د کرکټ ځوان او پياوړی لوبغاړی، مکسویل ولې مشهور شو؟

یو ماشوم د لرګي تخته په لاس کې نیولی، په خوشحالۍ سره مسک دی

ليکنه: مدثردعوت
د اسټراليا کرکټ ملي لوبډلې پياوړی الراونډر ګلين جېمز مکسويل د هند په پنجاب کي د ګلين پريت سينګ په نوم هله وپېژندل شو چي IPL ته يې په خپل راتګ سره یې د بیټینګ زړه راښونکې ننداره وړاندي کړه اوپه خپله بې رحمه توپوهنه يې توپ اچوونکو ته هيڅ ډول احترام ونه کړ.
تاسې به په کرکټ کې د نوښت ډېر اوريدلي وي، خو د مکسويل هره لوبه يو نوی نوښت دی. ځانګړې توپوهنه،غ وره توپ اچوونه، د حيرانوونکو شاټونو ترسره کول، باجرأته او په خپل واک لوبه کول يې يوڅو لنډ مثالونه دي.

په کرکټ کي ددې مشهوره شخصيت په اړه موږ ځيني حقيقتونه لټولي دي، شايد تاسو ته هم په زړه پوري وي:
۱ـ زېږون
ګلين جېمز مکسويل په ۱۹۸۸ز کال د اکتوبر په ۱۴ نېټه د اسټراليا په ميلبورن ښار کي زېږېدلی دی، چي اوس مهال د ۲۹ کلونو په عمر دی.
۲ـ مخکني وختونه او د فرسټ کلاس کرکيټ پيل
مکسويل فرسټ کلاس لوبي د ۲۰۱۱ز کال د فيبروري په ۱۸ نېټه د ويکټوريا لوبډلي لپاره د نوي سوت واليس په وړاندي د ميلبورن په ښار کې پيل کړې.
په دې لوبه کي ګلين ۳۸ منډي جوړي کړې او دوه لوبغاړي یې وسوځول.

خوشايد يوازې څو کسانو دا فکر کړی وو چې دا ۲۱ کلن ځوان به په راتلونکي کې نړيوال کرکټ په خوځښت او شور راولي.
۳ـ مخکنۍ پېژندګلوي
ګلين د ويکټوريا لوبډلي لپاره لوبه ترسره کوله.
په ۲۰۱۱ز کال کې يې د تازمانيا په وړاندې په ۱۹ بالونو نيمه سليزه ترسره کړه، چې دا د اسټراليا د کورني کرکټ په تاريخ کې ترټولو تېزه نيمه سليزه وه.
دغې لوبې په يقيني ډول په نندارچيانو کې جذبات را وپارول. له بلي خوا د نړيوال کرکټ لپاره د لوبغاړو د ټاکلو ډله هم مجبوره شوه چې ددې پياوړي، تکړه او ځوان لوبغاړي، خوا ته مخ ور واړوي.
نړيوال کرکټ ته يې ورتګ يو ډول خوب و، چې په رښتيا بدل شو.
۴ـ د يو ورځنيو لوبو پيل
د يو ورځنيو لوبو پيل يې ښه نه و.
مکسويل د ۲۰۱۲ز کال د اګسټ په ۲۵ نېټه د افغانستان پر وړاندې د شارجې نړيوال لوبغالي ته په دې پلمه راکښته شو چې ښه لوبه به ترسره کړي. خو دغه پياوړی الرونډر بې له دې چي ښه ننداره وړاندي کړي، د افغاني توپ اچونکو د ښې توپ اچووني له کبله يې يوازي په ۲ منډو ميدان پریښود، په داسي حال کي چي دده نندارچيانو دده څخه دا هيله نه درلوده.

۵ـ بيګي ګرين
په دغه نوم لباس اغوستل د اسټراليا کرکيټ لوبغاړو ته يو له لوړو وياړونو او افتخارونو څخه دی.
يوازې لږو خلکو سره دا هيله وه چې دی به په يو ورځني کرکيټ کې د اسټراليا نمايندګي وکړي.
مکسويل د ۲۰۱۳ز کال د مارچ په دريمه نېټه د هندوستان په حيدر اباد کې خپل ټيسټ د انډيا په وړاندي پيل کړ.
۶ـ IPL ته يې ورتګ
مکسويل IPL لوبو ته د يوه بل اسټراليايي کرکيټر ټراويس بيرټ پرځای چې اسټراليا کرکټ د ځينو ستونزو له کبله په کور کښېنولی وو، خپل سفر د ډيلي ډاريډيولز لوبډلي سره په ۲۰۱۲ز کال کي پيل کړ.
د ډيلي لوبډلي د ډيرو نورو لوبغاړو د شتون په خاطر په همدې کال مکسويل د تلويزيون په پرده په هيڅ لوبه کي ښکاره نشو.

