د یو‌اېس‌ایډ د تړل کېدو احتمال او پر افغانانو یې اغیزې

د ټرمپ حکومت غواړي چې ټول بهرنۍ مرستې وځنډوي

د امریکا حکومت د بهرنیو مرستو د مخکښې ادارې ‘USAID’ د راتلونکي په اړه ناڅرګندتیا ټوله نړۍ کې د حیرانتیا څپه خپره کړې ده.

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ او د هغه ستر سلاکار ایلون ماسک د دې ادارې سخت منتقد دي. دا په داسې حال کې ده چې نور بیا ویره لري چې د دې ادارې تړل به ډېرې زیان اړونکې اغېزې ولري.

خو ولې دا هر څه دومره لانجمن شوي او د څه شي خطر دی؟

نړیوالې پرمختیا لپاره د متحدو ایالتونو اژانس (USAID) چې د امریکا د نړیوالې پراختیايي ادارې په نوم هم پېژندل کېږي، د ۱۹۶۰ مې لسیزې له لومړیو راهیسې د امریکا د حکومت په استازیتوب ټوله نړۍ کې د بشري مرستو پروګرامونه اداره کوي.

خو ماسک روانه اوونۍ وویل، د ټرمپ حکومت د دې ادارې د تړلو پلان لري.

هغه پر ایکس ټولنیزه شبکه چې دی یې مالک دی، په یوه خپاره کړي پيغام کې ‘یو‌ اېس ایډ’ “شریر”، “جنایتکار سازمان” او د رادیکالو کیڼ اړخو سیاسي رواني وسیله وبلله.‌

476113320 935057792080665 6765276651040121370 n د یو‌اېس‌ایډ د تړل کېدو احتمال او پر افغانانو یې اغیزې

پخپله ولسمشر ټرمپ هم د چا د نوم له اخیستلو او د توضیحاتو له ورکولو پرته ادعا وکړه چې دا اداره د “رادیکاله کیڼ اړخه لیونیانو” لخوا پر مخ وړل کېږي او دا چې ګوندې “سترې درغلۍ” په کې دي.

دې مسلې د بېلابېلو لاملونو له کبله په متحدو ایالتونو کې یوه سیاسي شخړه او نوره نړۍ کې پراخ بحثونه راپورته کړي دي.

ولې ‘یو اېس ایډ’ له سیاسي پلوه بحث پاروونکی دی؟

ولسمشر ټرمپ دا روښانه کړې چې غواړي بهرني لګښتونه د ده له “لومړی امریکا ” لیدلوري سره همغږي شي.

او د هغه بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو ویلي، د “هر ډالر” لګول باید د داسې شواهدو له مخې “توجیه” شي چې امریکا لا ډېره خوندي، پیاوړې او سوکاله کوي.

د متحدو ایالتونو سیاست په اړه د یو‌سي‌اېل مرکز بنسټګر رییس توماس ګېفټ وايي، نو د “فدرالي ادارو د تصفیې” اقدام په دې مانا دی چې هغه پر خپله خبره ولاړ دی.

هغه زیاتوي چې د ماګا (د امریکا د لویۍ بیا راګرځولو) سختدریځه پلویان USAID ته د پرمختګ غوښتنې د یوه داسې له کنټرول وتلي پړسوب په سترګه ګوري چې “لومړی مخ پر ودې نړۍ او بیا وروسته امریکا په پام کې نیسي، په داسې حال کې چې پر دې پروسه د مالیه ورکوونکو ډالر ضایع کوي”.

ډاکتر ګېفټ زیاتوي: “دا د هغه څه بیخي برعکس دي چې ټرمپ غواړي د ده اداره یې تعقیب کړي” یعنی “تر هر څه پورته د امریکايي اتباعو اړتیاوو ته لومړیتوب ورکول.”

دی وايي چې د یو اېس ایډ تړل به “د پوپولیستو ملتپالو لپاره یوه لویه بریا” وي.

نظرپوښتنې له اوږدې مودې راهیسې ښيي چې امریکایي رای اچوونکي د بهرنیو مرستو لګښتونو د کمولو ملاتړ کوي، نو د دې ادارې لغوه کول ښايي عام ملاتړ ترلاسه کړي.

خو ډاکتر پاول کلیسټ، چې په ختیځ انګلیا پوهنتون کې د پراختیایي اقتصاد همکار استاد دی وايي، خلک معمولا هغه اندازه ډېره زیاته اټکلوي چې حکومتونه یې پر بهرنیو مرستو لګوي.

د امریکا نړیوالې پراختیايي ادارې بودیجه نږدې ۴۰ میلیارده ډالر ده چې د دغه هېواد د ټولې بهرنۍ مرستې له نیمایي لږ څه ډېرېږي.

د حکومتي راپور له مخې امریکا په ۲۰۲۲ کال کې شاوخوا ۷۰ اعشاریه درې میلیارده ډالر بهرنیو مرستو ته ځانګړي کړي وو چې د ټولې فدرالي بودیجې څه نا څه یو سلنه کېده.

