د کچالو له ماسک سره مو غنمرنګ مخ سپین او ښکلی کړئ

یو زوړ بیل بورډ چې په سمندر کې ډوب دی

ژباړه: مریم محمدي
کچالو یا الوګان د ډیرو روغتیایي ګټور سربیره، د مخ پوستکی سپینوي، ګونځې له منځه وړي او مخ صفا او ښکلی کوي.
د اختر په راتلو سره د کور پاکولی، د جامو جوړولو سر بیره یو شمیر باسلیقه ځوانان او پیغلې د مخ ښکلا ته هم تیاری نیسي.
هغه ځوانان چې د ښکلي او سپین مخ غوښتونکي دي، نو پکاره ده، د کاچالو ماسک یوځل وازمایي.
په یاد ولرئ هر کله چې ماسک استفاده کوئ، نو د مخ د لا ښکلا او د خپلې شخصي سلیقې لپاره کوښښ وکړئ چې د مخ اضافي ویښتان نخ کړئ یعنې په تار باندې د مخ ویښتان وباسئ. نخ د ویښتانو د باسلو لپاره ډیره پخوانۍ او اسانه طرقه ده، له دې کار سره مو ښکلا څو برابره زیاتیږي.
د کچالو ماسک یو طبیعي ماسک دی، چې د سترګو لاندې تور داغونه ښه کوي او د مخ د پوستکي روغتیا ته یې ګټه لري. تاسو کولی شئ د کچالو له دې ماسکونو په کور کې په ډیرې اسانۍ استفاده وکړئ:
۱- د کچالو ماسک له شیدو او زیتونو تیلو سره جوړ کړئ
د اړتیاوړ مواد
– ۲ دانې کچالو
– د زیتونو تیل ۱ قاشوغه
– شیدې ۴ قاشوغې
د جوړولو طریقه
اول کچالو ووینځئ بیا پوستکي نه يې پاک کړئ وروسته له تراشک یا که مو تراشک نه درلود بیا یې کولای شئ په اونګ کې میده کړئ. کله چې کچالو مو تراش کړ په یوه لوښې کې ورسره د زیتونو تیل یو ځای کړئ، چې محلوط شي بیا ورسره شیدې مکس کړئ.
د استعمال طریقه
لومړی مو مخ ووینځئ، بیا جوړ شوی ماسک د نورو ماسکونو په څیر، له سترګو او خولې نه پرته، د مخ په پوستکي او غاړې باندې ووهئ. تر ۱۵ دقیقو یې پرې پریږدئ چې وچ شي بیا مو مخ په تړمو اوبو ووینځئ. دا ماسک د مخ وچ پوستکی نرموي، ځواني دانۍ ښه کوي، مخ سپین او صفا کوي. همدا رنګه پوستکی ځوان ساتي او له رز زړښت نه مخنیوی کوي.
۲- د کچالو او لیمو ماسک
اړتیا وړ مواد:
– د لیمو اوبه ۳ قاشوغې
– کچالو ۱ دانه
د جوړولو او ستعمال طریقه
د دې ساده او اسانه ماسک د جوړولو طرقه داسې ده چې کچالو ووینځئ له پاکولو وروسته یې په تراکش کې تراش کړئ، بیا ورسره د لیمو اوبه یو ځای کړئ وروسته مو په مخ ووهئ، له ۱۰ تر ۱۵ دقیقو یې پریږدئ، له وچیدو وروسته یې ووینځئ.
د یاد ماسک ګټه دا ده چې غنمرنګ پوستکی سپینوي، ګونځې له منځه وړي، د مخ په داغونو اغیزه لري او مخ ته روښانتیا او ځلا ورکوي.
یادونه: له دې دواړو ماسکونو نه، چې هر یو یې تاسو ته اسانه وو، کولای شئ په اونۍ کې یو ځل یې استفاده کړئ، ترڅو په هر ځای کې ښکلي معلوم شئ.

About ياران ټیم 3411 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.