د RCB مينوال مايوسه سوه

په ابي پرده ، دا یاران لوګو او یادښت

ليکنه: مدثر دعوت
 
د هندوستان پريمر ليګ په ۳۱مه لوبه کي ممبی انډينز د بنګلور څخه په ۵ وکيټو لوبه وګټله.
د لوبي پچه ممبی وګټله او د توپ اچووني پريکړه يې وکړه.
د بنګلور اوپنر توپوهونکو د توجه وړ ملګرتيا ونکړله.
ويرات کهولي په ۸ منډو او پټيل بيا په ۲۸ منډو وکيټه دلاسه ورکړله.
اې بي ډيولرز چي د پنجاب په وړاندي يې غوره توپوهنه ترسره کړې وه، د ممبی په وړاندي يې هم خپل مسؤليت ادا کړ.
FB IMG 1555354740135 د RCB مينوال مايوسه سوه
اې بي د بنګلور لپاره په ۵۱ توپونو ۷۵ منډي وکړلې،۴ شپږيزي او ۶ څلوريزي يې ووهلې.
ډیويلرز د معین علي سره په ګډه لوبډله د بد حالت څخه و ايستله.
معین علي هم په ۳۲ منډو ۵۰ منډي وکړلې، ۵ شپږيزي او يوه څلوريزه يې ووهله.
خو د اې بي او معین علي تر سوځيدو وروسته ملينګا د بنګلور په توپوهونکو لو ګډ کړ.
FB IMG 1555354755637 د RCB مينوال مايوسه سوه
سټونیس په صفر،نات په ۲ او نيګي هم په صفر منډو د ملينګا له لوري وسوځيدله.
محمدسراج او اومیش یادو په لوبغالي کي ولاړ وه چي توپونه پر خلاص سوه او دوی دواړه هم په صفر له میدانه ووتله.
د ممبی لپاره بیهرنډرف يوه وکيټه،هاردیک پانډیا هم یوه وکيټه ترلاسه کړله.
خو لاسیت ملینګا چي په وروستي اوور کي يې د بنګلور ۳ وکيټی واخيستلې، ويې سول کولای چي په ۴ اوورونو کي د ۳۱ منډو په ورکولو سره ۴ لوبغاړي وسوځوي.
FB IMG 1555354744338 د RCB مينوال مايوسه سوه
بنګلور د ۷ لوبغاړو په سوځولو سره ممبی ته ۱۷۲ منډي هدف ورکړ.
بنګلور د ۷ لوبغاړو په سوځيدو سره ممبی ته ۱۷۲ منډي هدف وټاکی.
د ممبی ټولو توپوهونکو د اړتيا وړ منډي وکړلې.
د دواړو پيلوونکو توپوهونکو له لوري په پاور پلې کي ۶۵ منډي وسولې نوځکه پاته لوبه د منځنيو توپوهونکو لپاره اسانه سوله.
په اوپنينګ کي روهیت شرما ۲۸ او ډيکوک ۴۰ منډي وکړلې.
FB IMG 1555354555761 د RCB مينوال مايوسه سوه
ددوی تر سوځيدو وروسته سریا کمار یاداو ۲۹ او ایشان کيشن ۲۱ منډي وکړلې.
کرونال پانډيا ۱۱ خو هاریک پانډيا په ۱۶ توپونو ۳۷ منډي وکړلې او لوبډله يې بريا ته ورسوله.
د بنګلور لپار محمد سراج يوه وکيټه، چاهال دوې وکيټي او معین علي په ۴ اوورونو کي ۱۸ منډي ورکړلې او ۲ وکيټي يې ترلاسه کړلې.
ممبی انډينز په ۵ وکيټو بنګلور ته ماته ورکړله.
لاسيت ملینګا د ۴ وکيټو په اخيستو سره د لوبي د غوره لوبغاړي جايزه وګټله.
FB IMG 1555354536672 د RCB مينوال مايوسه سوه
بنګلور په روان IPL کي په ۸ لوبو کي ۷ لوبي بايللي دي،که څه هم نوري لوبي يې پاته دي خو بل پړاو ته د تګ چانس نلري.
خو ممبی انډينز بيا په ۸ لوبو کي ۵ ګټلي او د جدول په دريم مقام کي ځای لري.