د امریکا د خزانې وزارت په وینا د دغه هېواد فدرالي حکومت په همدې وروستي مالي کال کې (د ۲۰۲۳ له اکتوبر د ۲۰۲۴ تر سپتمبر پورې) ۶ اعشاریه ۷۵ تریلیون ډالر لګولي دي.

ډاکتر کلیسټ وايي، که بهرنۍ مرستې ناڅاپه ودرول شي، نو ټولې هغه پیسې به ضایع شي چې بهر کې پر پروژو لګول شوې خو لا تر اوسه بشپړې نه دي.

نوموړی زیاتوي چې ځینې امریکایي مالیه ورکوونکي ښايي د بهرنیو مرستو پر ډېرو ساده او درک وړ ګټو ونه پوهېږي، خو دغه ملاتړ نه یوازې دا چې بهر د خلکو د ژوند په ژغورلو کې مرسته کوي، بلکې امریکا ته هم د امنیت او ډېر نفوذ ورکولو کې مرستندویه زبادېدای شي.

د ډاکتر کلیسټ په وینا “که امریکا خپلې بهرنۍ مرستې ودروي یا خپل فعالیتونه په لویه کچه راکم کړي، نو دا به یې باور ته لوی زیان ورسوي… امریکا په قانوني توګه هم نشي کولی دا ټولې مرستې ودروي، ځکه چې دوی به یې تړونونه لاسلیک کړي وي.”

نوموړی خبرداری ورکوی چې که که داسې کېږي، نو بیا د چین په څېر نور هېوادونه هڅه وکړي چې دا تشه ډکه او خپل نړیوال نفوذ زیات کړي.

د امریکا نړیواله پراختیايي اداره د کلونو اوږدو کې له اښتنو پوښتنو سره هم مخامخ شوې او ځینې قراردادونه یې د ناوړه چلند د ادعاوو له امله ځنډولي دي.

خو له هغې را وروسته نورې لارې چارې معرفي شوې چې فدرالي څانګې او ادارې د بهرنیو مرستو پروګرامونو اغېزناکې څارنې او ارزونې ته اړباسي.

یو اېس ایډ کوم کارونه کوي؟

  • ټوله نړۍ کې پر غیر دولتي سازمانونو، مرستندویه ډلو او غیر انتفاعي موسسو د میلیاردونو ډالرو مرستې وېشي
  • د جګړې سیمو کې د بشري هڅو او واکسیناسیون پروګرامونو په ګډون یو لړ فعالیتونه تمویلوي
  • له ۶۰ زیاتو هېوادونو کې دفترونه لري او شاوخوا ۱۰ زره کسان یې ګومارلي.

څه کېدونکي دي؟

له یوه مخه د ‘ېو اېس ایډ’ تړل به احتمالاً د کانګرس اقدام ته اړتیا ولري.

د راپورونو له مخې یو انتخاب چې د ټرمپ ادارې لخوا په پام کې نیول شوی دا دی چې ‘یو اېس ایډ’ په فعال ډول د بهرنیو چارو وزارت یوه څانګه وګرځوي.

د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو ویلي، د دې ادارې ډېرې چارې به دوام ومومي او د امریکا د بهرنۍ تګلارې برخه به وي.

د ګانګرس دیموکراتو غړو د دې ادارې احتمالي تړل کېده یو “غیر قانوني او د اساسي قانون مخالف” ګام بللی دی چې د دوی په وینا بهر کې به بې‌وزله خلک زیانمن کړي، ملي امنیت ته به زیان ورسوي او پر نړیوال سټیج به د امریکا نفوذ کم کړي

په یو‌سي‌اېل کې د سیاسي علومو مرستیال استاده ډاکتره جولي نارمن وايي، ډېر دیموکراتان به د USAID دفاع وکړي، خو په دې توګه به له هغو رایه ورکوونکو سره تقابل کې راشي چې “پر دې روایت باورمن دي، چې دا اداره پړسېدلې او د امریکایانو د ملاتړ بودیجه بل خوا لېږدوي”.

نوموړې فکر کوي، ولسمشر ټرمپ او مسک هڅه کوي “یو ایس ایډ د کیڼ اړخو پرمختګ‌پالو د یوې ډلګۍ په توګه انځور کړي، چې په بهر کې د بنسټپالو اجنډاو ملاتړ کوي” څو “خپلې کړنې توجیه کړي”.

“په حقیقت کې اکثریت ملکي مامورین همداسې دي – هغه چې ګوند ته له پام پرته د متحدو ایالتونو په ټولو ادارو کې حکومت ته خدمت کوي.”

یو اېس ایډ سې‌شنبه وویل چې تر جمعې ورځ پورې به یې نږدې ټول نړیوال کاري ځواک رخصت او بهر کې پر کار بوخت کارکوونکي بېرته امریکا ته ستانه شي.

د دې ادارې په وینا، یوازې هغه ټاکل شوی پرسونل به کار ته دوام ورکړي چې د “ماموریت د مهمو دندو، اصلي مشرتابه او ځانګړو پروګرامونو” مسؤلیت لري.

