د IPL راروانې لوبې او لوبډلې یې!

په ابي پرده ، دا یاران لوګو او یادښت

ليکنه: سمیع الله درانی
د نومبر په ۱۶ مه نېټه د وړمې شنبې په ورځ د هندوستان د کرکټ د کنټرول ادارې او د آې پي ایل د لوبډلو مالکانو د راتلونکي ۲۰۲۰ م کال آې پي ایل لپاره د چمتوالي په لړکې ځېنې لوبغاړي رېټاین او یا هم پرېښودل.
د آې پي ایل دیارلسم پړاو لپاره د راروانې عیسوي مياشتي په ۱۹ مه نېټه د هندوستان په کلکته ښارکې بولي کېږي.
سن رایزرز حېدراباد لوبډله او لوبغاړي یې

د حېدراباد لوبډلې دغه لوبغاړي د راتلونکي ۲۰۲۰ م کال پړاو لپاره له ځان سره وساتل، کېن ویلیمسن، ډېوېډ وارنر، منېش پانډی، وېجی شنکر، راشدخان، محمدنبي عیسی خېل، ابېشک شرما، جاني بېرسټو، ریډیمن ساحا، شریواټس ګوسوامي، بونیېشور کوما، خلیل احمد، سندیپ شرما، سېدرت کول، شهباز ندیم، بیلي سټنلېک، سېزل تمپي او ټي نتراجن.
لرې کړل شوي لوبغاړي
دغه لوبغاړي بیا دې لوبډلې لرې کړل او وانخېستل شول، شکېب الحسن، یوسف پټان، مارټېن ګوپټېل، ډيپک هوډا او ریکي بوی.
له حېدراباد لوبډلې سره ټولې ۱۷ کروړه هندي کالدارې پاتې دي، چې د ډېسمبر په ۱۹ مه د بولي پرمهال پرې مهم لوبغاړي واخلي.
چینای سوپر کېنګز لوبډله
دې لوبډلې چاېټانیا بېشنوی، سام بېلېنګز، دروف شوري، ډېوېډ وایلي او موهېټ شرما لري کړل او له ځان سره یې ونه ساتل.
دغه لوبغاړي چینای لوبډلې له ځان سره ساتلي دي.
ایم ایس ډوني، سورېش رېنا، فاف ډوپلېسي، امبټي ریوډو، مورلي وېجی، روتوراج ګېکواډ، شېن واټسن، ډوېن براوو، کېدرجداف، روېندرا جدیجا، مېچل سنټنر، منو کومار، این جګاډيسن، هاربجن سېنګ، کرن شرما، عمران طاهر، ډیپک چهر او کی ایم اصف.
چینای لوبډلې ۱۴ اعشاریه ۶۰ کروړه هندۍ کلدارې لري او د بولي پرمهال به نوي لوبغاړي راونیسي.
ممبيي لوبډله او لوبغاړي یې
یوراج سېنګ، ایوین لیویس، اډم مېلن، جېسن بېهرېنډورف، برېنډرسرن، بېن کټېنک، پنکاج جسوال، بیورن هېنډرېکس، راسخ سلام او الزاري جوسیف یې لرې کړي یا ریلیز کړي دي.
ساتلي لوبغاړي:
روهېټ شرما، هارډېک پانډیا، کېرون پولارډ، کوېنټن ډېکاک، مېچل مک کلېنېګن، جسپرېت بومرا، لسېت ملېنګا، کرونال پانډیا، سوریا کومار یداف، انمول پریت سېنګ، ټرېنټ بولټ، راهول چهر، اېشن کېشن، انوکول رای، دول کلکرني، اډېتیا ټېر، شېرفېن رترفورډ او جایانټ یداف.
ممبيي لوبډله له ځان سره ۱۳ اعشاریه صفر ۵ کروړه هندي روپۍ لري او د ډېسمبر په ۱۹ مه به بولې د نوو لوبغاړو په لټه کې وي.
رویال چلېنجرز بنګلور
ریلیز یا لرې کړل شوي لوبغاړي عبارت دي له شېمرن هټمېئر، ډیل سټین، مارکوس سټاینېس، نتن کولټنرنایل، کولېن ډي ګرېنډ هوم او ټېم سوتي.
اخېستل شوي او ساتل شوي لوبغاړي
ویرات کولي، معین علي، یوز وېندرا چهل، ای بي ډیویلیرس، پارتیف پټېل، محمد سراج، پاون نیګي، اُمېش یداف، ګورکیرات من، ډیفډټ پاډیکال، شېوم ډوبی، واشنګټن سونډر او نافدیپ سېني.
دا لوبډله ۲۷ اعشاریه ۹۰ کروړه هندي روپۍ لري.
راجستان رویالز لوبډله
