د کرکټ په تاريخ کې تر ټولو ۱۰ اوږدې شپږيزي

یو زوړ بیل بورډ چې په سمندر کې ډوب دی

ليکنه: مدثر دعوت
په اوسني وخت کې کرکټ په بېساري ډول وده کړې، مينوال يې زيات شوي، اکثريت لوبغاړي هڅه کوي، په نوي او بهترين فېشن سره لوبه وکړي. ځکه تخنيکي لوبه، لوړ شاټونه او ښه کرکيټ د هر چا خوښيږي.
تاسو به په عصري کرکټ کې د ډيرو اوږدو او هسکو شپږيزو اورېدلي وي، ليدلي به مو وي او مالومات به يې هم لرئ، خو شايد چې نړيوال کرکټ کې به د اسمان څکو او لوړو شپږيزو په اړه مالومات ونه لرئ.
مهمه نده چي تاسو يې په لټولو پسې ځان ستړی کړئ، موږ دلته تاسو ته په دې ليکنه کې د کرکټ تر ټولو سترو ۱۰ شپږيزو په هکله لنډ مالومات راټول کړي، خو د ځينو شپږيزو د اوږدوالي اندازه ځکه نده ليکل شوې، په هماغه لوبغالو کې چې دغه شپږيزې وهل شوي، ډیر تخنیکي امکانات په کې نه ول موجود.
۱ـ البيرټ ټورټ (۱۶۴ متره شپږيزه)

د ډېر وخت راهيسې د البيرټ ريکارډ تراوسه چا ندی مات کړی.
په ۱۸۰۰ز سنه کې البيرټ ټورټ د انګلينډ او اسټراليا دواړو هيوادونو لپاره لوبېدلی دی.
په ۱۸۹۹ز کال کې ټورټ د پويلين په وړاندي دومره د زور څخه ډکه شپږيزه ووهله، چې د کرکټ مينوال ورته ګوته په غاښ پاتي شول او اوس هم دی، دا ډول شپږيزه د کرکټ په تاريخ کې تر اوسه پورې نده ليدل شوې.
ددغي شپږيزي اوږدوالی ۱۶۴ متره ته رسيږي.
۲ـ شاهد افرېدی

پياوړي کرکيټر شاهد افريدي هم د لوړو شپږو په ترسره کوونکو کې ځای خپل کړ.
۳ کاله وړاندې د سويلي افريقا او پاکستان ترمنځ دريمه يو ورځنۍ لوبه وه.
افریدی د شپیږیزو په پاچا مشهور دی؛
https://www.youtube.com/watch?v=bb6GGvnqchc
شاهد افرېدي دومره ستره شپږيزه ترسره کړه چې بال له لوبغالي څخه ووت او د لوبغالي په ګاونډ کي د ګولپ لوبي لوبغالي ته واوښت.
اوږدوالی يې ځکه ندی مالوم چې په لوبغالي کې دومره تخنيکي امکانات نه ول، چې دا واټن معلوم کړي. دا هم د نړيوال کرکيټ په تايخ کي اوږده او نه هېرېدونکې شپږيزه شمېرل کيږي.
۳ـ يوراج سينګ(۱۱۹متره شپږيزه)

دا خو راسره منئ چې کله د شپږيزې نوم اورئ، نو يوراج سينګ به مو ياد ته راځي.
سينګ د نړيوالو ۲۰ اووريزو لوبو په شپږو توپونو د شپږ شپږيزيو ريکارډ لري او تر اوسه هم هيڅ يو توپوهونکی نه دی توانېدلی چې دغه ريکارډ مات کړي.
د یوراج ۶ شپیږیزې؛
https://www.youtube.com/watch?v=yQ2VPF3lEUM
د ۲۰۰۷ز کال په سپټمبر مياشت کې يوراج سينګ د اسټراليا په وړاندې لېګ لوري ته يو داسې پليک شاټ ترسره کړ چې تر اوسه کوم بل توپوهونکي نه دي وهلي.
دغه په زړه پورې شاټ د نړيوال تېز توپ اچوونکي بريټ لي په وړاندي ووهل شو.
۴ـ مارک واح

اسټراليا يو غوره او تکړه توپوهونکي ته د ډېر وخت لپاره د لوبډلي په سکواډ کې ځای ورکړی وو.
هغه لوبه چې مارک وا په کې لوړې منډې کړې وې؛

په ۱۹۹۷ز کال د نومبر په مياشت کې د نيوزلينډ په وړاندې مارک واح په ګريس ولاړ وو، توپ د ډانيال ويټوري په لاسونو کې وو.
ويټوري د مارک واح څخه وغوښتل ترڅو دده پرتوپ لوی شاټ ترسره کړي، مارک هم د ويټوري ننګونه ومنل او په قوت سره يې شاټ ترسره کړ او توپ يې د توپ اچونکي پر سر په شدت سره د شپږيزي په لور ولیږه.
په هماغه کلونو کې هم د شپږيزې د اوږدوالي د مالومولو لپاره پوره امکانات نه ول موجود.
۵ـ مهندرا سينګ ډهوني

