ژباړه: حمیدالله حمیدي
په سفر کې د کورنۍ غړو، ملګرو او دوستانو ته د سوغات اخيستل یوه په زړه پورې او خوندور کار دی. هر هېواد ځانګړی سوغات لري چې باید وایې خلئ. که ګرجستان ته ولاړئ، نو مشهور سوغات په اړه یې سر له اوسه معلومات حاصل کړئ. د ګرجستان سوغات تر ډېره زېورات او لاسي صنایع دي، چې د نورو هېوادونو په پرتله ارزانه هم دي. د ګرجستان په پلازمېنه تلفیس کې ګڼ داسې سوداګریز مرکزونه شته چې دغه سوغاتونه پکې پلورل کېږي.
په دې لیکنه کې مو درته ددې هېواد ځینې سوغاتونه معرفي کړي دي:
۱- مینا توري شوي جواهرات
مینا توري هغه هنر دی چې د ویلې شوې ښيښې او فلزاتو لکه نقرې، مس او طلا په وسیله شکل پیدا کوي. د میناتورۍ تخنیک له اتمې پېړۍ راهیسې په ګرجستان کې دود شوی دی. له بده مرغه په ګرجستان کې دغه هنر له پنځلسمې پېړۍ را وروسته له منځه ولاړ، خو په شلمه پېړۍ کې نویو صنعت کارانو هڅه وکړه چې یو ځل بیا یې را ژوندی کړي او نوې بڼه هم ورکړي. تاسو هم که ګرجستان ته په سفر ولاړئ، نو له دې سوغات څخه یې ارو مرو وپېرئ.
۲- خینکالي جرابې
دغه جرابې د ګرجستان له مشهورو لاسي صنایعو څخه شمېرل کېږي او د ګرجستان مهم سوغات دی. التر ساکس بیا د جرابو بل هغه ډول دی چې په جرابو باندې ځانګړی نقش رسموي. جالبه دا ده چې که له درېیو جوړو زیاتې واخلئ بیا نو ځانګړی تخفیف درکوي ور سره د چاکلټو یو پاکټ هم.
۳- سنتي ابي سرمېزۍ
د ګرجستان سنتي سرمېزۍ چې ډول ډول نقاشۍ په کې شوې وي، ډېرې مشهورې دي. پېړۍ کېږي چې دغه څه په ګرجستان کې د یوه فرهنګ په توګ پیل شوې دي اوس په کې لا نوښت شوی دی. په دې سرمېزیو کې تر ډېره له نلي رنګ څخه کار اخیستل کېږي چې بیا د ډول دول شکلونو او رسامۍ لپاره پکې نور رنګونه هم کارول کېږي. دغه رنګونه ګرجستانۍ سرمېزۍ له روسي او اروپایي څخه بېلوي. د ګرجستان دغه سوغات هم د یو څه وخت لپاره هېر شوی وی، خو یو څه موده کېږي، چې بیا یې رنګ راوړی دی.
۴- په پخواني ډول جوړ شوي جواهرات
په پخوانیو ډولونو جوړ شوي جواهرات د ګرجستان په ملي موزیم کې پلورل کېږي. ددې جواهراتو مخینه ان درېیم پېړۍ ته ورګرځي. سیلانیان کولی شي د دې ډول جواهراتو ګوتمۍ، غاړه کۍ، لاس بند او نور په همدې موزیم کې پیدا کړي او د خپلې کورنۍ غړو یا ملګرو ته یې ډالۍ کړي.
۵- سرامیکي لوښي
که له سرامیکي لوښو او نورو لوازمو سره مینه لرۍ، کولی شئ د دې ډول White Studio یې په ګرجستان کې و پېرئ. د دې ډول لوښو مختلف ډولونه په ګرجستان کې پیدا کېږي چې ددې هېواد سنتي ګلان او شکلونه پرې وهل شوي وي.