دې لوبډلې د راتلونکي پړاو لپاره دغه لوبغاړي لرې کړل او وایې نخېستل؛ اشټن ټرنر، اوشېن توماس، شوبهم رنجانی، پراشانټ چوپړا، اېش سودي، اریامن بېرلا، جایدف اونادکت، راهول ټرېپاتي، سټورټ بیني، لیام لیوېنګ سټون او سودېشن مېډون.
اخېستل شوي یا ساتل شوي لوبغاړي
سټیف سمېت، سانجو سمسون، جوفرا ارچر، بېن سټوکس، جاس بټلر، ریان پاراګ، شاشنک سېنګ، شیریاس ګوپل، ماهېپل لمرور، وارون ارون، منن وورا، مایانک مرکنډی، راهول تېواتیا او انکېټ راجپوت.
دا لوبډله له ځان سره ۲۸ اعشاریه ۹۰ کروړه هندي کلدارې لري او د نورو لوبغاړو اخېستلو لپآره یې ساتلي دي.
ډیلي کپېټلز لوبډله
دې لوبډله کې کرېس مورېس، کولېن اېنګرام، هانوما وېهاريو انکوش بېنز، کولېن منرو، بنډارو ایاپا، منجوټ کرلا، جالاج سکسینا او ناتو سېنګ نه دي اخېستل شوي او لرې کړل شوي دي.
رېټاین یا له ځان سره ساتل شوي لوبغاړي
شیریاس ایئر، پرېتوي شاو، شېکردوان، رېشاب پنټ، اېشنټ شرما، امېت مېشرا، اوېش خان، سنديپ لامېچانی، کګېسو رباډا، کیموپال، اکسرپټېل، هارشل پټېل، ریوي چندرن اشوېن او اجېنکیا رهانی.
دا لوبډله ۲۷ اعشاریه ۸۵ کروړه هندي رقم لري او کولای شي، چې د بولي پرمهال پرې نوي لوبغاړي راونیسي.
کلکته نایټ رایډرز لوبډله
روبېن اوتاپا، کرېس لیین، انرېچ نارجی، پېش چاولا، جو ډینلي، یارا پرېتوي راج، نېکل نېک، کی سي کاریاپا، متیو کیلي، شریکنټ مونډی او کارلوس برېتوېټ نه دي اخېستل شوي او پرېښودل شول.
اخېستل شوي لوبغاړي عبارت دي له
دېنېش کارتېک، انډري رسل، سونېل نرېن، کولډیپ یداف، شوبمن ګېل، لاکي فېرګوسن، نېتېش رانا، سنديپ واریئر، هري ګرني، کاملېش نګرکوټي، شېوم ماوي او سېدېش لاډ.
دا لوبډله ۳۵ اعشاریه ۶۵ کروړه هندي روپۍ لري.
کېنګز ایلیون پنجاب لوبډله
ډېوېډ مېلر، موېسېس هېنرېکېز، سام کورن، انډریو ټای، وارون چکرورټي، پراب سېمرن سېنګ او اګنېوېش ایاچي، نه دي اخېستل شوي او دوی لرې کړل شوي دي.
اخېستل شوي او رېټاین لوبغاړي
کی ایل راهول، کرېس ګېل، میانک اګروال، کارون نایر، سرفراز خان، نېکولس پوران، منديپ سېنګ، کرېشناپا ګاوتم، محمدشمي، مجیب الرحمن، ارشدیپ سېنګ، هارډوس ویلجوین، ایم اشوېن، جی سچېت، هارپرېت برر او درشن نلکنډی.

دا لوبډله ۴۲ اعشاریه ۷۰ کروړه هندي کلدارې له ځان سره لري او نوي لوبغاړي به پرې رانیسي.
مخکې ویل کېدل، چې دوه نوې لوبډلې به ۲۰۲۰ کال آې پي ایل کې اضافه شي؛ خو د نومبر په ۲۱ مه نېټه د هندوستان د کرکټ د کنټرول ادارې اعلان وکړ، چې یوه لوبډله به بله وي، یعنې ټولې به ۹ لوبډلې وي.
مخکې اعلان شوی و، چې کوچي او سهارا وریئرز لوبډلې به اضافه شي؛ خو دا چې د دغو لوبډلو مالکانو بودیجه برابره نشوه کړای نو ځکه لوبډلې هم نه شي لوبېدلی، د ډېسمبر په لومړۍ نېټه به بیا په دې اړه غونډه کېږي او اضافه لوبډله به په ډاګه کېږي.
د هندي کرکټ بورډ په خبره ۲۰۲۰ کال آې پي ایل به د مارچ په ۲۷ مه نېټه پیل شي.

About ياران ټیم 3411 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.