د ۲۰۲۰ م کال نړیوال شل اوریز جام مهالوېش.

یو ماشوم د لرګي تخته په لاس کې نیولی، په خوشحالۍ سره مسک دی

ليکنه: سمیع الله درانی
د کرکټ نړیوالې شورا له خوا د ۲۰۲۰ م کال شل اوریز جام لپاره مهالوېش تاید شوی دی.
د ۲۰۲۰ م کال شل اوریز جام په اسټرالیا کې ترسره کېږي، دې جام کې به ۱۶ لوبډلې وي، چې ایرلېنډ، نمېبیا، نېدرلېنډز، عمان، پاپوا نیوګیني او سکاټلېنډ دې جام ته غوراوي جام سیالیوکې لوړاوی وکړ.
نړیوال شل اوریز جام د ۲۰۲۰ م کال د اکټوبر په ۱۸ مه نېټه پېلېږي او د نومبر تر پنځلسمې نېټې دوام کوي.
پاپوا نیوګیني، ایرلېنډ او عُمان به له سریلانکا سره په ای یا الف ګروپ لومړي پړاو کې یوځای شي؛ دوی به د اکټوبر له ۱۸ مې نېټې د اکټوبر تر ۲۲ مې نېټې ولوبېږي.
د نړیوال جام د پیل لوبه به د سریلانکا او ایرلېنډ ترمنځ د کارډېنیا سیمې؛ پارک لوبغالي کې ترسره شي.
نېدرلېنډز، نمېبیا او سکاټلېنډ به له بنګله دېش سره یوځای په بي ګروپ کې یو ځای شي، د دوی لوبې به د اکټوبر له ۱۹ مې نېټې تر ۲۳ مې نېټې پورې بیلي رایف اوول سیمه، هوبرټ لوبغالي کې ترسره شي.

دا لومړی ځل دی، چې پاپوا نیوګیني په شل اوریز نړیوال جام کې ګډون کوي.
د لومړیو پړاوونو په لوبډلو کې د الف ګروپ مخکښه لوبډله به او د بې ګروپ دوهمه لوبډله به بیا په سوپر ۱۲ پړاو کې له پاکستان، اسټرالیا، نیوزیلېنډ او ویسټ اندیز سره مخ شي.
اسټرالیا چې د دې لوبو کوربنه ده او تر اوسه یې هیڅ شل اوریز نړیوال جام نه دی ګټلی، د اکټوبر په ۲۴ مه نېټه به له پاکستان سره مخ شي.
د سوپر دولس پړاو لوبو دویم ګروپ کې افغانستان، هندوستان، انګلستان او سویلي افریقا ځای لري.
د کرکټ نړیوالې شورا د نړیوال جام تنظیموونکي او د سیمه یزې ترتیبوونکې کمېټې مشر نیک هاکلي ویلي، «مونږ له دویمه درجه هېوادونو څخه پاپوا نیوګیني، ایرلېنډ، نمېبیا، نېدرلېنډز، عمان او سکاټلېنډ ته ښه راغلاست وایو».

۲۰۲۰ م کال کې د ښځينه وو نړیوال شل اوریز جام هم ترسره کېږي، دا جام به د فبروري له ۲۱ مې نېټې د مارچ تر ۸ مې نېټې پورې ترسره شي.
د ښځينه وو جام لوبې هم په اسټرالیا کې کېږي او د دواړو ټورنمنټونو پایلوبه به په مېلبورن کرکټ لوبغالي کې وشي.
د نړیوال جام لپاره به د اسټرالیا ۶ ښارونه او د شپږو ښارونو عصري لوبغالي په خدمت کې وي.
د اسټرالیا ښځينه کرکټ لوبډلې څلور ځلې ښځینه نړیوال جام ګټلی دی او ۲۰۲۰ م کال کې به له خپلې اتلولۍ د دفاع هلې ځلې کوي.
سر له اوسه د دواړو نړیوالو جامونو لپاره ټېکټونه په ټي ۲۰ ورلډ کپ ډاټ کام باندې پلورل کېږي.
t20worldcup.com
د ماشومانو ټکټ پنځه ډالره او د غټانو یا بالغو اشخاصو لپاره ټکټ ۲۰ ډالره ټاکل شوی دی.
د سوپر ۱۲ پړاو اته شاملې لوبډلې
د کرکټ نړیوالې شورا د شل اوریزو لوبو په درجه بندۍ کې اته مخکښې لوبډلې په سوپر ۱۲ پړاو کې شاملې دي، پاکستان، اسټرالیا، انګلستان، نیوزیلېنډ، هندوستان، سویلي افریقا، سریلانکا او افغانستان په ۱۲ غوره لوبډلو کې داخلې دي.
بنګله دېش، سریلانکا او شپږ نورې لوبډلې به د سوپر دولس پړاو لپاره هڅې کوي.

About ياران ټیم 3411 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.