ليکنه: مدثردعوت
د هندوستان پرېمرليګ د سږني لوبو وروستۍ سلګۍ دي.
سنرايزرزحيدراباد، چينای سوپرکينګز، کلکته نايټ رايډرز او راجيستان رويالز د پنجاب په بايللو سره تر پلې اف پورې ځانونه رسولي دي.
خو کينګزايليون پنجاب، ممبي انډيانز، رويال چلينجر بنګلور او ډيلي لوبډلي د مخته تګ هيڅ چانس نلري.
سږکال هم د تيرو کلونو په څېر ډېر ريکارډونه جوړل شول، افغان لوبغاړو راشدخان او مجيب الرحمن په خورا ځانګړي انداز وړتيا ښودلې اوهغه توپوهونکي يې سوځولي چې په نړيواله سطحه يې توپ اچوونکي په وړاندې دغورې توپ اچووني څخه عاجزه شويدي.
خو محمدنبي بيا يوازې په دوو لوبو کي اخيستل شوی لابه ګورو چې په نورو لوبو کې چانس ورکول کيږي او که نه.
عموماٌ په وروستيو او د پاور پلی په اوورونو کي توپ اچوونکي ډېر ټکول کيږي، نو ځکه لوبډله په داسې شرايطو کي هغه توپ اچوونکي ټاکي چې پرې باوري وي او د خپل توپ په واسطه پياوړو توپوهونکو ته سرخوږی جوړېدلای شي.
خو ايا تاسو هغه توپ اچوونکي پېژنئ چې د IPL په تاريخ کې يې په خپلو څلورو اوورونو کې ترټولو ډېرې منډې ورکړي او قېمتي تمام شويدي؟
موږ دلته هغه ۵ توپ اچوونکي تاسو ته درپېژنو چې تر دوی بل هيڅ توپ اچوونکي ډېرې منډې نه دي ورکړي.
۱ـ باسيل ټامپي
باسيل ټامپي په تېر IPL کې د ګجرات ليون لوبډلي سره لوبېده خو دا ځل سنرايزرز حيدراباد لوبډلې له ځان سره اخيستی.
څو ورځي مخکي د بنګلور لوبډلي په وړاندي ټامپي د IPL د تاريخ د قېمت ترينه توپ اچوونکي په حيث په څلورو اوورونو کې ترټولو بې خونده توپ اچوونه ترسره کړه او ريکارډ يې جوړ کړ.
سنرايزرزحيدراباد لوبډله که څه هم مخکي لا پلې اپ ته رسېدلې وه خو ټامپي په خپلو څلورو اوورونو کې ۷۰ منډي ورکړې او هيڅ يو لوبغاړی يې ونه سوځاوه.
دی اوس د ترټولو ډېرو منډو ورکوونکو توپ اچوونکو په سره کې ځای لري.
په هماغه لوبه کې راشدخان د بنګلور لوبډلې درې قوي لوبغاړي، ويرات کوهلي، اې بي ډيويلرز او معین علي وسوځول.
خو ټامپي کولی شي په راتلونکو ډېرو مهمو لوبو کې د خپلو ملګرو په ملاتړ غوره توپ اچوونه ترسره کړي ترڅو خپله لوبډله تر اتلولۍ ورسوي.
۲ـ ايشانت شرما
ايشانت شرما چې کله د تلويزيون په پرده ګورئ نو حتماً به مو شاپورځدران ياد ته راځي، يو ډول حرکت، جګه تنه او اوږده وېښتيان.
ايشانت شرما په ۲۰۰۸ز کال کې د هندوستان پريمرليګ سره يوځای شوی او د پنځو لوبډلو سره يې لوبه ترسره کړېده.
خو دغه هندوستانی توپ اچوونکی سږکال هيڅ يوې لوبډلې له ځان سره وانه خيست.
په کال ۲۰۱۳ز کې کله چې شرما د حيدراباد لپاره لوبه ترسره کوله د چينای سوپرکينګز لوبډلې د توپ وهونکو تر بريد لاندې راغی.
ده په څلورو اوورونو کې ۶۶ منډي ورکړې او يوازې يې يوه ویکټ ترلاسه کړه.
ايشانت شرما د کلکتې، پنجاب، پوني او دوه ځل د حيدراباد لپاره لوبه ترسره کړېده.
شرما دا مهال ۲۹ کلن دی خو د هيڅ يوې لوبډلي نه خوښيږي، که څه هم ډېر تجربه کاره لوبغاړی دی.
په هغه وخت کي چې شرما دهغو پنځو لوبډلو سره لوبه ترسره کړې د هيڅ يوې په اتلولۍ کي ورسره نه وو.
۳ـ اومېش ياداو
اوميش ياداو سږکال د بنګلور لوبډلې لپاره لوبيږي، خو په ۲۰۱۳ز کال کې چې کله اومېش د ډيلي لوبډلې سره وو د بنګلور لوبډلې په وړاندې د کريس ګېل او ويرات کوهلي تربريد لاندې راغی.
ده په خپلو څلورو اوورونو کې ۶۵ منډې ورکړې، خو هيڅ ویکټ يې ترلاسه نکړل.
ياداو تر دې مهاله د دريو لوبډلو ډيلي، کلکتې او اوس د بنګلور سره لوبيږي.
اوميش يادوا چې کله په ۲۰۱۴ز کال کې د کلکتې سره يوځای شو په هماغه کال کلکتې لوبډلې د ويم ځل لپاره د هندوستان پريمر ليګ اتلولي وګټل.
۳۰ کلن يادو د کورني کرکټ ترڅنګ په نړيوال کرکټ کې د هندوستان لپاره ډېرې لاسته راوړني لري او سږکال د بنګلور لوبډلي لپاره هم د يو باوري توپ اچوونکي په حيث لوبه ترسره کړل.
۴ـ سنديپ شرما
۲۴ کلن سنديپ شرما په لومړي ځل د پنجاب لوبډلې سره په ۲۰۱۳ز کال کې تړون لاسليک کړ او د ۵ کلونه لپاره د همدې لوبډلې سره پاتې شو.
په ۲۰۱۴ز کال کې چې کله د IPL لوبو اووم پړاو وو، په راجيو ګاندي لوبغالي کې د سنرايزرز حيدراباد په وړاندې د سنديپ شرما لپاره ډېره بده ورځ وه.
ده په خپلو څلورو اوورونو کې يوازې يوه ویکټ ترلاسه کړل خو ۶۵ منډې يې ورکړې.
خو همدا سنديپ شرما سږکال حيدراباد لوبډلې له ځان سره اخيستی او دده د ښه ثابتېدا په خاطر شايد راتلونکي کلونه يې هم له لاسه ورنکړي.
۵ـ اشوک ډينډا
په ۲۰۱۳ز کال کې کله چې د IPL لوبو شپږم پړاو وو، اشوک ډينډا په وانکيډي لوبغالي کې د ممبي انډيانز لوبډلې په وړاندې داسې توپ اچوونه ترسره کړه چې هيڅکله به يې هيره نشي.
ډينډا په خپلو څلورو اوورونو کې هيڅ يو لوبغاړی ونه سوځاوه، خو ۶۳ منډي يې د ممبي انډيانز لوبغاړو ته ورکړې.
۳۴ کلن اشوک يو تجربه کاره لوبغاړی دی، خو سږ کال هيڅ يوې لوبډلي د ځان سره وانه خيست.
اشوک ډينډا د پنځو لوبډلو، ډيلي، بنګلور، کلکتې او دوه ځلې د پونې لپاره لوبېدلی دی.