د ۱۹ کلنو نړیوال کريکټ جامونه او ګټونکي هېوادونه یې.

لاس کې ودانۍ د جوړولو تخته

ليکنه: سمیع الله درانی
د نولس کلنو نړیوال پنځوس اوریز جام کرکټ سیالۍ د لومړي ځل لپاره په ۱۹۸۸ م کال کې تاسیس شوې.
له ۱۹۸۸ م کال څخه تر ۲۰۱۸ م کال پورې د ۱۹ کلنو لوبډلو د نړیوالو پنځوس اوریزو جامونو ۱۲ پړاوونه ترسره شوي دي.
په ۲۰۱۸ م کال کې افغان لوبډلې هم په دې جام کې ګډون کړی و، چې په ۱۶ لوبډلو کې یې څلورم مقام خپل کړ او په نیمه پایلوبه کې یې له اسټرالیا ماته وخوړه.
۱۹۸۸ م کال کې اته لوبډلې شاملې وې او اسټرالیا یې اتلولي وګټله.
۱۹۹۸ م کال کې دویم پړاو نړیوال جام ترسره شو، چې اتلولي یې انګلستان وګټله او ایئن مورګن پکې ۶۰۶ منډې کړې وې.

له ۱۹۹۸ م کال راوروسته دا جام هرو دوو کلونو کې یو ځل ترسره کېږي، چې ۲۰۰۰ م کال کې هندوستان اتلولي وګټله.
۲۰۰۲ م کال کې یو ځل بیا اسټرالیا اتلولي وګتله او دا دویم ځل و، چې اسټرالیا اتلولي یوړه.
۲۰۰۴ م کال کې یې پنځم پړاو ترسره شو، چې اتلولي یې پاکستان یوړه، ۲۰۰۶ م کال کې یې شپږم پړاو وشو، چې اتلولي یې یو ځل بیا پاکستان واخېسته.
۲۰۰۸ م کال کې اتلولي هند وګټله، ۲۰۱۰ م کال کې چې اتم پړاو و، اتلولي یې اسټرالیا ترلاسه کړه، ۲۰۱۲ م کال کې د نهم پړاو اتلولي هند یوړه.
۲۰۱۴ م کال کې د نولس کلنو نړیوال پنځوس اوریز جام لسم پړاو وشو، چې سویلي افریقا وګاټه، ۲۰۱۶ م کال کې یوولسم پړاو ویسټ انډیز یوړ او ۲۰۱۸ م کال کې بیا هندوستان وګاټه.
د نولس کلنو پنځوس اوریز جام ۳ ځلې اسټرالیا، څلور ځلې هندوستان، دوه ځلې پاکستان، یو ځل سویلي افریقا، یو ځل انګلستان او یو ځل ویسټ انډیز ګټلی دی.
د نولس کلنو نړیوال جام دیارلسم پړاو د ۲۰۲۰ م کال د جنوري په ۱۷ مه نېټه په سویلي افریقا کې پیلېږي او د فبروري تر ۹ مې نېټې به دوام وکړي.
له ۱۹ کلنو کم عمره ۱۶ لوبډلې

افغانستان، پاکستان، هندوستان، بنګله دېش، سریلانکا، اسټرالیا، نیوزیلېنډ، انګلستان، سویلي افریقا، ویسټ انډیز، زِمبابوې، نایجیریا، کاناډا، عربي متحده امارات، جاپان او سکاټلېنډ په راروان جام کې شامل دي.
چې وروستۍ پنځه لوبډلې دوهمه درجه هېوادونه دي او هغه د زِمبابوې په ګډون ۱۱ لوبډلې بیا بشپړ غړیتوب لرونکې لوبډلې دي.