مکسوبل او پریټي زینټا د اې پي ایل لوبو پرمهال

۷ـ ميليون ډالری نوی ځوان
په راتلونکي کال IPL لوبو کې مکسويل د ممبیي انډيان لوبډلې سره په يو ميليون ډالرو تړون لاسليک کړ، چي د اسټراليا ترټولو ګرانبيه لوبغاړی ونومول شو.
دا خبر د کرکټ په نړۍ کې ډېر حيرانوونکی وو، ځکه تراوسه لا مکسويل ډېر تجربه کار نه وو، تر ده ډېر مشهور لوبغاړي په لږ قېمت اخيستل ښوي ول.
ده دممبي اينډيان لپاره يو ښه پيل وکړ، ځانګړې ډګرساتنه، توپوهنه او توپ اچونه يې د يو اغېزمن لوبغاړي په حيث ترسره کول.

۸ـ لويه ننداره
د مکسويل اصلي څېره د ۲۰۱۴ز کال په IPL لوبو کې وليدل شوه.
مکسویل د پنجاب لوبډلې لپاره په ۴۳ توپونو ۹۵ منډې په يوه لوبه کې ترسره کړلې، چې ټول نندارچيان يې په شور راويستل، په ځانګړي انداز توپوهنه، د رېورس سويپ او نورو حيرانوونکو شاټونو په ترسره کولو يې عجیبه لوبه ترسره کړه.
۹ـ شخصي ژوند
مکسويل د نورو کرکټرانو سره په دې نظر چې نه غواړي خلکو ته د خپل شخصي ژوند په هکله مالومات ورکړي، خلاف دی.
ده په دې وروستيو کي ويلي چي د جايني ايګبرګ په نوم به د يوې ډېري مشهوري انجلۍ سره ډېر ژر کوژده یا نامزادي وکړي، هغې په ۲۰۱۴ کال کي د الان بارډر په نوم يوه جايزه هم ګټلې.

جايني ايګبرګ د مسکویل ګرل فرینډ یا ملګرې هم ده

۱۰ـ ټيسټ کرکټ ته بيرته راګرځېدل
د ۲۰۱۵ز کال په لومړيو کي دده بې خونده لوبه کول ددې باعث شو، چې د ټيسټ نوملړ څخه يې نوم وغورځول شي او دا دده لپاره خواشينی کوونکی حالت و، خو ناهيلی نه و، پرځان يې باور له لاسه نه و ورکړی.
په همدې ۲۰۱۵ز کال يو ورځني نړيوال جام کې مکسويل بيرته ښه راتګ وکړ، ښه توپوهنه او توپ اچونه يې نندارې ته وړاندي کړل او بيرته يې د کرکټ بورډ او مسئولينو پام ځانته واړوه.
چي وروسته د بنګلدېش سره په ټيسټ لوبه کې واخيستل شو.
د لوبو په اړه
مکسويل د ټيسټ په ۷ لوبو کې ۸ لوبغاړي سوځولي، ۳۹۳ منډي او يوه سليزه لري.
په ۸۱ يو ورځنيو لوبو کې ۲۰۶۹ منډي، ۱۵نيمه سليزي او يوه سليزه لري، د توپ اچوني په برخه کي يې ۴۵ لوبغاړي سوځولي دي.
په ۴۳ شل اوريزو لوبو کي ۱۰۷۲ منډي، ۳ نيمه سليزي، ۲ سليزي او ۲۰ لوبغاړي يې سوځولي دي.

ګلين مکسويل اوس یو له هغو الرونډرانو څخه دی چي د توپ وهنې څخه يې توپ اچوونکي او د توپ اچونې څخه يې توپ وهونکي ځان ژغوري او د کرکټ نړيوالې شورا د شل اوريزو لوبو د توپ وهونکو په نوم لړ کې دويم مقام لري.