ګډون د اسیا جام ۵۰ اوریزه سیالۍ ترسره کیږي.

دغه لوبې په هرو دوه کلونو کې ترسره کیږي، چې افغان لوبډلې پکې یو ځل وړاندې په ۲۰۱۴ م کال کې هم ګډون کړی و او په لمړي ګډون سره یې بنګله دیش ته ماتې ورکړې وه. 

د کرکټ اسیایي شورا لخوا د ایشیا کپ  یا اسیا جام په نوم سیالیو راتلونکی پړاو د روانې پیل شوې سیپټمبر میاشتې په ۱۵ مه نیټه ۱۴ ورځې وروسته پیل کیږي او د همدغه میاشتې تر ۲۸ مې نیټې پورې به دوام وکړي. 

په دغه جام کې ګډون کوونکې لوبډلې په دوه ګروپونو ویشل شوې دي، چې په یو ګروپ کې افغانستان له سریلنکا او بنګله دیش سره، خو په بل ګروپ کې پاکستان له هندوستان او د غوراوي څخه د راتیریدونکې لوبډلې سره یو ځای قرار لري.

د اسیا جام سیالیو ته د شپږمې لوبډلې د کره کیدو لپاره د غوراوي پړاو لوبې هم په تیره اونۍ کې پیل شوې دي، چې پکې متحده عربي امارات، عمان، هانګ کانګ، نیپال، مالیزیا او سینګاپور لوبډلې شاملې دي، چې د روانې سیپټمبر میاشتې په شپږمه نیټه به یې نهايي لوبډله معلومه شي. 

افغان لوبډله د اسیا جام په سیالیو کې لمړی د سریلنکا او ورپسې د بنګله دیش د کرکټ ملي لوبډلې سره مخامخ ده، چې د سیالیو په ګټلو سره دویم پړاو ته لار پیدا کوي. 

د سیپټمبر میاشتې په ۱۷ مه نیټه به افغانستان د سریلنکا او د لمړي پړاو په وروستۍ ورځ ۲۰ مه نیټه به د بنګله دیش د کرکټ ملي لوبډلې سره په سیالۍ کې بخت و ازمايي.

About ياران ټیم 3411 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.