 
لکه څنګه چي تمه کېدل، دهندوستان کرکټ لوبډلمشر بايد د غوره شپږيزو په نوملړ کې بياهم راشي. ډهوني یوځل بيا وتوانېد چې په دغه نوملړ کې ځانته ځای پيدا کړي.
د ۲۰۰۹ز کال په مارچ مياشت کې د نيوزلينډ او هندوستان ترمنځ نړيواله يو ورځنۍ لوبه په هند کې ترسره کېده.
د لوبې هدف هندوستانۍ لوبډلې ټاکه، په ۴۴ اوور کې ډهوني ته موقع برابره شوه، چې په خپل ځانګړي شاټ (هليکوپټر) داسې شپږيزه ووهله چې د نړيوال کرکټ د غټو شپږيزو په قطار کي ثبت شوه.
۶ـ شاهد افرېدي

په ۲۰۰۵ز کال کې پاکستان داسټراليا سره لوبه کې د جنوري په ۳۰ نېټه شاهد خان افريدي يو ناترسه بريد ترسره کړ، نه يوازې چې توپ د شپږيزې په لور ولاړ، بلکې په توپ يې د لوبغالي د ناستي ځای دويمه برخه وويشتله.
دغه شاټ ډېر تاثيرناک وو او د نړيوال کرکټ په ډيرو غټو شپږيزو کې راځي، چي تر اوسه هم د ليدونکو په دماغ او فکر کې راڅرخي.
د شپږيزې د اوږدوالي اندازه د امکاناتو د نه موجوديت په خاطر نه ده په ډاګه شوې.
پاکستان د اسټراليا ټاکل شوي هدف ته ځان ورساوه او دغه شپږيزه په ۴۲ اوور کې وهل شوې.
۷ـ کريس ګېل

د نوملړ په دې ځای د کرکيټ د ماسټر او بريدګر توپوهونکي کريس ګېل نوم راځي.
د ۲۰۱۰ز کال په ۲۰ اووريز نړيوال جام کې د هندوستان په وړاندي کريس ګېل يوه ستره شپږيزه ووهله.
د ګیل اسمانڅکې شپیږیزې؛
https://www.youtube.com/watch?v=1bm1eHq50Fs&t=3s
په لوبغالي کې د تخنيکي امکاناتو د کموالي په خاطر د شپږيزي اوږدوالی دقيق ندی مالوم.
لوبه په باربادوس کي روانه وه، د لوبې په جريان کې ګېل خپله چوپتيا نوره ختمه کړه، بېډ يې تر توپ لاندې کړ او تر لوبغالي يې ډېر ليري وویست، دلته يوسف پټان ددغې شپږيزي قرباني شو.
۸ـ کوري انډرسن(۱۲۰متره شپږيزه)

په يو ورځنيو لوبو کې په دويم مقام اوږده شپږيزه د ۲۰۱۴ز کال د فيبرورې په مياشت کې دهندوستان او نيوزلينډ ترمنځ په لوبه کي د ايشانت شرما پر توپ راغله.
لومړۍ توپوهنه د نيوزلينډ لخوا ترسره کېدله، د لوبې په ۴۰ اوور کې کوري انډرسن د ۱۲۰مترو په اندازه ستره شپږيزه ترسره کړه، او توپ يې د لوبغالي د چت سره ټکر کړ.
په دغه لوبه کې نيوزلينډ هندوستان ته ۲۹۲ منډي هدف ورکړ.
۹ـ اعجاز احمد(۱۱۲ متره شپږيزه)

د پاکستان د کرکټ پخوانی لوبغاړی اعجازاحمد په نړيوال کرکټ کې ډېر وخت تېر نه کړ.
په ۱۹۹۹ز کال کې پاکستان د انګليستان سره په لوبه کې ټاکل ښوي هدف ته ځان رساوه، اعجاز په دغه لوبه کې د ۱۱۲متره په اندازه شپږيزه ووهل، توپ يې د مرمۍ په څېر د لوبغالي څخه وویست، لوبڅاران مجبور شول چې د لوبې لپاره نوی توپ وټاکي.
د هند پر وړاندې د هغه د توپوهنې یوه ویډیو؛

پاکستان په لوبه کې دوه شپږيزې ترسره کړي وې، چې دواړه اعجاز احمد په خپله وهلي وې.
۱۰ـ مهيندرا سينګ ډهوني(۱۱۲ متره شپږيزه)

ډهوني د ۲۰۱۱ز کال د کامن ويلټ بانک د لوبو په لړۍ کې د اسټراليا په وړاندې ۱۱۲ متره شپږيزه د لانګ ان په لور ووهله.
د لوبې دويمي پاړۍ کې وروستي ۴ توپونو باندې ۱۲ منډو ته اړتيا وه، د هليکوپټر باچا د خپل قوي مټو په زور او ځانګړي انداز ۱۱۲ متره شپږيزه ترسره کړه.