د کرکټرانو ترمنځ انلاین جګړه؛ کپل دیو وايي شاهد افریدي څوک دی؟ هیڅ اهمیت نه لري !

په شپه کې غرونو ترمنځ یو روښانه سرک

 
هندوستاني او پاکستاني کرکټرانو تر منځ په ټولنیزو رسنیو کې د کشمیر پر سر بحثونو او ناندریو دې ورځو کې زور اخیستی.
دا مسئله د کرکټ لوبغاړو تر منځ هغه وخت ګرمه شوه چې د پاکستان د کرکټ لوبډلې پخوانی لوبډلمشر شاهد افریدي په خپل ټویټر په هندي کشمیر کې پر ځايي خلکو د هند د پوځ د زور زیاتي ادعا وکړه.


ده په دغه ټویټ کې د هند پوځ ظالم بللی و، چې په خبره یې په کشمیر کې یې په عامو وګړو ورځ توره کړي.
افریدي په خپل ټویټ کې ملګري ملتونه هم ټګ کړي و، او ورڅخه یې غوښتي وه تر څو د هندي کشمیر د وګړو د حق لپاره اقدام وکړي.
د پاکستانۍ کرکټ لوبډلې پخواني لوبډلمشر دغه ټویټ په هندوستان رسنیو کې طوفان جوړ کړ او نوموړي د خبرو پر وړاندې یې جلا جلا غبرګونونه وښودل.
د هندوستان دکرکټ لوبډلې پخوانی لوبډلمشر کپیل دیو د رسنیو پر وړاندې د شاهد افریدي له پېژندګلو بیخې انکار وکړ.
کله چې رسنیو له نوموړي د افریدي د ټویټ په تړاوو وپوښتل نوموړي ځواب کې ویلي چې، شاهد افرید دی څوک؟ ولي ورته دومره اهمیت ورکوو؟
کپل دیو وایې پکار نه ده چې دې شاهد افریدي ته دومره اهمیت ورکړل شي او یا دې خبرې د رسنیو سر ټکي وګرځي.
تر دې وړاندې د شاهد افریدي پر ټویټ باندي د هندوستان چپ لاس توپ وهوونکي ګوتم ګهمبیر چې دی هم پخوا د هند لوبډلمشر پاتې شوی د کرکټ په ژبه سخت نقد کړی.


ګهمبیر ویلي و چې ممکن د شاهد افرید په ډیکشنرۍ کې د یو این(ملګرو ملتونو) د۱۹ کلنو د ټیټ عمر معني ولري، چې د نوموړي ټول عمر هم دومره دی.
کمهیر په خپل ټویټ کې زیاته کړې وه چې په حقیقت کې د افریدي دغه خبره نو بال دي.
شاهد افریدي بیرته کهمبیر ته په جواب کې په یوه بل ټويټ کې د هندي مینوالو سره چې دهندوستان بیرغ یې په لاسو کې دي خپل تصویر خپور کړی او لیکلي یې دي، مونږ ټولو ته احترام لرو او دیوه لوبغاړي په حیث یې ورته د احترام ثبوت لپاره د هندوستان بیرغ سره دخپل تصویر شریکول یاد کړي خو زیاته کړې يې ده چې کله خبره د انساني حقونو شي نو د مظلومو کشمیریانو لپاره هم انساني حقونه غواړي.


بل تکړه هندوستاني لوبغاړي او اوسني لوبډلمشر ویراټ کهولي د رسنیو د پوښتنو په ځواب کې ویلي چې هر څوک د خپلې وینا حق لري او دی خپله د هغه څه ملاتړی دی چې دده د هېواد په ګټه وي.
نوموړي ویلي تر هغې چې دغې مسئلې په تړاوو یې پوره معلومات نه وي کړي نو هیڅ هم نه شي ويلي خو هر هغه څه ورته مهم دي چې د هندوستان په ګټه وي.