د کورونا پرمهال کومو لوبډلو او لوبغاړو زیات کرکټ کړی؟

رنګین تجريدي ډیزاین

 

د ۲۰۲۰م کال په لومړیو کې د کورونا وایروس په چین کې راپورته شو او بالاخره د مارچ تر میاشتې د افغانستان په ګډون د نړۍ نږدې ټولو هېوادونو ته ورسېد.

دې نړیوالې وبا په ټوله نړۍ کې لوبې وځنډولې او په کرکټ یې هم سیوری وغورځاوه.

په لومړي سر کې یې د نیوزیلېنډ او اسټرالیا جاري لوبلړۍ له منځه یوړه، بیا یې د انګلستان او سریلانکا لوبې لغوه کړې.

د شدت په جریان کې یې د هند او افریقا سریز هم ختم کړ او بالاخره په ټوله نړۍ کې لوبې ودرول شوې.

د پاکستان لیګ په وروستیو څلورو لوبوکې ودرول شو؛ خو یواځې په ټوله نړۍ کې وانواټو په نامه لس اوریز لیګ ترسره شو.

د مانتلي کرکټ یا د کرکټ میاشتینۍ په نامه نشریې یوه سروې کړې او دا سروې د کرېک اېنفو وېب پاڼې خپره کړې ده، چې مونږ یې پښتو ژباړه تاسو ته وړاندې کوو.

 

د کرونا پرمهال چا ډېرې ورځې په لوبو کې تېرې کړي؟

د پاکستان اسد شفیق هغه لوبغاړی دی، چې د کرونا ویروس پرمهال یې زیاتې لوبې کړي دي، هغه ټولې ۳۱ لوبې کړي او ۷۵ ورځې په کرکټ کې مصروف و.

د پاکستان شاهین افریدي ۴۴ لوبې کړي او ۷۲ ورځې په لوبو کې بوخت و.

د پاکستان محمد رضوان ۳۹ لوبې کړي او ۶۷ ورځې پکې لګیا و.

د انګلستان جاس بټلر ۳۲ لوبې کړي او ۶۶ ورځې یې لوبې نندارې ته وړاندې کړي دي.

د پاکستان زاهد محمود ۳۴ لوبې کړي او ۶۳ ورځې په لوبو کې مصروف و.

دا د ۲۰۲۰م د مارچ له ۱۶ مې د ۲۰۲۱م د مارچ تر ۱۵ مې نېټې لوبې دي.

 

د کرونا پرمهال ډېرې فرسټ کلاس یا څلور ورځنۍ لوبې

د پاکستان اسد شفیق ۱۴ لوبې، د انګلستان ډام سېبلي ۱۲ لوبې، د پاکستان ازهرعلي، ۱۲ لوبې، د اسټرالیا کېمرن ګرین ۱۲ او د پاکستان نعمان علي ۱۲ لوبې کړي دي.

 

‌ډېرې لېسټ ای یا کورنۍ یو ورځنۍ لوبې

د ایرلېنډ کورټېس کېمفر ۱۶ لوبې، د ایرلېنډ لورکن تکر ۱۵، د ایرلېنډ هېري ټېکټر ۱۵ لوبې کړي او د ویسټ انډیز جېسن محمد ۱۳ لوبې ترسره کړي دي.

teams.JPG

 

هغه لوبډلې چې د کرونا پرمهال یې زیاتې ورځې په نړیوال کرېکېټ کې تېرې کړي

انګلستان په تېر یو کال کې ۶۹ ورځې په کرکټ کې تېرې کړي، پاکستان ۴۷ ورځې، ویسټ انډیز ۴۴ ورځې، هندوستان ۳۹، اسټرالیا ۳۴، نیوزیلېنډ ۲۸، سویلي افریقا ۲۲، سریلانکا ۲۲، زِمبابوې ۱۳، بنګله دېش ۱۲، افغانستان ۱۰ او ایرلېنډ ۸ ورځې کرکټ کړی دی.

 

په نړیوال کرکټ کې زیاتې ورځې تېروونکي لوبغاړي

جاس بټلر ۵۳ ورځې کرکټ کړی، چې ۱۹ لوبې یې کړي دي، ډام سېبلي ۱۲ لوبې ۵۲ ورځې، جو روټ ۱۴ لوبې ۵۰ ورځې، محمد رضوان ۲۱ لوبې، ۴۶ ورځې، د انګلستان ډام بېس ۱۰ لوبې، ۴۶ ورځې، شاهین افریدي ۱۹ لوبې ۴۴ ورځې او د انګلستان اولي پاپ ۱۰ لوبې او ۴۳ ورځې کرکټ کړی دی.

 

د ښځینه لوبغاړو لخوا د کرونا پرمهال د کرکټ سیالۍ

د نیوزیلېنډ امي سټروېټ ۴۰ ورځې کرکټ کې تېرې کړي، د نیوزیلېنډ امېلیا کر هم ۴۰ ورځې، د نیوزیلېنډ مډي ګرین ۳۷ ورځې، د نیوزیلېنډ سوفي ډیواین ۳۴ ورځې او د انګلستان ټامي بیومونټ ۳۱ ورځې کرکټ کې بوخته وه.

 

د هېواد لپاره زیات کرکټ کوونکي

جېسن هولډر ۵ لوبو کې، جاني بېرسټو ۳ لوبوکې، جاس بټلر دوو لوبو کې، سام کورن درېیوو لوبوکې او پال سټېرلېنګ ۵ لوبو کې د خپل هېواد لپاره لوبېدلی دی.

 

زیاتې شل اوریزې لوبې

مارکس سټاینېس ۳۹ ورځې او ۹ شل اوریزې لوبې کړي، ګلېن مکسوېل ۱۱ لوبو کې ۳۸ ورځې تېرې کړي، راشدخان هم ۳۸ ورځې شل اوریز کرکټ کې تېرې کړي، چې ډېر یې پکې لیګونه ترسره کړي دي.

عماد وسیم ۳۸ ورځې او ۶ شل اوریزو لوبو کې حاضر و، نیکولاس پوران ۶ لوبو کې ۳۷ ورځې او اېرون فېنچ لس لوبو کې ۳۵ ورځې بوخت و.

 

 

About ياران ټیم 3411 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.