د امریکا د مرستو کمیدل او اغیزې پر افغانانو

د امریکا د بهرنیو مرستو له ځنډیدو، د ډالرو په وړاندې د افغانیو د بیو د ټیټیدو او له امله د لومړنیو خوراکي توکو د بیو د لوړوالي سره همهاله، د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) خبرداری ورکړی چې د نړیوالو مرستو د کمېدو له امله به په روان ژمي کې د ۱۵ میلیونو اړمنو افغانانو له ډلې، نیمايي ته مرستې ورسولای شي.

د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) د افغانستان د برخې مشرې هسیئو وي لي د رویټرز خبري اژانس سره په مرکه کې ویلي، په روان ژمي کې به میلیونونه افغانان له لوږې سره مخ شي.

هغې زیاته کړې چې اوس مهال ډېری افغانان یوازې په “وچه ډوډۍ او چای” ژوند کوي. نوموړې ټینګار کړی چې له افغانستان سره د مرستو هر ډول احتمالي کمښت د اندېښنې وړ دی.

“له افغانستان سره د مرستو هر ډول احتمالي کمښت له شک پرته د اندېښنې وړ دی. موږ د ۲۰۲۱ کال له اګست وروسته د خوړو د ناامنۍ شاهدان وو، او د خوړو په ناامنۍ کې دا ترینګلی حالت اوس هم روان دی چې د لوږې کچه یې لوړه کړې ده.”

0b96ba1f d606 4ebb 94ae 30c337f0bd26 w1597 n r1 st s د یو‌اېس‌ایډ د تړل کېدو احتمال او پر افغانانو یې اغیزې

نوموړې ویلي، د خوړو د ناامنۍ په برخه کې له محدودو پرمختګونو سره سره د افغانستان درېیمه برخه نفوس، چې شاوخوا ۱۵ میلیونه کېږي، د لوږې له جدي ګواښ سره مخامخ دی.

په دې وروستیو کې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ یو اجرایوي فرمان صادر کړ چې د امریکا ټولې بهرنۍ مرستې یې د ۹۰ ورځو لپاره وځنډولې. ښاغلي ټرمپ ویلي چې د امریکا بهرنۍ مرستې او د هغې بیوروکراسي د امریکا له ګټو سره سمون نه لري او په ډېری مواردو کې د هغه هېواد د ارزښتونو سره په ټکر کې دي.

د افغانستان د بېلابېلو ولایتونو یو شمېر اوسېدونکي وايي چې د خوراکي توکو د بیو لوړېدو له امله یې ستونزې لا ډېرې شوې دي او د توکو اخیستلو توان نه لري.

د هرات ولایت اوسېدونکی احمد، چې د کورنیو بې‌ځایه شویو له ډلې دی، وايي، له سختو اقتصادي ستونزو او بېکارۍ سره مخ دی، او د خپلې کورنۍ لپاره د نفقې پیدا کولو وس نه لري.

د هغه په خبره،

“ښځه او ماشومان مې وږي دي. د شپې یې ډوډۍ نه ده خوړلې. دوه شپې وړاندې مې میرمن د لوږې له امله د شپې دوه بجې بې هوښه شوه. پیسې نه لرو چې څه پرې واخلو. له هر چا مې چې د پور اخیستلو هڅه کړې، ناهیلی کړی یې یم. همدا اوس مې کار نه دی پیدا کړی، حیران یم چې څه وکړم.”

د کابل اوسېدونکی جان محمد، چې د یولس کسیزې کورنۍ سرپرستي ور په غاړه لري وايي،

“مخکې مو لږ تر لږه کولای شو چې خوراکي مواد واخلو، خو اوس یې چې بیې لوړې شوي دي، زموږ ورځنی کار دا دی چې هره ورځ د شپیته افغانیو وړه اخلو. ماشومان مو ژاړي او ډوډۍ غواړي، خو زه دومره وس نه لرم چې لږ تر لږه دوی ته ډوډۍ برابره کړم، څوک پور هم نه راکوي.”

پر افغانستان د طالبانو تر بیاځلې واکمنۍ وروسته په دې هېواد کې بې‌وزلي او بېکاري زیاته شوې ده. د طالبانو له لوري پر افغان ښځو لګېدلي پراخ محدودیتونه، چې له امله یې په تېرو دریو کلونو کې په نړیوالو مرستو کې د پام وړ کمښت راغلی، د افغانستان بشري وضعیت لا پسې خراب کړی دی.

د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (اوچا) د روانې جنورۍ په ۶مه نېټه په خپل راپور کې ویلي چې په ۲۰۲۵ میلادي کال کې شاوخوا ۲۲.۹ میلیونه افغانان، چې د دې هېواد د نفوس نیمایي برخه جوړوي، بشري مرستو ته اړتیا لري.

اوچا خبرداری ورکړی چې د روان کال د جنورۍ له میاشتې تر مارچ پورې د بودجې د نشتوالي له امله د روغتیا، زده‌کړو، خوړو او سرپنا په ګډون ځینې مهمې مرستې د بندېدو له خطر سره مخ دي.