د ۲۰۲۰ کال المپيکي سیالۍ هم وځنډېدې!

په ابي پرده ، دا یاران لوګو او یادښت

د اُلمپيک نړیوالي کمېټې پریکړه وکړه، چي د ۲۰۲۰م کال د اُلمپيک سیالۍ د کرونا ویروس له امله وځنډوي.
ټاکل سوې وه د اُلمپيک نړیوالي لوبي د روان ۲۰۲۰م کال د جولای میاشتي په ۲۴مه نېټه د جاپان په توکیو ښار کي پيل سي، خو اوس پرون یکشنبه د کرونا ویروس له امله وځنډېدې.
د ځنډولو راپور ئې په رسمي ډول ندی خپور سوی، خو ډېر ژر به په رسمي ډول خپور سي.
د اُلمپيک نړیواله کمېټه د ملي کمیټو او د ملي فدراسیونونو له لوري تر فشار لاندي وه، تر څو دا لوبي وځنډوي، چي بلاخره یادي کمېټې خپله پرون یوه ناسته وکړه او د ځنډولو پرېکړه ئې وکړه.
د اُلمپيک نړیوالي کمېټې تر اوسه د نوي نېټې د څرګندولو په اړه پرېکړه ندی کړې، خو یاده کمېټه وايي، چي په یوه مناسب وخت کښي به ئې په اړه پرېکړه وکړي.

dpa olympic athletes carrying their nations flags parade in the olympic D3GGGT 1 د ۲۰۲۰ کال المپيکي سیالۍ هم وځنډېدې!
(dpa) – Olympic athletes carrying their nations’ flags parade in the Olympic Stadium during the Closing Ceremonies for the 2004 Athens Olympics, Sunday 29 August 2004.

د اُلمپیک نړیوالي کمېټې مشر توماس باخ په لومړیو کي ویله، چي په هیڅ وجه به د اُلمپيک نړیوالي لوبي ونه ځنډول سي، خو وروسته د هیوادونو تر فشارونو لاندي راغی او کرار کرار ئې خپل دریځ واوښت او د ځنډولو پریکړه ئې وکړه.
اوس د کرونا ویروس له امله لوبغاړي نسي کولای تمرینونه ترسره کړي او ټولي ورزشي لوبي لغوه سوي.
د اُلمپیک لوبي په هرو څلورو کلنو کي یو ځلي تر ۲۰۰ د ډیرو هیوادونو ترمنځ ترسره کیږي، چي په دې لوبو کي خورا ډیري لوبي شاملي دي.
د اُلمپيک په نړیوالو سیالیو کي له افغانستان هم په بیلابیلو ورزشي څانګو کي لوبغاړي ګډون کوي.
w1240 p16x9 2016 08 05t235717z 2023783508 rioec851uizcn rtrmadp 3 olympics rio opening د ۲۰۲۰ کال المپيکي سیالۍ هم وځنډېدې!

About ياران ټیم 3421 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.