د ۲۰۱۸ م کال کې د کرکټ د اسیايي جام د لوبو میزباني متحده عربي اماراتو ته وسپارل شوه. دا لوبې تر دې مخکې په هندوستان کې پلان شوې وې.
د اسیا د کرکټ شورا د تازه پریکړې له مخې به د کرکټ د اسیايي جام دا لوبې د روان کال د سیپټمبر میاشتې په دویمه نیمايي کې په متحده عربي اماراتو کې ترسره شي.
د هند او پاکستان ترمنځ سیاسي ترینګلتیا له هند څخه ددې لوبو د انتقال سبب شوی دی. راپورونه واي، هندوستان نه غواړي چې د پاکستان د ګډون په صورت کې ددې لوبو کوربه توب وکړي.
اخوا پاکستاني رسنۍ وايي، د پاکستان انکار ددې سبب شوی چې له هندوستان څخه دا لوبې انتقال شي. د جیو نیوز د راپور له مخې پاکستاني کرکټ بورډ دریځ دا دی چې که د هندوستان د کرکټ ټیم پاکستان ته نه ځي، نو د دوی ملي ټیم هم هندوستان ته د لوبو لپاره تګ ته چمتو نه دی.
د کرکټ د اسیايي شورا او پاکستان د کرکټ بورډ مشر نجم شیټي وايي، دې شورا پر موضوع له غور وروسته پریکړه وکړه چې د هند پر ځای د اسیايي جام د لوبو لپارهم متحده عربي امارات غوره کړي.
سږ کال به د کرکټ د اسیايي جام په لوبو کې د کرکټ د نړیوال شورا د بشپړو غړیو هیوادونو افغانستان، هندوستان، پاکستان، سریلانکا او بنګله دیش سربیره شپږم ټیم له عربي متحدو اماراتو، هانګ کانګ، نیپال، سینګاپور، مالیزیا او عمان د ټیمونو له ډلې یو د سیالیو له لارې انتخاب شي.
دا به د کرکټ د اسیا د جام څوارلسم دور لوبي وي. د اسیايي لوبو لومړنۍ دولس دورې یو ورځنۍ مسابقې وې، خو ددې لوبو وروستۍ هغه چې په ۲۰۱۶ م کال کې ترسره شوه شل اوریزې لوبې وې. هندوستان دوه کاله مخکې په فاینل کې بنګله دیش ته ماتې ورکولو ددې جام اتلولي ګټلې وه او سږ کال به د خپلې اتلولۍ دفاع کوي.